رضا پهلوي: ټرمپ د ایران د خلکو زړورتیا لیدلې او د ملاتړ لپاره چمتو دی

د ایران د پخواني پاچا زوی رضا پهلوي وایي چې د ایران خلک یوازې نه دي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مېشت ایرانيان د هغوی غږ پورته کوي. هغه ټینګار کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایراني ولس د زړورتیا شاهد دی او د هغوی د ملاتړ لپاره چمتو دی.





