طالبان وایي د ابو نصر فراهي بندر له لارې یې ۲۶ټنه بېکیفیته ودانیز توکي بېرته ګرځولي دي

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی، چې د فراه ولایت د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې یې ۲۶ټنه بېکیفیته ودانیز توکي بېرته صادرونکي هېواد ته ګرځولي دي.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی، چې د فراه ولایت د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې یې ۲۶ټنه بېکیفیته ودانیز توکي بېرته صادرونکي هېواد ته ګرځولي دي.
د یادې ادارې لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ګاډر (نوداني) دغه جوپه چې ټولیز وزن یې ۲۶ټنه و او د افغانستان له ملي معیارونو سره یې سمون نهلاره؛ بېرته ګرځولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد توکي تر کره ارزونې او د کیفیت له کنټرول وروسته د ابو نصر فراهي بندر له لارې بېرته صادرونکي هېواد ته واستول شول. که څه هم په خبرپاڼه کې د صادرونکي هېواد نوم نهدی یاد شوی؛ خو افغانستان ته د ابو نصر فراهي بندر له لارې توکي ډېری وخت له ایران نه واردېږي.


د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې ویلي، یو افغان چې په ناقانونه توګه امریکا کې مېشت دی او پخوا یې د خپلې خور د وژلو د هڅې په جرم د بند سزا هم تېره کړې؛ په نیویارک ایالت کې نیول شوی دی.
د یادې ادارې په وینا؛ ۳۹ کلن وحیدالله محمد د جنورۍ په لومړۍ نېټه د نیویارک په روچسټر ښار کې ونیول شو. نوموړي په ۲۰۰۸کال کې د چړې په ګوزارونو د خپلې پېغلې خور د وژنې هڅه کړې وه او د دغه جرم له امله یې لس کاله د بند سزا تېره کړې وه.
د راپور له مخې؛ محمد خپله خور ځکه په چړو وهلې وه، چې نوموړې به «نامناسبې جامې» اغوستلې او د شپې تر ناوخته به په «شپني کلپ» کې وه. ځایي چارواکي وایي، محمد په ۲۰۰۴کال کې په قانوني ډول امریکا ته تللی و؛ خو د جزايي محکومیت له امله یې د اوسېدو قانوني موده لغوه شوه.
د کډوالۍ محکمې په ۲۰۱۲کال کې د هغه د شړلو حکم صادر کړی و. امریکایي چارواکو ویلي، چې د خطرناکو مجرمینو د نیولو او اېستلو عملیات به دوام ولري.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د مرغومي ۲۳مه) ۴۰۱ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۲۱۶۵ کسان کېږي؛ له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ راستنو شویو کورنیو سره اړینې مرستې هم شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۳۱۴ د تورخم له لارې، ۳۸کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۲۷کورنۍ د بهرامچې له لارې، ۱۳کورنۍ د اسلامکلا له لارې او ۹ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه وزارت لهخوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د یادې ډلې د پوهنې وزارت تر چتر لاندې دا مهال په افغانستان کې تر ۲۰زره ډېرې مدرسې فعالې دي. د هغه په وینا؛ شاوخوا دوه نیم مېلیونه زدهکوونکي په دغه مدرسو کې دیني علوم زده کوي.
هغه د سېشنبې په ورځ د کندهار ولایت په جهادي مدرسه کې د وینا پر مهال ویلي، چې طالبانو دیني او جهادي مدرسو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. د طالبانو ویاند د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، چې عصري علومو ته هم پاملرنه شوې.
هغه ټینګار وکړ، چې ۱۲ مېلیونه زدهکوونکي په ښوونځیو کې «د عصري علومو په زدهکړه بوخت دي». ذبیحالله مجاهد دارنګه ویلي، چې د ښوونځیو نصاب یې «اصلاح» کړی دی.
طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته خپل ډېر تمرکز په جهادي مدرسو، جوماتونو او د دیني بنسټونو پر جوړولو کړی؛ خو له دې سره سره، نړۍوالو او د بشري حقونو بنسټونو د دغه مدرسو د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د هغوی په باور، دغه مدرسې افراطیت ته وده ورکوي.
د افغانستان د بشري حقونو مرکز په یوې تازه څېړنه کې د طالبانو د جهادي مدرسو د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې دغه مدرسې د ځوانانو پر افکارو منفي او خطرناک اغېز پرېږدي. په دغه څېړنه کې چې تېر کال خپره شوې راغلي، طالبانو د ښوونځیو نصاب بدل کړی او یو شمېر مهم مضامین یې ترې لرې کړي دي.
په دغه څېړنه کې ټینګار شوی، د طالبانو د جهادي مدرسو شمېر تر هغه څه لوړ دی چې په رسمي ډول اعلانېږي. د یادې څېړنې د موندنو له مخې؛ طالبانو په هر ولایت کې یوه لويه جهادي مدرسه د پراخو اسانتیاوو او د دوو زرو کسانو د استوګنې (لیلیې) د ظرفیت سره جوړه کړې ده. سربېره پر دې، د ولسوالیو په مرکزونو کې هم جهادي مدرسې جوړې شوې دي. د بېلګې په توګه، په کندوز ولایت کې څلور لویې جهادي مدرسې او په تېرو درېیو کلونو کې په ټوله کې ۸۰۰ دیني مدرسې جوړې شوې دي. طالبانو له څه باندې څلورو کلونو راهیسې د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنځیو دروازې تړلې دي.

په پکتیا کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ له خپلو ځواکونو څخه د ځیرکو موبایلونو د ټولولو بهیر پیل کړی دی. دغه اقدام د طالبانو د مشر ملاهبتالله په امر شوی دی. یادې قوماندانۍ ویلي، د دغه ولایت په امنیتي پوستو او پوځي واحدونو کې له مېشتو منسوبینو ځیرک موبایلونه راټول شوي دي.
د یادې ادارې په وینا؛ «دغه اقدام د امنیتي تدابیرو د لا پیاوړتیا، د دندې پر مهال د ځواکونو د تمرکز د زیاتوالي او د احتمالي امنیتي ننګونو د مخنیوي په موخه شوی دی». په پکتیا کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مسوولینو دارنګه د ملا هبتالله د ټولو فرمانونو پر بشپړ تطبیق ټینګار کړی دی.
طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځله د ځیرکو موبایلونو د کارولو پر محدودولو ټینګار کړی و. د دغې ډلې د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم ځیرک موبایل «دښمن» بللی و او امر یې کړی و، چې په پوهنتونونو او ښوونیزو بنسټونو کې دې د دغه ټلیفونونو کارونه کمه شي.
له دې وړاندې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، ملا هبتالله د طالبانو د علماوو له شورا غوښتي چې د ځیرک موبایل د نه کارولو لپاره شرعي حللاره ومومي. د یادو سرچینو په وینا؛ د دغه اقدام موخه د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو د خپرېدو مخنیوی، د نیوکو درول او د هغو خبرو خاموشه کول دي چې دغه ډله یې «د فساد زېږنده» بولي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې؛ د طالبانو مشر د انټرنېټي خدمتونو او د ځیرک موبایلونو له کارولو سره جدي مخالفت لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، چې په افغانستان کې د ۶.۵ مېلیونه ماشومانو په ګډون د ۱۲ مېلیونه خلکو د بنسټیزو او بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره په بېړني ډول ۹۵۰ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
یونېسف ټینګار کړی، چې دغه مرستې په افغانستان کې د هر ماشوم د ژوندي پاتې کېدو او ودې لپاره حیاتي ارزښت لري. یونېسف د افغانستان څو اړخیزو کړکېچونو ته په اشارې سره ویلي، چې د دغه هېواد خلک دا مهال له طبیعي پېښو، نازک اقتصادي وضعیت، بنسټیزو خدمتونو ته د محدود لاسرسي او اقلیمي ستونزو سره مخ دي.
د اټکل له مخې؛ په ۲۰۲۶کال کې به د افغانستان په کچه شاوخوا ۲۲مېلیونه خلک چې ۱۱.۶ مېلیونه یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا ولري. یونېسف د خوندیتوب ناورین د لا کړکېچنېدو په اړه هم خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې مېندواره ښځې، ماشومان، ځوانان او نورې ډلې له مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو یادې ادارې په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ښځو او نجونو سیسټماټیک کړکېچ ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې له یوې خوا زدهکړو، له بلې خوا د کار بندیز او ورځنيو محدودیتونو د هغوی د مقاومت او زغم وړتیا کمزورې کړې ده، چې پایلې به یې تر راتلونکو نسلونو پورې وغځېږي.
یونېسف د افغانستان د ګڼو ننګونو په یادولو سره د دغه هېواد له زیانمنو قشرونو، په ځانګړي ډول له ماشومانو او ښځو سره د مرستې لپاره د ۹۵۰ مېلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.