• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د هبت الله د فرمان نافرماني؛ د کابل استخباراتو رییس په ۲ میلیونه افغانیو درېیمه کوژده کړې

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۳ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د کابل د استخباراتو رییس ملا عبدالجبار چې په دې ډله کې په ابو خالد مشهور دی، په دوه میلیونه افغانیو درېیمه کوژده کړې ده. د ابو خالد د درېیمې کوژدې خسرخېل د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ اوسیدونکي دي.

د طالبانو سرچینو نن یکشنبه، د مرغومي پر ۲۸مه وویل، چې د طالبانو د کابل د استخباراتو رییس ملا عبدالجبار چې په ابو خالد مشهور دی، له دې وړاندې دوه ودونه درلودل.

د رارسېدلو معلوماتو له مخې، د طالبانو د کابل د استخباراتو رییس او د هغه د نوې کوژدنې عمرونه هم ډېر سره توپیر لري او دغه واده ته د نجلۍ کورنۍ د اقتصادي ستونزو له مخې غاړه اېښې ده.

د سرچینو په وینا، ابو خالد له خپل نوي خسر سره ژمنه کړې ده، چې د هغه لور ته به په کابل کې کور اخلي او ځان ته ژوند به ورسره کوي او همدراز ځینې دي کورنۍ غړي به یې هم په ادارو کې وګوماري.

ابو خالد څو ورځې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له خوا د ښو کړنو له امله ستاینلیک هم ترلاسه کړ.

100%

د سرچینو په وینا، د طالبانو د کابل د استخباراتو رییس له دې وړاندې هم په څو ولایتونو کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله له خوا په دندو ګومارل شوی و.

له دې وړاندې هم د طالبانو ځیني دیني عالمانو پر خپلو همکارانو نیوکې کړې وې، چې د ملاهبت الله د فرمان نافرماني کوي او د امارت په پیسو نوي ودونه کوي.

عام خلک نیوکه کوي، چې طالبان د خپلې ډلې د مشر ملاهبت الله فرمانونونه پر ځانونو نه عملي کوي، خو پر عامو خلکو فشار راوړی چې د ملاهبت الله فرمانونو ته غاړه کښیږدي.

له دې وړاندې د طالبانو د بدري عملیاتي قطعې قوماندان حمید خراساني افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې وه، چې د څلورم واده مراسم یې په کابل ښار کې ترسره کړل.

د طالبانو ځینې مشران او قوماندانان په دې تورن شول، چې نکاح شوې ښځې یې بیا ځانونو ته نکاح کړې دي او ځینو یې په زور او د نجلۍ له خوښې پرته ودونه کړي دي.

د طالبانو په ډله کې څو ودونه اوس عامه خبره ده.

واک ته د طالبانو له بیارسېدو وروسته، ددې ډلې ګڼو مشرانو او غړو دویم، درېیم او څلورم ودونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په یوه فرمان کې د دغې ډلې غړي له څو ودونو کولو منع کړي وو.

په هغه وخت کې ویل شوي وو، چې د طالبانو د مشرانو څو ودونه «د دښمنانو د نیوکو لامل کیږي.»

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ماشومانو سوء تغذي په بیساري کچه پراخه شوې

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۵۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تازه راپور ښيي چې په افغانستان کې د خوړو کمښت او د ماشومانو سوء تغذي په چټکۍ سره پراخیږي. څلور میلیونه ماشومان د عاجلې درملنې او تغذیوي مرستو ته اړتیا لري، پداسې حال کې چې بې وزله کورنۍ د خپل ماشوم د خوراک لپاره له سختو ننګونو سره مخ دي.

د ډبلیو ایف پي په تازه خپور کړي راپور کې راغلي، په افغانستان کې د خوړو بحران له څو کلونو اقتصادي ستونزو، وچکالۍ، د نړیوالې مرستې کمښت او د طالبانو د واکمنۍ له محدودیتونو سره یوځای د ماشومانو د سوء تغذیې او لوی خوراکي کړکیچ لامل شوی دی.

په افغانستان کې د ډبلیو ایف پي رییس جان ایلیف وايي، په ۲۰۲۵ کال کې د ماشومانو د سوء تغذي لوړترینه کچه ثبت شوې ده، او څلور میلیونه ماشومان به سږکال بېړنۍ درملنې ته اړتیا ولري.

جان ایلیف ته وایي: «ماشومان به مړه شي که درملنه ورته ونشي. ښځې د خپلو ماشومانو د خوړو لپاره خپلې روغتیا او تغذیه قربانوي.»

په هرات کې د درملنې مرکزونو معلومات ښيي چې هره میاشت په منځني ډول ۳۱۵ تر ۳۲۰ ماشومان د سختې سوء تغذي له امله روغتون ته داخلیږي، او ډیری یې د وروستي حالت سره رارسېدلي وي.

یوې مور، نجیبه، چې د خپل ناروغ ماشوم په پالنه بوخته ده، وویل: «زه نور څه نشم کولی، یوازې دعا کوم چې زما ماشوم ښه شي.»

دډبلیو ایف پيراپور زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د خواړو پروګرام د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د شپږ میلیونو افغانانو د خوړو لپاره ۳۹۰ میلیون ډالر غوښتنه کړې.

په مرکزونو کې د ماشومانو تر څنګ، د مېدونو لارښوونه هم کیږي چې د شیدو ورکولو اهمیت ولري. نرسان وایي چې یوازې کارکوونکې یا د کورنۍ ښځینه مورګانې د شیدو تولید کې ستونزې لري، چې د ماشومانو د تغذیې په کمښت مستقیم اغېز لري.

د طالبانو په غونډه کې د شیعه استازي ادعا؛ د طالبانو په راتګ سره تعصب له منځه تللی

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له‌خوا «د اسلامي نظام بقا او د ولس هوساینې» تر عنوان په جوړه شوې غونډه کې، د شیعه ګانو استازي سید حسن فاضل‌زاده ویلي چې طالبانو د تعصب ریښې له منځه وړي او دا مهال د قومونو ترمنځ د جلاوالي او تعصب ستونزه نه شته.

نوموړي د تیر جمهوریت د دورې په اړه ویلي چې په تېرو شلو کلونو کې پر خلکو قومي ټیکه‌دارانو واک چلولی و.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو تر اوسه د قومي او مذهبي لږکیو حقونو او سیاسي ګډون ته لازم پام نه دی کړی. منتقدین ټینګار کوي چې طالبان باید یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي، تر څو د هېواد د ټولو قومونو او مذهبي ډلو استازولي په کې تضمین شي.

ملګرو ملتونو هم د ټول‌ شموله حکومت جوړول د طالبانو د نړیوال رسمیت پېژندنې له مهمو شرطونو څخه بللي دي.

د هلمند سوداګرۍ خونه: د افغانستان پنبه د پاکستان پر ځای ترکیې، ایران او بنګله‌دېش ته ځي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۳ GMT+۰

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، د افغانستان د پنبې صادراتو نړیوالو بازارونو ته لار موندلې او دا محصول اوس د پاکستان پر ځای ترکیې، بنګله‌دېش او ایران ته صادرېږي، چې افغان سوداګرو ته یې نوې اقتصادي هیلې پیدا کړې دي.

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس غلام یحیی ویلي، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو که څه هم ستونزې رامنځته کړې، خو په عین حال کې یې افغان سوداګر دې ته اړ کړل چې بدیل بازارونه ولټوي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان پنبه دا مهال د بنګله‌دېش، ترکیې او ایران په بازارونو کې د پاکستان په پرتله په لوړه بیه پلورل کېږي، چې دا چاره د پنبې د تولید او صادراتو لپاره مهم اقتصادي فرصت بلل کېږي.

د سوداګرۍ خونې مسوولین زیاتوي، له پاکستان سره د نږدې څلور میاشتو لپاره د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته، افغان سوداګرو په تدریجي ډول د صادراتو نوې لارې فعالې کړې او وتوانېدل چې د خپلو سوداګریزو فعالیتونو یوه لویه برخه بېرته منظم کړي.

ملګري ملتونه: په ختیځ افغانستان کې راستنېدونکو ته د دوامدار ملاتړ ګډه پروژه پېل شوې

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي چې د دغه بنسټ په مشرۍ او د ملګرو ملتونو د نهو نورو ادارو په همکارۍ، د «دوامدارو حل‌لارو ګډه پروژه» د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې راستنېدونکو او کوربه ټولنو د ملاتړ په موخه پلې شوې ده.

د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د معلوماتو پر بنسټ، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه تر ۲.۸ میلیونو زیات افغانان هېواد ته جبري ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، دا پروژه چې د افغانستان د اماني صندوق (STFA) له لوري تمویلېږي، د بنسټیزو خدمتونو پیاوړتیا، د استوګنې او بیا مېشتېدو فرصتونو رامنځته کول او د ښځو پیاوړتیا خپل اساسي موخې بولي.

په دې ګډه پروژه کې دیو این ډي پيتر څنګ، د کار نړیوال سازمان (ILO)، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د خوړو او کرنې سازمان (FAO)، د وګړو صندوق (UNFPA)، د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR)، د ماین پاکۍ اداره (UNMAS)، د ښځو اداره (UN Women) او د استوګنې پروګرام (UN-Habitat) برخه لري.

د راپور له مخې، د پروژې په ترڅ کې سلګونه کورونه په لمریزې برېښنا سمبال شوي او په ننگرهار او لغمان ولایتونو کې د ځوانانو او ښځو لپاره د فني او حرفوي زده‌کړو پروګرامونه پيل شوي دي. د دې پروژې موخه د راستنېدونکو لپاره د اوږدمهاله او دوامدارو حل‌لارو برابرول او د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو کمول دي.

ملګرو ملتونه: په ۲۰۲۶ کې د افغانستان ۲۱.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۹ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو څانګې (OCHA) د تازه راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۴۵ سلنه وګړي د بشري مرستو اړتیا ولري. راپور ښيي چې کلونه جګړه او د طبیعي پېښو پراخو اغېزو د خلکو د ژوند حالت پېچلی کړی دی.

داوچاپه تازه راپور کې راغلي چې، که څه هم د مرستو غوښتونکو خلکو شمېر لږ څه کم شوی، خو افغانستان به لا هم د نړۍ د سترو بشري بحرانونو له ډلې پاتې وي.

راپور زیاتوي، د کلونو جګړې او اقتصادي کمزورتیا له امله د خلکو مقاومت کم شوی او اوس په دې شرایطو کې د خوړو کموالی، پراخه سرحدي راستنېدنې، د اقلیم له امله وچکالي، طبیعي پېښې او د ښځو او نجونو له عامه ژوند څخه سیسټماټیک محرومیت د بحران شدت زیات کړی دی.

د راپور په وینا، په ۲۰۲۶ کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې دا شمېره د څوبحرانونو او ژورو جوړښتي کمزورتیاوو پایله ده.

راپور ټینګار کوي چې د اوږدمهاله حل لارې او پراخو بشري مرستو د برابرولو لپاره نړیواله همکاري لازمي ده.

اوچاپه راپور کې وايي: «د بشري اړتیاوو د پراخېدو له کبله، په افغانستان کې د مرستو ګټور او هدفمند رسول د بشري ژوند د ژغورنې لپاره حیاتي اهمیت لري.»

د راپور له مخې، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حالت جدي اندېښنې رامنځته کوي، ځکه هغوی د زده کړو، کار او ټولنیزو خدماتو د محرومیت له امله لا نورې زیانمنې شوې دي.