د ایران د پارلمان رییس: ټرمپ او د هغه سیمهییز متحدان دې ناسمه محاسبه نه کوي

د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف خبرداری ورکړی، که امریکا پر ایران پوځي برید وکړي، نو اسراییل او د امریکا پوځي او سمندري مرکزونه به د تهران د مشروع هدف په توګه په نښه شي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران حکومت ته د معترضو کسانو د وژلو په تړاو خبرداری ورکړی او د خلکو د ملاتړ خبرې یې کړې دي. قالیباف وویل، د امریکا هر ډول پوځي اقدام به بېځوابه پاتې نه شي.
د ایران د پارلمان رییس زیاته کړه: «د مشروع دفاع په چوکاټ کې، موږ ځان یوازې تر برید وروسته غبرګون پورې نه محدودوو.»
هغه ټینګار وکړ چې دا پیغام ټرمپ او د هغه سیمهییزو متحدانو ته روښانه دی، څو «ناسمه محاسبه» ونه کړي.
قالیباف دا هم وویل چې ایران به د هر ډول ګواښ پر وړاندې د خپلې دفاع حق وکاروي او د دښمن د احتمالي اقدام په تمه به پاتې نه شي.
