• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له څو میاشتې ځنډونې وروسته؛ پاکستان له ټولو بندرونو د افغان توکو د ټرانزیټ اجازه ور کړې

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۸ GMT+۰

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په کراچۍ او ګوادر بندرونو او سرحدي نقطو کې د افغان سوداګرو بندپاتې توکو ته یې د صادورونکو د غوښتنې پر اساس د پاکستان له هر بندر څخه د بیا صادرولو اجازه ورکړې ده.

د وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا پرېکړه د پاکستان د فدرالي عوایدو بورډ د یو ځانګړی معافیت تر تصویب وروسته شوې ده. ددې معافیت موخه د بند پاتې ټرانزیټي مالونو د تصفیې او د هغوی د لېږد بهیر اسانه کول ښودل شوي دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دریو میاشتو راهیسې پر ډیورنډ کرښه تر سختو نښتو وروسته له پاکستان سره د افغانستان ټولې لارې تړل شوې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه ولاړه ده.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د هرات والي له کورنیو رسنیو د هر اړخیز ملاتړ خبر ور کړی

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د هرات والي مولانا اسلام جار وایي چې طالبان د کورنیو رسنیو هر اړخیز ملاتړ کوي. هغه له خبریالانو وغوښتل چې د «اسلامي شریعت د اصولو په چوکاټ کې» خپرونې وکړي او د محتوا د تولید او د فکري روزنې په بهیر کې له علماوو او د پوهنتون له استادانو ګټه واخلي.

د طالبانو د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر د سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې اسلام جار دغه څرګندونې د هرات د ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر له لوري د «اسلامي ټولنې پر وړاندې د رسنیو رول» تر سرلیک لاندې درې ورځني علمي او فرهنګي سمینار کې کړې دي.

نوموړي همدارنګه ټینګار کړی چې خبریالان دې د محتوا د تولید او د فکري روزنې په بهیر کې له علماوو او د پوهنتون له استادانو څخه ګټه واخلي او د صداقت، امانتدارۍ او ټولنیزې مسوولیت‌پذیرۍ په رعایت سره دې د حقایقو بیان ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي و، په ۲۰۲۵ کال کې یې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي او د رسنیو ازادۍ د سلب لږترلږه ۲۰۵ پېښې ثبت کړې دي.

دغه مرکز په خپل کلني رپوټ کې ویلي و، چې د تېر کال پرتله دغه پېښې نږدې درېیمه برخه ډېرې شوې دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې دوه د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، درې ټپیان شوي او همدا راز د ۱۶۶ خبریالانو د ګواښل کېدو او ۳۴ نورو د نیول کېدو خبر ورکړ شوی دی.

د طالبانو ادعا؛ ترکیه په جوزجان کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د سمنټو فابریکه جوړوي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۲ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې ‏د جوزجان ولایت مقام خبر ور کړی چې ددې ډلې د جوزجان والي عبدالله سرحدي د ترکیې له سرکونسل مراد دیکمن سره لیدلي او ترکیه به ژر په دغه ولایت کې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړه کړي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د خبر له مخې، ددې ډلې د جوزجان والي عبدالله سرحدي د ترکیې له دولت څخه مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې ترکیه دې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې هم خپلې همکارۍ دوامدارې وساتي.

تر اوسه پورې د ترکیې سفارت د طالبانو ددې ادعا په اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې.

که څه هم ترکیه له طالبان سره نژدې اړیکې پالي او په دغه هېواد کې د افغانستان سیاسي استازولی ددې ډلې په واک کې ده، خو تروسه دا ډله په رسمیت نه پېژني.

طالبانو د زابل په مرکز کې په زېړو بوشکو کې په لاس جوړ ماینونه موندلي دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لامدې له پېښو سره د مبارزې امادګۍ اداره وايي، چې د زابل مرکز کلات اړوند اومکي کلي کې د ماین پاکۍ د عملیاتو په ترڅ کې څلور په لاس جوړ شوي ماینونه موندل شوي. طالبانو ددې پیښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، چې دا ماینونه کومې ډلې ځای پر ځای کړي ول.

د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو سره د سرک غاړې ماینونو او په ځانګړي توګه په زېړو بوشکو کې ځای پر ځای شويو ماینونو راپورونه کم ورکول کېږي.

طالبانو ددې پیښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، چې دا ماینونه کومې ډلې ځای پر ځای کړي ول.

طالبانو له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې د جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې په لاس له جوړو شویو بوشکه‌يي ماینونو ډېره استفاده کوله او اوس د ماین پاکۍ موسسې تر ډېره د دغو بوشکه‌يي (زېړو بوشکو) ماینونو پر موندلو او شنډولو بوخت دي.

طالبانو په یاده شل کلنه دوره کې د جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو د تاسیساتو د ورانولو او همداراز د نظامي کاروانونو د ډب کولو په موخه په لاس جوړو شویو بوشکه‌يي ماینونو څخه ډېره استفاده کوله او لا هم د هېواد په هره سیمه کې دغه ماینونه پاتې دي او کله نا کله د سیمې خلک یې قربانیان وي.

د راپورونو له‌مخې، د ماین پاکۍ موسسې هم په ډېرو لوړو قراردادونو سره د طالبانو دغه د ژېړو بوشکو ماینونه کشف او شنډوي.

له دې وړاندې هم د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ویلي و، چې د ماین پاکۍ له یوې موسسې سره یې په همکارۍ د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې ۸ بوشکه‌يي ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

هند وايي چې له افغانستان سره یې سوداګري نه ده درولې

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۰

د هند حکومت د سې شنبې په ورځ د یو شمېر پاکستاني رسنیو دا ادعاوې رد کړې، چې ګني نوي ډیلي د ایران د وضعیت له امله له افغانستان سره سوداګري درولې ده. ايران په اوس وخت کې د هېواد په کچه پراخې مظاهرې تجربه کوي.

د هند د رښتیا درواغ معلومولو یوې پاڼې ویلي، چې « د پاکستاني تبلیغاتي حسابونو له لوري یو جعلي لیک خپرېږي، چې په ناسم ډول ادعا کوي چې هند د ایران د بې ثباتۍ د زیاتېدو له امله له افغانستان سره خپل سوداګریز فعالیتونه لنډمهاله وځنډولي دي».

هندي رسنیو د هند د حکومت د کوم رسمي چارواکي، یا ادارې یادونه نه ده کړې.

د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال په ترڅ کې افغانستان ته د هند صادرات۳۱۸،۹۱ میلیون ډالره او واردات یې ۶۸۹،۸۱ میلیون ډالره وو.

«د ثواب لپاره مې وواژه»؛ په افغانستان کې هدفي وژنې څنګه پلان او ترسره کیږي؟

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۵۲ GMT+۰
•
رامین مظهر

افغانستان انټرنشنل په یوې پراخې څېړنې کې د اعترافونو یوې ټولګې، ویډیوګانو، رسمي اسنادو او د طالبانو د ادارې داخلي راپورونو ته لاسرسی موندلی، چې په څو ولایتونو کې په هدفي او ناقانونه وژنو کې د دغې ډلې د غړو مستقیم رول بربنډوي.

دغه اسناد ښيي چې دا وژنې وې، کومې بېلابېلې تصادفي پېښې نه وې، بلکې د منظم تاوتریخوالي د یوه پلان برخه وې، چې د طالبانو د استخباراتي او امنیتي چارواکو په امر، د دولتي وسلو په کارولو او د رسمي دندې پر مهال ترسره شوې دي.

په دې راپور کې د څو مشخصو قضیو جزیات څېړل شوي، چې د دغه مرګوني بهیر بڼه لا ښه روښانه کوي. افغانستان انټرنشنل دا ویډیوګانې او سندونه د هرات، سمنګان او بغلان په ولایتونو کې د طالبانو په اداره کې له دننه سرچینو ترلاسه کړي دي.

موږ لږ تر لږه پنځه ویډیوګانې د هدفي وژنو د عاملانو د اعترافونو او همدارنګه د دغو وژنو په تړاو د طالبانو د ادارې یو شمېر رسمي اسناد او دولتي راپورونه ارزولي دي.

د دغو وژنو امر د طالبانو د استخباراتي او امنیتي چارواکو له لوري ورکړل شوی او عاملانو د دولتي وسلو په کارولو، د رسمي دندې پر مهال دا وژنې ترسره کړې دي.

د وژنو د عاملانو ویډیويي اعترافونه ښيي چې ډېری قربانیان له دقیقې پلټنې پرته، یوازې د اوازو، د «جاسوسۍ» د تور یا د مالي انګېزې له امله وژل شوي دي.

دا څېړنه ښيي چې طالبان ان په هغو مواردو کې هم چې عاملان یې ددې ډلې د غړو له منځه پېژندل شوي او نیول شوي دي، موضوع پټه ساتلې او خلکو ته یې روښانه معلومات نه دي ورکړي.

په یو شمېر قضیو کې، قاتلان تر نیول کېدو وروسته له عادلانه محاکمې پرته خوشې شوي؛ هغه هم د قربانیانو پر کورنیو د فشار له لارې، څو د بښنې سند لاسلیک کړي او د خون نها قیمت واخلي.

دغه موارد ښيي چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې، د عدالت نشتون، له سزا څخه د پراخ معافیت او د خپلواک قضايي بهیر د ړنګېدو له امله، د هدفي وژنو دا بهیر لا هم دوام لري او طالبان د دې قضیو د عاملانو په اړه خلکو ته سپیناوی نه ورکوي.

په هرات کې د طالبانو درې غړي یو صراف وژني

افغانستان انټرنشنل هغو ویډیوګانو ته لاسرسی موندلی چې پکې ښکاري، د طالبانو دوه غړي د احمدشاه نوري د وژلو اعتراف کوي. احمدشاه نوري شاوخوا ۴۰ورځې وړاندې په هرات کې وژل شوی و.

ښاغلی نوري د چهارشنبې په ورځ، د قوس میاشتې په ۱۲مه، له خپلې کورنۍ سره په موټر کې د هرات ښار ـ ګلران ولسوالۍ پر لاره روان و، چې دوو وسله والو موټرسایکل‌سپرو کسانو یې موټر ودراوه. وسله والو هغه له موټره راښکته کړ او په ډزو یې وواژه.

دا وژنه د احمدشاه نوري د کورنۍ د غړو په وړاندې ترسره شوې ده.

احمدشاه نوري، صراف، د چهارشنبې په ورځ د قوس په ۱۲مه په هرات کې ووژل شو
100%
احمدشاه نوري، صراف، د چهارشنبې په ورځ د قوس په ۱۲مه په هرات کې ووژل شو

د طالبانو د استخباراتو یوه مامور د قتل فرمان صادر کړی و

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې ددې قتل امر د بادغیس ولایت د طالبانو د استخباراتو ریاست د شفر آمر، ګل‌اقا، له خوا صادر شوی دی.

د طالبانو د ادارې اسناد څرګندوي چې لږ تر لږه درې د طالبانو غړي د دې ترور په طرحه او عملي کولو کې ښکېل وو: ګل‌اقا، د بادغیس د طالبانو د استخباراتو ریاست د شفر امر، د قتل فرمان ورکړی و او دوه نور طالبان چې «عزیز نصرت» او «نجم‌ الدین» نومېږي، د ترور دا عملیات یې د دولتي وسلو په کارولو سره ترسره کړي دي.

د ترور له پېښې شاوخوا ۴۰ورځې وروسته، افغانستان انټرنشنل هغو ویډیوګانو ته لاسرسی موندلی چې پکې د برید طراح او د قتل یو عامل د هرات د یوه ځایي صراف د ترور اعتراف کوي.

په لومړۍ ویډیو کې، ګل‌اقا د نصرالدین زوی، چې د بادغیس ولایت د عمرزیو کلي اصلي اوسېدونکی او د طالبانو د استخباراتو ریاست د شفر آمر دی، اعتراف کوي چې «پنځه یا شپږ میاشتې وړاندې» یې د طالبانو د استخباراتو له یوه کارکوونکي «عزیز نصرت» سره د احمدشاه د وژلو پلان جوړ کړی و. ګل‌اقا په دې ویډیو کې وایي چې هغه عزیز نصرت ته یو موټرسایکل ورکړی و، ترڅو پرې احمدشاه ووژني.

هغه زیاتوي: «اوس زه اعتراف کوم چې احمدشاه وژل شوی دی.»

نوموړی همداراز وایي چې له عزیز نصرت سره یې ژمنه کړې وه چې د قتل له ترسره کېدو ۲۰ورځې وروسته به ورته د انعام په توګه یو میلیون افغانۍ ورکوي.

عزیز نصرت معلومه کړه، چې احمدشاه نوري، صراف، د هرات ګلران ولسوالۍ ته تګ راتګ لري. له همدې امله، عزیز د ښاغلي نوري د وژلو لپاره د طالبانو یو سرتېری د نجم‌الدین په نوم ټاکلی و، چې د هرات ښار – ګلران ولسوالۍ پر دروازه د «کمرکلاغ» په پوسته کې یې رسمي دنده ترسره کوله.

ګل‌آقا، د بادغیس ولایت د طالبانو د استخباراتو ریاست د شِفر آمر
100%
ګل‌آقا، د بادغیس ولایت د طالبانو د استخباراتو ریاست د شِفر آمر

د هغه کس څرګندونې چې ډزې یې کړې وې

«نجم ‌الدین» په یوې ویډیو کې اعتراف کړی چې عزیز نصرت ورته زنګ وهلی و څو د هرات د صراف د ترور په اړه ورسره خبرې وکړي.

نجم ‌الدین وایي، عزیز نصرت یوه ورځ د «محبس» په اداره کې ورته وویل چې احمدشاه نوري به پخوا طالبان د خپل موټر چلوونکي په وسیله وهل او زورول. هغه نجم ‌الدین ته ویلي و، چې اوس یې د [طالبانو] د مدیریت له لوري په رسمي ډول د دې سړي د وژلو امر ترلاسه کړی دی. نوموړي نجم ‌الدین ته وړاندیز وکړ چې د درې سوه زره افغانیو په بدل کې احمدشاه نوري ووژني.

نجم‌ الدین وایي، بالاخره یوه ورځ یې له عزیز نصرت سره د هراتي صراف پر لاره کې کمین ونیو او هغه یې وواژه.

هغه ویلي: «موږ په یوه هواره سیمه کې ودرېدو. وروسته هغوی [احمدشاه نوري او د هغه کورنۍ په موټر کې] راغلل او زموږ له مخې تېر شول. موږ هم [په موټرسایکل] بېرته د هغوی پسې لاړو، او بالاخره ما هغه وواژه.»

نجم‌الدین وایي چې پر احمدشاه نوري یې درې یا څلور مرمۍ ډزې کړي دي.

دغه طالب دولتي مامور تایید کړې چې احمدشاه نوري یې په خپله وسله وژلی دی. دا وژنه هغه مهال ترسره شوې چې نجم ‌الدین د طالبانو د امنیت د مامور په توګه د «کمرکلاغ» په پوسته کې د خپلو رسمي کاري ساعتونو پر مهال دنده ترسره کوله.

نجم‌الدین، د هرات په کمرکلاغ پوسته کې د طالبانو سرتېری
100%
نجم‌الدین، د هرات په کمرکلاغ پوسته کې د طالبانو سرتېری

د سمنګان ولایت د یوه قومي مشر وژل کېدل

د سمنګان ولایت د خُرم سرباغ ولسوالۍ یو قومي مشر، محمداکبر نیازی، د ۱۴۰۴لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۸مه، د پنجشنبې په ورځ، د سمنګان له مرکز ایبک ښار څخه تښتول شوی و.

ښاغلی نیازی د پنجشنبې په مازدیګر، د یوې ټلیفوني اړیکې له ترلاسه کولو وروسته له خپل کوره ووت. څلورو وسله‌والو کسانو هغه د کور له مخې وتښتاوه او بیا هېڅکله بېرته کور ته راستون نه شو. نیازی د یوې ولسي شورا مشر او د سمنګان له نامتو اس ‌لرونکو څخه و.

له تښتولو یوازې دوه ورځې وروسته، د شنبې په ماښام د ثور په ۲۰مه، د دغه قومي مشر په ډزو ویشتل شوی جسد د سمنګان د «کیپنه‌ ګرچه» له غره وموندل شو.

د دغه قومي مشر خپلوانو او نږدې کسانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نامعلومو وسله‌والو د پنجشنبې په ماښام شاوخوا اووه بجې، اکبر نیازی د یوې ناستې د ګډون په پلمه له خپل کوره وایست.

د هغه خپلوان وایي، لږ تر لږه شپږ مرمۍ د نوموړي په بدن لګېدلې وې او د شکنجې نښې هم د هغه پر جسد لیدل شوې دي.

د خُرم سرباغ ولسوالۍ د ولسي شورا د مشر خپلوان وایي، ښاغلي نیازي له هېڅ چا سره شخصي دښمني نه لرله.

اکبر نیازی د پخواني حکومت پر مهال د همدې ولسوالۍ د ولسي شورا د مشر او د ګذر وکیل په توګه دنده ترسره کړې وه. د دې قومي مشر له زامنو څخه یو هم د پخواني حکومت پر مهال د سمنګان په مستوفیت کې کار کاوه.

محمد اکبر نیازی، د سمنګان یو قومي مشر چې د ۱۴۰۴ کال د ثور په میاشت کې ووژل شو
100%
محمد اکبر نیازی، د سمنګان یو قومي مشر چې د ۱۴۰۴ کال د ثور په میاشت کې ووژل شو

د قاتل نښې د طالبانو تر استخباراتو رسېږي

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د جنایي تخنیک څانګې یوه رسمي لیک لاس ته راوړی، چې ښيي د سمنګان قومي مشر اکبر نیازی د طالبانو د یوه غړي په تومانچه وژل شوی دی.

له دې پېښې وروسته، طالبانو لږ تر لږهخپل درې غړي د دې وژنې په تړاو نیولي دي. له نیول شویو کسانو څخه دوه تنه د طالبانو د استخباراتو کارکوونکي دي، چې غلام‌سخي (په اسامه مشهور) او عبدالصبور سیرت نومېږي. درېیم کس نقیب‌الله دی، چې د سمنګان د طالبانو د امنیې قومندانۍ د ورکشاپ آمر و. دا درې واړه د سمنګان ولایت اوسېدونکي دي.

سمنګان ولایت کې د یوه قومي مشر د قتل په شک، د طالبانو د استخباراتو غړی غلام‌ سخي نیول شوی دی
100%
سمنګان ولایت کې د یوه قومي مشر د قتل په شک، د طالبانو د استخباراتو غړی غلام‌ سخي نیول شوی دی
سمنګان ولایت کې د یوه قومي مشر د قتل په شک، د طالبانو د پولیسو د قومندانۍ مامور نقیب‌الله نیول شوی دی
100%
سمنګان ولایت کې د یوه قومي مشر د قتل په شک، د طالبانو د پولیسو د قومندانۍ مامور نقیب‌الله نیول شوی دی
سمنګان ولایت کې د یوه قومي مشر د وژنې په شک، د طالبانو د استخباراتو غړی عبدالصبور سیرت نیول شوی دی
100%
سمنګان ولایت کې د یوه قومي مشر د وژنې په شک، د طالبانو د استخباراتو غړی عبدالصبور سیرت نیول شوی دی

د رسمي اسنادو له مخې، د وژنې تر پېښې وروسته د طالبانو استخباراتو د غلام‌ سخي یوه مکاروف تومانچه د XAM3998 شمېرې سره، دوه شاجورونه چې ۱۳مرمۍ پکې وې، او د هغه شخصي وسایل ضبط کړي دي.

د طالبانو د استخباراتو د مامور غلام‌سخي وسله ضبط شوې ده
100%
د طالبانو د استخباراتو د مامور غلام‌سخي وسله ضبط شوې ده

یاده وسله له مرمیو، پوچکونو او نورو بېلګو سره د تخنیکي او علمي څېړنو (بالستیکي او بیولوژیکي) لپاره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت جنایي څانګې ته لېږل شوې ده.

څېړنو ښودلې چې پنځه موندل شوي پوچک او دوه سره مرمۍ ټولې له یوې وسلې ویشتل شوې دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت کارپوهانو د مایکروسکوپ په وسیله ثابته کړې، چې دا مرمۍ دقیقاً له هماغې ضبط شوې مکاروف تومانچې ویشتل شوې دي.

همداراز، د تومانچې د نل دننه څېړنې ښيي چې دا وسله تر دې مخکې هم کارول شوې او ترې ډزې شوې دي.

په وروستۍ پایله کې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت جنایي څانګې اعلان کړی، چې ټول شواهد دا ثابتوي چې ډزې د XAM3998 شمېرې لرونکې مکاروف تومانچې څخه شوې دي او همدا وسله د اکبر نیازی په وژنه کې کارول شوې ده.

100%

د طالبانو غړو دوه کسان په بغلان کې ووژل او وروسته خوشې شول

د سنبلې په میاشت کې په بغلان ولایت کې د یوې کورنۍ دوه غړي، حکمت‌الله او ګل‌ محمد، د ډزو په پایله کې ووژل شول. حکمت‌الله او ګل‌محمد په خپل منځ کې کاکا او وراره تړاو درلود.

له بغلان څخه سرچینو ویلي چې د طالبانو غړي مولوي مجید د بل کس د وژنې امر صادر کړی و، خو هغه طالب غړي چې د ترور د ترسره کولو مسوولیت ور تر غاړه و، په تېروتنه کې یې پر دوو نورو کسانو ډزې وکړې او هغوی یې ووژل.

حکمت الله او ګل چې په بغلان کې وژل شوي
100%
حکمت الله او ګل چې په بغلان کې وژل شوي

افغانستان انټرنشنل د حکمت‌الله او ګل ‌محمد په وینو لړل شوو جسدونو انځورونه لیدلي دي.

افغانستان انټرنشنل لږ تر لږه درې نورې ویډیوګانې هم څېړلې دي چې پکې د طالبانو غړي په بغلان ولایت کې د یوه کاکا او وراره د وژلو اعتراف کوي.

د حمدالله اعتراف چې په معتصم مشهور دی

حمدالله (چې په معتصم مشهور دی)، د محمدالله زوی او په بغلان کې د طالبانو د یوې ډلګۍ مشر، په یوه ویډیو کې اعتراف کوي چې د حکمت‌الله په وژنه کې یې لاس درلود. هغه په ویډیو کې وایي چې د حکمت‌الله په وژنه کې شامل و، خو زیاتوي چې ډزې نور کسانو کړې دي.

نوموړی د ویډیو په لړ کې وایي چې دا کار یې «د مولوي صاحب او کمېسیون په اجازه» ترسره کړی دی.

دغه طالب غړی وایي چې د وژنې امر یې د «موسی» په نوم کس او د طالبانو د کمېسیون له غړي مولوي مجید څخه تر لاسه کړی و. د هغه په وینا، دوی ترې غوښتنه کړې وه چې دا کس په پټه ووژني، ترڅو څوک ترې خبر نه شي.

حمدالله وایي چې حکمت‌الله یې درې مرمۍ ویشتلی دی، خو زیاتوي: «وروسته نه پوهېدم چې ژوندی پاتې شو که مړ شو.»

هغه په دې ویډیو کې دا هم وایي چې د ګل‌محمد په وژنه کې یې لاس نه درلود.

په ویډیو کې د طالبانو د یوه بل غړي غږ هم اورېدل کېږي چې وایي شاهدانو هم د حکمت‌الله په وژنه کې د حمدالله د لاس‌ لرلو په اړه شاهدي ورکړې ده.

حمدالله (مشهور په معتصم) په بغلان کې د طالبانو ډلګی مشر
100%
حمدالله (مشهور په معتصم) په بغلان کې د طالبانو ډلګی مشر

«ما په وژنه کې برخه واخیسته څو ثواب تر لاسه کړم»

حنظله، د شمس‌الدین زوی او د بغلان ولایت د پلخمري اوسېدونکی، د ګل‌محمد په وژنه یې اعتراف کړی دی.

هغه وایي چې د طالبانو د یوې ډلکۍ مشر دی، دوه میله وسله لري او درې کسان یې تر قومندې لاندې دي. حنظله په دې ویډیو کې وایي چې وسله یې د «اخندزاده مجید» په نوم کس څخه تر لاسه کړې ده.

حنظله وایي: «د ګل د وژنې له امله نیول شوی یم. ما پر لومړي کس ډزې وکړې خو ونه لګېده. وروسته موسی هغه کلک ونیو او ما پرې ډزې وکړې.»

هغه د وژنې د انګېزې په اړه وایي چې اورېدلي یې وو دغه کس «جاسوس» دی. د هغه په وینا، «د موسی او حمیدالله په نوم دوو مجاهدینو راته وویل چې دا کسان د امنیت خلک دي، راځه چې ویې وژنو. ما ترې وپوښتل چې کوم شاهد او اسناد لرئ که نه؟ هغوی راته وویل چې مولوي مجید د کمېسیون له لوري موږ ته ویلي چې دوی ووژنو، خو دا کار باید په پټه وشي، څو بل څوک پرې خبر نه شي.»

حنظله ټینګار کوي چې په دې وژنه کې یې ځکه برخه اخیستې ده چې «ثواب» تر لاسه کړي.

حنظله، په بغلان کې د طالبانو ډلکی مشر
100%
حنظله، په بغلان کې د طالبانو ډلکی مشر

مولوي موسی وایي: ما مشوره ورکړې وه، خو د وژنې اجازه مې نه وه ورکړې

په یوې جلا ویډیو کې حمدالله، د بغلان د طالبانو د تصفیې کمېسیون غړی مولوي موسی تورنوي چې د وژنې امر یې ترې اخیستی و. هغه وایي، ملا موسی ورته ویلي وو: «وژنه وکړئ، خو په پټه یې وکړئ، ترڅو څوک خبر نه شي او د قتل تور درباندې ونه لګېږي.»

خو مولوي موسی دا تورونه ردوي او د وژنې د امر صادرول تکذیبوي. هغه وایي: «د وژنې اجازه یو څه ده او مشوره بل څه ده!»

سره له دې چې حمدالله ادعا کوي چې موسی په یوه دیني مدرسه کې ورته ویلي وو چې یاد کس جاسوس دی او باید ووژل شي، خو دا کار باید پټ ترسره شي ترڅو څوک پرې خبر نه شي. هغه ټینګار کوي چې حاضر دی پر قران لاس کېږدي او قسم وخوري.

خو موسی وایي، حمدالله دغه کس د شخصي ستونزو له امله وژلی دی.

له بغلان څخه سرچینې وایي، د دې تورونو له راپورته کېدو وروسته موسی په تېښته بریالی شوی او طالبانو تر اوسه د هغه د نیول کېدو په اړه کوم معلومات نه دي ورکړي.

موسی، په بغلان د طالبانو د تصفیې کمیسیون غړی
100%
موسی، په بغلان د طالبانو د تصفیې کمیسیون غړی

د حقاني سلاکار د وژل شوي کورنۍ څخه بښنه ترلاسه کړه او قاتل خوشي شو

افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي معلومات ښيي، چې طالبانو د بغلان د دوو اوسېدونکو، حکمت‌الله او گل ‌محمد په وژنه کې لاس لرونکي کسان خوشي کړي دي.

له بغلان څخه سرچینې وایي، طالبانو د قربانیانو له کورنۍ غوښتنه وکړه چې د وینې د بدل په بدل کې د بښنې سند لاسلیک کړي. سرچینې زیاتوي چې هغوی ته هم خبرداری ورکړل شوی و چې په دې اړه له رسنیو سره خبرې ونکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې دولتي افغانستان ملي ټلویزیون راپور ورکړی، چې «هغه دښمني چې د یوه قتل له امله رامنځته شوې وه، په یوه قومي غونډه کې د سولې او پخلاینې له لارې پای ته ورسیده او د قاتل کورنۍ د تاوان په توګه دوه میلیونه او پنځه سوه زره افغانۍ د وژل شوي کورنۍ ته ورکړې.»

د دولتي رسنۍ د راپور له مخې، ملا محمد یونس مخلص، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني سلاکار، د «بښنې» زمینه برابره کړه. ښاغلي مخلص ویلي، ډېرې هڅې یې کړي چې د وژل شوي کورنۍ زامن قانع کړي، خو هغوی قناعت نه شو ترلاسه کولی. خو اوس الحمدالله د وژل شوي کورنۍ زوی لوی شوی او د مسوولیت وړ دی، نو د مشرانو پرېکړه وشوه چې د حنظله کورنۍ د شهید گل وارثینو ته ۲۵لکه افغانۍ ورکړي.

عبدالمتین، د حنظله د کورنۍ غړی، د حنظله د خوشي کېدو زمینه برابرولو لپاره د حقاني سلاکار څخه مننه کړې ده.

محمد یونس مخلص د سراج الدین حقاني سلاکار د حنظله د بخښنې په جرګه کې
100%
محمد یونس مخلص د سراج الدین حقاني سلاکار د حنظله د بخښنې په جرګه کې

پایله:

دغه راپور ښيي چې د ۱۴۰۰هجري لمریز کال د اسد میاشتې وروسته هدفي وژنې یوازې اتفاقي پېښې نه وې، بلکې د طالبانو په جوړښت کې یو سیسټماتیکه بې‌ رحمانه کړنلاره، د ځواک ناوړه استعمال او پټ فعالیتونه وو؛ یوه داسې کړنلاره چې د بشر د حقونو پراخه سرغړونه او په ټولنه کې د وېرې خپرېدو سبب شوې ده.

د طالبانو د لوړپوړو چارواکو مداخله د قاتلانو د خوشې کولو لپاره، د «جرګې او پیسو» په بدل کې د محکمې ځای نیول او د قضایي بهیر له منځه وړل، د سزا نه معافیت نهادینه کېدل څرګندوي.

د ۱۴۰۰هجري کال د اسد میاشتې وروسته هدفي او غچ اخیستونکې وژنې په افغانستان کې د بشري حقونو یو له جدي او دوامداره سرغړونو څخه وې. دغه وژنې اکثراً په پټه، د شفافې قضایي تعقیب پرته او د قاتلانو په مصونیت او د وېرې په فضا کې ترسره شوې دي.

د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو کارکوونکي، قومي او مذهبي لږکۍ لکه اسماعیلیان، د پنجشیر اوسېدونکي، قومي مشران، مدني فعالان، خبریالان او د طالبانو مخالفین د دې وژنو اصلي قربانیان دي. په ډېرو پېښو کې قربانیان د مخکې له مخکې ګواښونو یا د طالبانو ادارو ته د احضار وروسته وژل شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونه او د قربانیانو کورنۍ طالبان د دې وژنو اصلي عاملین یا مستقیم مسوولین ګڼي. ملګرو ملتونو په څو راپورونو کې څرګنده کړې چې طالبان د دې ډلې د مشر ملا هبت‌الله آخندزاده له خوا صادر شوی د «عام بښنې» له حکم سرغړونه کړې، او د دې ډلې غړي د غچ اخیستونکو وژنو، خپل سري نیونې، شکنجې او جبري ورکولو په قضیو کې لاس لري.

د یو خپلواک قضایي نظام نه شتون، د رسنیو شدید محدودیت او د خبریالانو ګواښونو سبب شوي چې ډېری وژنې نه ثبت او نه هم وڅېړل شي. د قربانیانو کورنۍ اکثر د غچ یا د طالبانو د فشار له وېرې څخه په ښکاره ډول شکایت یا خبرې نه کوي.

تر اوسه د طالبانو تر واک لاندې د هدفي وژنو د ټولو قربانیانو دقیق شمېر نه دی خپور شوی. خو د رسنیو راپورونه او د نړیوالو سازمانونو څېړنې ښيي چې د وژل شویو شمېر احتمالاً زرګونو ته رسېدلی دی. د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام به د سزا نه معافیت فرهنګ پیاوړی کړي او په افغانستان کې د بشر د حقونو بحران به ژور کړي.

په ورته وخت کې، طالبان تل د دې وژنو په پلان کېدو کې د لاس لرلو انکار کړی، خو تر اوسه د دې وژنو په اړه هېڅ شفافه، خپلواکه او د باور وړ څېړنه نه ده ترسره شوې او اصلي عاملین د عدالت پر وړاندې نه دي راښکاره شوي.