د اوکراین بهرنیو چارو وزیر: تهران هم پر خپل ولس زور کاروي او هم د روسیې جګړه پیاوړې کوي

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها وایي، د اوکراین پر وړاندې د روسیې د یرغل ملاتړ او د ایراني وګړو ځورونه د تهران د یوې داسې تګلارې برخه دي چې د تاوتریخوالي او انساني کرامت د نهدرناوي پر بنسټ ولاړه ده.






