رضا پهلوي: واکمن نظام د ولس پر وړاندې د درېدو لپاره د ځواک له سخت کمښت سره مخ دی

شاهزاده رضا پهلوي وایي، د ایران واکمن نظام د خلکو د پراخو لاریونونو د مهارولو لپاره د ځواک له سخت کمښت سره مخ دی او د امنیتي بنسټونو ګڼ غړي د خلکو پر ضد د زور کارولو له امرونو سرغړونه کوي.