د دغو وژنو امر د طالبانو د استخباراتي او امنیتي چارواکو له لوري ورکړل شوی او عاملانو د دولتي وسلو په کارولو، د رسمي دندې پر مهال دا وژنې ترسره کړې دي.
د وژنو د عاملانو ویډیويي اعترافونه ښيي چې ډېری قربانیان له دقیقې پلټنې پرته، یوازې د اوازو، د «جاسوسۍ» د تور یا د مالي انګېزې له امله وژل شوي دي.
دا څېړنه ښيي چې طالبان ان په هغو مواردو کې هم چې عاملان یې ددې ډلې د غړو له منځه پېژندل شوي او نیول شوي دي، موضوع پټه ساتلې او خلکو ته یې روښانه معلومات نه دي ورکړي.
په یو شمېر قضیو کې، قاتلان تر نیول کېدو وروسته له عادلانه محاکمې پرته خوشې شوي؛ هغه هم د قربانیانو پر کورنیو د فشار له لارې، څو د بښنې سند لاسلیک کړي او د خون نها قیمت واخلي.
دغه موارد ښيي چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې، د عدالت نشتون، له سزا څخه د پراخ معافیت او د خپلواک قضايي بهیر د ړنګېدو له امله، د هدفي وژنو دا بهیر لا هم دوام لري او طالبان د دې قضیو د عاملانو په اړه خلکو ته سپیناوی نه ورکوي.
خو مولوي موسی دا تورونه ردوي او د وژنې د امر صادرول تکذیبوي. هغه وایي: «د وژنې اجازه یو څه ده او مشوره بل څه ده!»
سره له دې چې حمدالله ادعا کوي چې موسی په یوه دیني مدرسه کې ورته ویلي وو چې یاد کس جاسوس دی او باید ووژل شي، خو دا کار باید پټ ترسره شي ترڅو څوک پرې خبر نه شي. هغه ټینګار کوي چې حاضر دی پر قران لاس کېږدي او قسم وخوري.
له بغلان څخه سرچینې وایي، د دې تورونو له راپورته کېدو وروسته موسی په تېښته بریالی شوی او طالبانو تر اوسه د هغه د نیول کېدو په اړه کوم معلومات نه دي ورکړي.
د یو خپلواک قضایي نظام نه شتون، د رسنیو شدید محدودیت او د خبریالانو ګواښونو سبب شوي چې ډېری وژنې نه ثبت او نه هم وڅېړل شي. د قربانیانو کورنۍ اکثر د غچ یا د طالبانو د فشار له وېرې څخه په ښکاره ډول شکایت یا خبرې نه کوي.
تر اوسه د طالبانو تر واک لاندې د هدفي وژنو د ټولو قربانیانو دقیق شمېر نه دی خپور شوی. خو د رسنیو راپورونه او د نړیوالو سازمانونو څېړنې ښيي چې د وژل شویو شمېر احتمالاً زرګونو ته رسېدلی دی. د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام به د سزا نه معافیت فرهنګ پیاوړی کړي او په افغانستان کې د بشر د حقونو بحران به ژور کړي.
په ورته وخت کې، طالبان تل د دې وژنو په پلان کېدو کې د لاس لرلو انکار کړی، خو تر اوسه د دې وژنو په اړه هېڅ شفافه، خپلواکه او د باور وړ څېړنه نه ده ترسره شوې او اصلي عاملین د عدالت پر وړاندې نه دي راښکاره شوي.
په جینوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه ویلي، افغانستان د طالبانو تر واک لاندې یوازې له سیاسي او بشري ناورینونو سره نه؛ بلکې له یوې ژورې هویتي او وجودي کړکېچ سره هم مخ دی. هغه ټینګار کړی، چې طالبان د ولس استازي نه؛ بلکې «د فرهنګ قاتلان» دي.
اندېشه پر اېکس پاڼه لیکلي، «یو ملت د نېزې په زور نه؛ بلکې د هغو معناوو او مفاهیمو له لارې جوړېږي او بقا مومي، چې خلک یې د بېعدالتۍ، ظلم او تبعیض پر وړاندې سر نه ټیټوي.» د هغه په وینا؛ د طالبانو تاریخي بهیر په هېواد او سیمه کې پای ته رسېدلی او د یادې ډلې مشران په دې حقیقت ښه پوهېږي.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان د دولت ـ ملت هویت د سیاست پر ځای پر ګډ فرهنګ ولاړ و؛ داسې فرهنګ چې مېلمهپالنه، شعر، موسیقي، کیسهوینه، د ښکلا درناوی، د نوروز نمانځنه، د جوماتونو او کلاوو معمارۍ او له اسلامه انساني او معتدل تفسیر پهکې مرکزي ځای لاره.
اندېشه خبرداری ورکړی: «کله چې موسیقي منع شي، شعر سانسور شي، ښځې حذف شي، ژبې محدودې شي او تاریخ تحریف شي؛ ملت د ړنګېدو پر لور ځي». هغه همداراز ویلي، د طالبانو ایډیالوژي د افغانستان کثرت نه مني او هڅه کوي چې د افغانستان قومي، ژبني او جنسیتي تنوع د یوه سخت، یو اړخیز او تحمیلي هویت سره بدل کړي.
د هغه په وینا؛ د طالبانو واکمني یوازې سیاسي او ټولنیز شاتګ نه؛ بلکې «د فرهنګي رېښو پرې کېدل» دي او دغه ډله د دولت ـ ملت روح له دننه لهمنځه یوړه. اندېشه د هغو روڼاندو، خبریالانو پر رول هم سخته نیوکه کړې، چې د طالبانو تر څنګ ولاړ دي.
هغه ویلي، دغه فرصتطلبه هملاري «تر طالبانو هم ډېر ګناهګار دي» او ملت به یې «نه هېر کړي او نه وبښي». هغه په پای کې ټینګار کړی، چې د افغانستان بقا د ټولو خلکو لهخوا او په ټولو جبهو کې پر مقاومت ولاړه ده؛ «تر څو د ملت روح وژغورل شي او د افغانستان د دولت بقا په نړۍواله ټولنه کې تضمین شي».