د ایران حکومت هڅه کوي چې له لاریون کوونکو سره خبرې اترې وکړي، خو د لاریونونو شمېر او شمېر ورځ تر بلې ډېریږي. تهران د لاریونونو د کنټرول په برخه کې د امریکا او لویدیز تر څار او فشار لاندې دی او د ډونالډ ټرمپ په اړه تازه رپوټ ورکړل شوی، چې پر تهران د برید لپاره ممکنه لارې چارې څیړي.
له امنیتي نظره، ایران او افغانستان اوږده او پېچلې پوله لري.
که د ایران مرکزي دولت کمزوری شي یا د واک انتقال په غیر منظم ډول ترسره شي، دا په لوېدیزو سرحدي سیمو کې د کنټرول تشه رامنځته کولای شي. دغه تشه به د ناقانونه تګ راتګ، د کډوالو د راستنېدو غیر منظم جریان، وسله والې سوداګرۍ، د وسلهوالو ډلو د تحرک او د طالبانو د مخالفو شبکو د بیا منسجمېدو لپاره مساعد چاپېریال برابر کړي.
د طالبانو مخالفې ډلې، چې دا مهال تر څار او فشار لاندې دي او د مانور ساحه یې محدوده شوې، کولای شي د ایران له احتمالي بېثباتۍ څخه د امن جبهې په توګه استفاده وکړي، په ځانګړي ډول په هغو سرحدي ولایتونو کې چې د طالبانو کنټرول هلته لا هم له ننګونو سره مخ دی.
دا سناریو به طالبان دې ته اړ کړي چې هممهاله په څو امنیتي جبهو کې خپلې سرچینې ولګوي.
له بلې خوا، که په ایران کې بدلون د امریکا او لوېدیځ په ملاتړ رامنځته کېږي، نو دا تقریبا یقیني ده چې هغوی به داسې نوی نظام وغواړي چې د اوسني ایران پوځ، سپاه پاسداران او امنیتي ادارې پکې بنسټیز رول ونه لري. دا ډول رېښهيي بدلون به د سیمې امنیتي انډول بدل کړي او طالبان به له هغو غیررسمي امنیتي، استخباراتي اړیکو او تفاهماتو بېبرخې کړي چې تر دې دمه یې له ایران سره لرل.
په دې توګه به د طالبانو لپاره سیمهییز وضعیت لا ستونزمن او د سیاسي انزوا احتمال به یې زیات شي.
اقتصادي اغېزې ښايي تر ټولو ژر او پراخې وانګیرل شي.
ایران د افغانستان له سترو اقتصادي شریکانو ګڼل کېږي او د افغانستان بازار په بنسټیزو برخو لکه خوراکي توکو، ودانیزو توکواو سون توکو کې په پراخه کچه پر ایران متکي دی. دا اتکاء په ځانګړي ډول د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا او لارو تړل کېدو وروسته ډېره شوې ده. په همدې شرایطو کې ایران د افغانستان لپاره د توکو د وارداتو تر ټولو مهمه دروازه ګرځېدلې ده.
د افغانستان د پانګونې خونې د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۴ کال کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه څه باندې درې میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده. له دې ټولیز شمېر څخه غوڅ اکثریت د هغو ایراني توکو ارزښت جوړوي چې افغانستان ته وارد شوي دي او یوازې لږه برخه یې له افغانستان څخه ایران ته په صادر شویو توکو پورې اړه لري. دا شمېرې په څرګند ډول ښيي چې افغانستان په دې اقتصادي اړیکه کې یو وارداتي او له بهره ډېر متکي بازار دی.
دا په دې معنا ده چې په ایران کې هر ډول سیاسي، امنیتي یا اقتصادي بېثباتي په ډېر لنډ وخت کې د کابل پر کوڅو مستقیم اغېز کولای شي. که په ایران کې تولید، لېږد رالېږد او یا ترانزیټ له ستونزو سره مخ شي، نو په افغانستان کې به د خوراکي توکو، سون توکو او ساختماني موادو کمی رامنځته شي او بیې به په بېساري ډول لوړې شي. په داسې حال کې چې د پاکستان لارې تړلې دي او د منځنۍ اسیا لارې هم اوږدې او ګرانې دي، افغانستان د خپل بازار یو حیاتي شریک له لاسه ورکولای شي.
په ایران کې له روان وضعیت نه داسې ښکاري، چې د ټولنې د اکثریت وګړو لپاره د ژوند د لګښتونو پوره کول نږدې ناممکن شوي دي، د ژوند لګښتونه په بېساري ډول لوړ شوي او د دې یو اصلي لامل د ملي اسعارو ارزښت ته سخت زیان رسېدل دي، چې له امله یې سوداګر له بهره د توکو د واردولو توان له لاسه ورکوي.
افغانستان هم له ورته یوه وضعیت سره مخ یا د طالبانو د پالیسیو په پایله کې مخ کېدونکی دی، ځکه د ټولنې یوې سترې طبقې خپلې عایداتي سرچینې له لاسه ور کړې دي، په اداري ګومارنو او اقتصادي فرصتونو کې ټول تمرکز پر یوې خاصې طبقې دي، چې هغه ملا او طالب دی او دغه وضعیت د تولنې ستره طبقه د طالبانو له ادارې نه بهر ساتلې ده. لږ ترلږه دا د ایران او افغانستان د اخوندي نظامونو د یو مخ ورته والی ښيي، خو په دومره توپیر، چې په ایران کې ددې وضعیت پر وړاندې عملا خلک را پورته شوي او په افغانستان کې یې یوازې په تخار او بدخشان ولایتونو کې نښې نښاني ښکاري، چې ډېری د سروزرو له کانونو سره تړاو لري.
په سیاسي لحاظ تر ټولو ستره پوښتنه دا ده چې د ایران هر احتمالي نوی نظام به له طالبانو سره څه ډول چلند غوره کړي.؟
که څه هم دا لا څرګنده نه ده چې روان اعتراضونه به د نظام په تغییر منتج شي او که نه، خو دا واقعیت چې ولس د یوه دیني او اېډیالوژیک جوړښت پر ضد راپورته شوی، دا احتمال پیاوړی کوي چې راتلونکی احتمالي حکومت به له ورته نظامونو سره، لکه د طالبانو حکومت، طبیعي نږدېوالی ونه لري.
که په ایران کې بدلون د امریکا او لوېدیځ په مستقیم یا غیرمستقیم ملاتړ رامنځته کېږي، نو ډېر احتمال شته چې نوی سیاسي جوړښت به د اوسني نظام له بنسټیزو ستنولکه سپاه پاسداران، استخباراتي شبکو او اېډیالوژیکو امنیتي جوړښتونو ځان جلا کړي.
طالبانو تر دې دمه له ایران سره د رسمي اتحاد پر ځای، پر غیررسمي تفاهماتو، متقابلو امتیازاتو او تاکتیکي زغم تکیه کړې ده.
د ایران د نظام بدلون به دا ټول ترتیبات له منځه یوسي او طالبان به له یوه داسې ګاونډي سره مخ کړي چې نه یوازې اېډیالوژیک ورته والی ورسره نه لري، بلکې ښايي د طالبانو پر وړاندې د بدیلو سیاسي او پوځي جریانونو ملاتړ ته هم چمتو وي.
د سیاسي چارو شنونکي جعفر رسولي په دې باور دی چې ایران په تېرو کلونو کې د طالبانو یو مهم سیاسي او اقتصادي ملاتړیپاتې شوی، خو که واک د هغو ډلو لاس ته ولوېږي چې د پخواني شاهي نظام یا لوېدیځ ملاتړ لري، نو له طالبانو سره د اړیکو دوام به ډېر کم احتمال ولري. طالبان په دې صورت کې د پاکستان او ایران دواړو له اړخه له انزوا سره مخ کېدای شي، یا دا، چې د پاکستان غوښتنو ته غاړه کیږدي او ددې انزوا اغیزې را کمې کړي.
په دې لړ کې بله مهمه مساله دا ده چې د ایران د اوسني حکومت ځینې مشران، امنیتي کسان او بانفوذه څېرې ښايي د بحران پر مهال افغانستان ته واوړي او دلته ځای پرځای شي. دا به د طالبانو لپاره یو نوی سیاسي او امنیتي بار وي او د طالبانو او د ایران د احتمالي نويو واکمنانو ترمنځ اړیکې به لا پسې ترینګلې کړي.
په ټوله کې امنیتي ننګونې، اقتصادي فشارونه، د طالبانو د سیمهییز دریځ کمزوري کېدل، د مخالفو جبهاتو پیاوړتیا او د ټولنیزې نارضایتۍ زیاتوالی هغه وړاندوینې دي چې افغانستان او واکمن طالبان ورسره مخ کېدای شي. په داسې حال کې چې هېواد لا له وړاندې له جدي اقتصادي، سیاسي او بشري ستونزو سره مخ دی، په ایران کې هر ډول ناڅاپي بدلون به د افغانستان پر راتلونکې دروند سیوری وغورځوي.