• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سږ کال له کندهار څخه بهر ته ۲،۵ ټنه شات صادر شوي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د روان کال په ترڅ کې له کندهار ولایت څخه ټولټال دوه نیم ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي. د یاد وزارت په وینا، دغه صادرات د شاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالي او د ریحان د کرنې د پراخېدو ښکارندویي کوي.

د طالبانو د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، یاد صادرات د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د مالدارۍ امریت د مسلکي مسوولینو د ارزونو پر بنسټ شوي دي.

د طالبانو د کرنې وزارت وایي، چې په وروستیو کلونو کې د شاتو د مچیو روزنې ته ځانګړې پاملرنه شوې او بزګرانو ته تخنیکي لارښوونې شوې دي.

د طالب چارواکو په وینا، د ریحان د کرنې پراخوالي د شاتو د تولید په لوړولو کې مهم رول لوبولی، ځکه د شاتو مچۍ له ریحان څخه د ګټې اخیستنې له لارې د لوړ کیفیت شات تولیدوي.

د دوی په وینا، د اقلیم مناسب شرایط او د بزګرانو هڅې هم د دې سکتور د ودې لامل شوې دي.

د طالبانو د کرنې وزارت همداراز ویلي، چې د شاتو صادرات نه یوازې د بزګرانو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه ده، بلکې کولی شي د هېواد پر صادراتي توازن او اقتصادي وده هم مثبت اغېز ولري.

دغه وزارت ټینګار کوي، چې هڅه به وکړي د مالدارۍ او شاتو د تولید برخې ته لا ډېره پاملرنه وکړي او بزګرانو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

په تلې میاشت کې د کندهار ولایت د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی و، چې په دغه ولایت کې هر کال شاوخوا ۴۵ ټنه شات تولیدېږي. د دغه ریاست په وینا، له دې ډلې ۶ټنه یې بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.

د روان کال په وږي میاشت کې د طالبانو د کرنې او اوبو لګونې وزارت وویل، چې اوس مهال په افغانستان کې د شاتو مچیو ۳ زره او ۲۰۰ فارمونه فعال دي چې هر کال ۲ زره او ۲۰۰ مټریک ټنه شات تولیدوي.

د شاتو مچیو یو شمېر پالونکي او کاروباریان باور لري چې د کېفیت له پلوه د افغانستان شات ځانګړي دي او باید د دغه سکټور د لا ودې لپاره کار وشي. د طالبانو د معلوماتو له مخې، تر ۳ زرو ډېر کسان د شاتو مچیو پر پالنه بوخت دي.

په افغانستان کې د شینشوبي تر څنګ د بېلابېلو بوټو شات تولیدېږي او کاروباریان هیله‌من دي د بیرې شاتو د ډېر تولید لپاره باید باغونه جوړ شي.

د شاتو مچیو پالنې ډېری فارمونه د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول ننګرهار او کونړ کې دي. همدا راز یادو ولایتونو کې د شاتو د پروسېس کارخونې هم شته چې څو څو ځله یې له نړۍوالو بازارونو سره د نښلېدو غوښتنې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) هم په افغانستان کې د شاتو مچیو د پالنې او کاروبارونو د پراختیا په برخه کې د ملاتړ ګڼې پروژې پلي کړې دي. دغه سازمان هیله‌مندي ښودلې چې په راتلونکو کلونو کې به دغه صنعت لا پراخ او پیاوړی شي.


ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

ای‌بي‌سي نیوز: د طالبانو فرمانونو د بمباریو او ځانمرګو بریدونو ځای نیولی

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۰

ای‌بي‌سي نیوز په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بېرته راګرځېدو څلور کاله وروسته، یوازې د جګړو بڼه بدله شوې او د هوايي بمباریو او ځانمرګو بریدونو پر ځای اوس د طالبانو فرمانونه د خلکو ژوند اغېزمنوي او قربانۍ ترې اخلي.

د راپور له مخې، که څه هم امنیت نور د افغانستان تر ټولو ستره ستونزه نه بلل کېږي، خو خلک له داسې بشري ناورین سره مخ دي چې د نړۍ له تر ټولو ناوړه ناورینونو شمېرل کېږي.

ای‌بي‌سي نیوز زیاتوي، دا وضعیت د بېلابېلو افتونو تر څنګ د طالبانو د سختو فرمانونو له امله لا پسې خراب او ژور شوی دی.

د دې امریکایي رسنۍ په وینا، د افغانستان ډېری وګړي لا هم د طالبانو د بندیزونو او محدودیتونو تر سخت فشار لاندې ژوند کوي. په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه په «ناوریني ډول» محدود شوي او هغوی له زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند څخه محرومې شوې دي.

راپور وایي، د افغانستان له نیمایي زیات نفوس په بشري مرستو متکي دی، خو له ۲۰۲۱کال راهیسې د مرستندویانو مالي ملاتړ په شدیده توګه را کم شوی دی. د ای‌بي‌سي نیوز په باور، دا کموالی د نړیوالو سیالیو، نورو نړیوالو بحرانونو او له طالبانو سره د لوېدیځ د نه لېوالتیا پایله ده.

په راپور کې همداراز راغلي، چې روان کال د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (یو اېس اېډ) نږدې بشپړ تړل کېدو، په افغانستان کې وضعیت لا پسې خراب کړی دی. له دې امله تر ۴۰۰ډېر روغتیایي مرکزونه تړل شوي او سلګونه زره افغانان له کافي خوړو او روغتیایي پاملرنې بې‌برخې شوي دي.

ای‌بي‌سي نیوز د ډاکترانو له قوله لیکلي، چې ماشومان د داسې ناروغیو له امله مري چې په بشپړه توګه د مخنیوي وړ دي. د راپور له مخې، دا تریخ حقیقت د کابل د اندرا ګاندي د ماشومانو په روغتون کې د خوارځواکۍ په څانګه کې په ښکاره ډول لیدل کېږي.

سرچینې: د طالبانو د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ۳۲ خپلوان او د یوې ولسوالۍ کسان ګومارلي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۸ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست سرچینو افغانستان انټرنشنل ته یو نوملړ سپارلی، چې له مخې یې د یاد ریاست رییس امین الله شریف په اړوندو ادارو کې ۳۲ تنه خپلوان او د خپلې ولسوالۍ کسان ګومارلي دي. په دغو ګومارنو کې د ولسوالیو مدیران او د دولتي روغتونونو امرین شامل دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست سرچینو نن یکشنبه ، د مرغومي پر ۲۱مه وویل، چې د یاد ریاست رییس امین الله شریف د ولسوالیو له امرینو نیولې د روغتونونو تر رییسانو پورې د یوې ولسوالۍ خلک او خپل نژدې خپلوان ټاکلي دي.

د خپلوانو له ډلې په ګومارنو کې ذبیح الله رووفي خوګیاڼی د نښتر روغتون رییس، خالد شیرزاد د ننګرهار انتاني روغتون رییس، محمد سعید شیرزاد د ننګرهار ملاریا مجادلې امر، احسان الله شیرزاد د ننګرهار ریاست عمومي مدیر، قدرت الله خوګياڼی د بررسۍ او قوانينو عمومي مدیر، ظهورالله خوګیاڼی د حوزوي روغتون اداري معاون، میرویس شاهین خوګياڼی د کنسر روغتون امر شامل دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، نوموړي د ننګرهار ولایت د ټولو ولسوالیو د روغتیا امرین له خبلې ولسوالۍ ټاکلي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ځینو مسوولینو وویل، چې ګومارل شوي کسان کاري وړتیا او تجربه نه لري او روغتیايي سیسټم یې له فلج کېدو سره مخ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملا هبت الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست څه موده وړاندې د طالبانو ټولو ملکي او نظامي ادارو ته لارښوونه کړې وه، چې د دې ډلې د مشر له فرمان څخه اطاعت وکړي، چې وايي، « د خپلوۍ او انډيوالۍ پر بنسټ دې په ادارو کې څوک نه ګوماري».

په دغه مکتوب کې، چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته هم رسېدلی و، ویل شوی وو، چې «د خپلوۍ له مخې د اشخاصو ګومارل د الله د نارضایتۍ او عذاب سبب کیږي».

سویډن له افغانستان سره له ۶ میلیونو ډالرو زیاتې مرستې وکړې

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۸ GMT+۰

د افغانستان لپاره ځانګړي اماني صندوق اعلان کړی چې سویډن شاوخوا ۶،۵ میلیونه ډالر له افغانستان سره مرسته کړې. د یاد صندوق په وینا، دغه مرسته به د بنسټیزو خدماتو د پراختیا، د اقتصادي او اقلیمي مقاومت د پیاوړتیا او د زیانمنو شویو او بې‌ځایه شویو ټولنو د ملاتړ په برخه کې ولګول شي.

د افغانستان لپاره ځانګړي اماني صندوق نن د یکشنبې په ورځ د سویډن له دې مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې دا مرسته به د اړمنو خلکو پر ژوند مثبت اغېز ولري.

دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله د ۲۰۲۶ کال لپاره د خپلې بودجي غوښتنه راکمه کړې ده.

اوچا ویلي، چې د راتلونکي کال لپاره یې د بودجې غوښتنه ۳۳میلیارده ډالرو ته راټیټه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وړاندیز شوې بودجه په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۴۷میلیارده ډالر وه، خو د نړیوالو بسپنه‌ورکوونکو د ملاتړ د کمښت له امله دا اندازه راټیټه شوې ده.

بشري بنسټونه ټینګار کوي چې افغانستان لا هم پراخو بشري مرستو ته اړ دی او د نړیوالو مرستو دوام د میلیونونو خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره حیاتي ارزښت لري.

طالبانو په خوست کې رسنۍ د مدرسو په غونډو کې له ویډیو اخېستلو څخه منع کړې

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۶ GMT+۰

په خوست کې ځینو افغان خبریالانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو ددغه ولایت په دیني مدرسو کې پر انځور او ویډیو اخېستو باندې بندیز لګولی دی. دوی زیاتوي، چې دوه ورځې وړاندې د خوست د جهادي مدرسې په کلنۍ دستاربندي کې خبریالانو ته د کمرو د وړلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

په خوست کې د ځايي رسنیو مسوولینو او خبریالانو نن یکشنبه، د مرغومي پر ۲۱مه وویل، چې ددغه ولایت امربالمعرف ریاست له ځايي رسنیو غوښتي، چې له دې وروسته له کمرو پرته د مدرسو په غونډو کې ګډون وکړي.

یو ځايي خبریال وویل:«طالبانو راته ویلي، چې د دوی د چارواکو د غونډې انځورونه او ویډیوګانې به نه اخلئ».

دوی همدراز زیاتوي، چې یوازې د طالبانو اړوند رسنیو د انځور او ویډیو اخیستلو اجازه درلوده.

له دې وړاندې په خوست کې د محلي رسنیو خبریالانو ته د طالبانو د والي ویاند او امنیه قوماندانۍ ویلي و، چې د امربالمعروف ریاست د امر پر اساس له دې وروسته خپلې ویډیوګانې او د ساکښو انځورونه نه ور کوي.

خوست ۲۴ ولایت دی، چې د ساکښو انځورونو پر خپرېدا پکې بندیز په رسمي ډول پلی کېږي.

طالبان دا بندیز د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ۱۷مې مادې پر بنسټ پلی کوي.

د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې د یاد بندیز د پلي کېدو د لړۍ له پیل راهیسې، تر دې دمه پر خوست سربېره په ۲۴ نورو ولایتونو پکتیا، کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر، لغمان، سرپل، بلخ او هرات کې هم یاد بندیز په رسمي ډول اعلان او پلي شوی دی.

د کابل پر کوڅو د تهران د لاریونونو د اغیزو احتمالي سیوری

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۰ GMT+۰

په ایران کې روان ولسي اعتراضونه، د نړیوالو فشارونو زیاتوالی او د احتمالي بهرنۍ مداخلې بحثونه د سیمې پر هېوادونو، په ځانګړي ډول پر افغانستان هم له ځان سره ژورې اغیزې درلودای شي. که روان وضعیت د ایران د اوسني نظام په سقوط تمامیږي، نو افغانستان به د دغه بدلون له اغېزو خوندي نه وي.

د ایران حکومت هڅه کوي چې له لاریون کوونکو سره خبرې اترې وکړي، خو د لاریونونو شمېر او شمېر ورځ تر بلې ډېریږي. تهران د لاریونونو د کنټرول په برخه کې د امریکا او لویدیز تر څار او فشار لاندې دی او د ډونالډ ټرمپ په اړه تازه رپوټ ورکړل شوی، چې پر تهران د برید لپاره ممکنه لارې چارې څیړي.

له امنیتي نظره، ایران او افغانستان اوږده او پېچلې پوله لري.

که د ایران مرکزي دولت کمزوری شي یا د واک انتقال په غیر منظم ډول ترسره شي، دا په لوېدیزو سرحدي سیمو کې د کنټرول تشه رامنځته کولای شي. دغه تشه به د ناقانونه تګ راتګ، د کډوالو د راستنېدو غیر منظم جریان، وسله والې سوداګرۍ، د وسله‌والو ډلو د تحرک او د طالبانو د مخالفو شبکو د بیا منسجمېدو لپاره مساعد چاپېریال برابر کړي.

د طالبانو مخالفې ډلې، چې دا مهال تر څار او فشار لاندې دي او د مانور ساحه یې محدوده شوې، کولای شي د ایران له احتمالي بې‌ثباتۍ څخه د امن جبهې په توګه استفاده وکړي، په ځانګړي ډول په هغو سرحدي ولایتونو کې چې د طالبانو کنټرول هلته لا هم له ننګونو سره مخ دی.

دا سناریو به طالبان دې ته اړ کړي چې هممهاله په څو امنیتي جبهو کې خپلې سرچینې ولګوي.

له بلې خوا، که په ایران کې بدلون د امریکا او لوېدیځ په ملاتړ رامنځته کېږي، نو دا تقریبا یقیني ده چې هغوی به داسې نوی نظام وغواړي چې د اوسني ایران پوځ، سپاه پاسداران او امنیتي ادارې پکې بنسټیز رول ونه لري. دا ډول رېښه‌يي بدلون به د سیمې امنیتي انډول بدل کړي او طالبان به له هغو غیررسمي امنیتي، استخباراتي اړیکو او تفاهماتو بې‌برخې کړي چې تر دې دمه یې له ایران سره لرل.

په دې توګه به د طالبانو لپاره سیمه‌ییز وضعیت لا ستونزمن او د سیاسي انزوا احتمال به یې زیات شي.

اقتصادي اغېزې ښايي تر ټولو ژر او پراخې وانګیرل شي.

ایران د افغانستان له سترو اقتصادي شریکانو ګڼل کېږي او د افغانستان بازار په بنسټیزو برخو لکه خوراکي توکو، ودانیزو توکواو سون توکو کې په پراخه کچه پر ایران متکي دی. دا اتکاء په ځانګړي ډول د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا او لارو تړل کېدو وروسته ډېره شوې ده. په همدې شرایطو کې ایران د افغانستان لپاره د توکو د وارداتو تر ټولو مهمه دروازه ګرځېدلې ده.

د افغانستان د پانګونې خونې د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۴ کال کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه څه باندې درې میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده. له دې ټولیز شمېر څخه غوڅ اکثریت د هغو ایراني توکو ارزښت جوړوي چې افغانستان ته وارد شوي دي او یوازې لږه برخه یې له افغانستان څخه ایران ته په صادر شویو توکو پورې اړه لري. دا شمېرې په څرګند ډول ښيي چې افغانستان په دې اقتصادي اړیکه کې یو وارداتي او له بهره ډېر متکي بازار دی.

دا په دې معنا ده چې په ایران کې هر ډول سیاسي، امنیتي یا اقتصادي بې‌ثباتي په ډېر لنډ وخت کې د کابل پر کوڅو مستقیم اغېز کولای شي. که په ایران کې تولید، لېږد رالېږد او یا ترانزیټ له ستونزو سره مخ شي، نو په افغانستان کې به د خوراکي توکو، سون توکو او ساختماني موادو کمی رامنځته شي او بیې به په بې‌ساري ډول لوړې شي. په داسې حال کې چې د پاکستان لارې تړلې دي او د منځنۍ اسیا لارې هم اوږدې او ګرانې دي، افغانستان د خپل بازار یو حیاتي شریک له لاسه ورکولای شي.

په ایران کې له روان وضعیت نه داسې ښکاري، چې د ټولنې د اکثریت وګړو لپاره د ژوند د لګښتونو پوره کول نږدې ناممکن شوي دي، د ژوند لګښتونه په بې‌ساري ډول لوړ شوي او د دې یو اصلي لامل د ملي اسعارو ارزښت ته سخت زیان رسېدل دي، چې له امله یې سوداګر له بهره د توکو د واردولو توان له لاسه ورکوي.

افغانستان هم له ورته یوه وضعیت سره مخ یا د طالبانو د پالیسیو په پایله کې مخ کېدونکی دی، ځکه د ټولنې یوې سترې طبقې خپلې عایداتي سرچینې له لاسه ور کړې دي، په اداري ګومارنو او اقتصادي فرصتونو کې ټول تمرکز پر یوې خاصې طبقې دي، چې هغه ملا او طالب دی او دغه وضعیت د تولنې ستره طبقه د طالبانو له ادارې نه بهر ساتلې ده. لږ ترلږه دا د ایران او افغانستان د اخوندي نظامونو د یو مخ ورته والی ښيي، خو په دومره توپیر، چې په ایران کې ددې وضعیت پر وړاندې عملا خلک را پورته شوي او په افغانستان کې یې یوازې په تخار او بدخشان ولایتونو کې نښې نښاني ښکاري، چې ډېری د سروزرو له کانونو سره تړاو لري.

په سیاسي لحاظ تر ټولو ستره پوښتنه دا ده چې د ایران هر احتمالي نوی نظام به له طالبانو سره څه ډول چلند غوره کړي.؟

که څه هم دا لا څرګنده نه ده چې روان اعتراضونه به د نظام په تغییر منتج شي او که نه، خو دا واقعیت چې ولس د یوه دیني او اېډیالوژیک جوړښت پر ضد راپورته شوی، دا احتمال پیاوړی کوي چې راتلونکی احتمالي حکومت به له ورته نظامونو سره، لکه د طالبانو حکومت، طبیعي نږدېوالی ونه لري.

که په ایران کې بدلون د امریکا او لوېدیځ په مستقیم یا غیرمستقیم ملاتړ رامنځته کېږي، نو ډېر احتمال شته چې نوی سیاسي جوړښت به د اوسني نظام له بنسټیزو ستنولکه سپاه پاسداران، استخباراتي شبکو او اېډیالوژیکو امنیتي جوړښتونو ځان جلا کړي.

طالبانو تر دې دمه له ایران سره د رسمي اتحاد پر ځای، پر غیررسمي تفاهماتو، متقابلو امتیازاتو او تاکتیکي زغم تکیه کړې ده.

د ایران د نظام بدلون به دا ټول ترتیبات له منځه یوسي او طالبان به له یوه داسې ګاونډي سره مخ کړي چې نه یوازې اېډیالوژیک ورته والی ورسره نه لري، بلکې ښايي د طالبانو پر وړاندې د بدیلو سیاسي او پوځي جریانونو ملاتړ ته هم چمتو وي.

د سیاسي چارو شنونکي جعفر رسولي په دې باور دی چې ایران په تېرو کلونو کې د طالبانو یو مهم سیاسي او اقتصادي ملاتړیپاتې شوی، خو که واک د هغو ډلو لاس ته ولوېږي چې د پخواني شاهي نظام یا لوېدیځ ملاتړ لري، نو له طالبانو سره د اړیکو دوام به ډېر کم احتمال ولري. طالبان په دې صورت کې د پاکستان او ایران دواړو له اړخه له انزوا سره مخ کېدای شي، یا دا، چې د پاکستان غوښتنو ته غاړه کیږدي او ددې انزوا اغیزې را کمې کړي.

په دې لړ کې بله مهمه مساله دا ده چې د ایران د اوسني حکومت ځینې مشران، امنیتي کسان او بانفوذه څېرې ښايي د بحران پر مهال افغانستان ته واوړي او دلته ځای پرځای شي. دا به د طالبانو لپاره یو نوی سیاسي او امنیتي بار وي او د طالبانو او د ایران د احتمالي نويو واکمنانو ترمنځ اړیکې به لا پسې ترینګلې کړي.

په ټوله کې امنیتي ننګونې، اقتصادي فشارونه، د طالبانو د سیمه‌ییز دریځ کمزوري کېدل، د مخالفو جبهاتو پیاوړتیا او د ټولنیزې نارضایتۍ زیاتوالی هغه وړاندوینې دي چې افغانستان او واکمن طالبان ورسره مخ کېدای شي. په داسې حال کې چې هېواد لا له وړاندې له جدي اقتصادي، سیاسي او بشري ستونزو سره مخ دی، په ایران کې هر ډول ناڅاپي بدلون به د افغانستان پر راتلونکې دروند سیوری وغورځوي.