• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل کې د جرمني د پخوانیو محلي کارکوونکو مېلمستون پلټلی

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۰

د طالبانو امنیتي ځواکونو په کابل کې د جرمني د پخوانیو محلي کارکوونکو د کورنیو د استوګنې مېلمستون پلټلی دی. په دغه مېلمستون کې د جرمني حکومت په لګښت څو افغانې کورنۍ اوسیږي، چې د غړو شمېر یې څو دیرش تنو ته رسېږي.

دغه کسان د جرمني د منلو له ژمنې سره سره له پاکستان نه ایستل شوي وو او وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شول.

د جرمني د اې ار ډي ټلویزیون د رپوټ له مخې، طالبانو د هغو افغان کورنیو پلټنه کړې، چې د جرمني د منلوله ژمنو سره سره لا هم برلین ته نه دي لېږدول شوي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو امنیتي ځواکونو تېره شپه په کابل کې یاد مېلمستون پلټلی او ځینې کسان یې څو ساعته پوښتلي، د هغوی موبایلونه یې ضبط کړي او د پوښتنو پروسه یې په ویډیويي ډول ثبت کړې ده.

ویل کیږي له دوی نه پوښتل شوي وو، چې ولې غواړي جرمني ته لاړ شي.

په دغه مېلمستون کې د جرمني د حکومت په لګښت څو افغانې کورنۍ ځای پر ځای شوې، چې د غړو شمېر یې څو دیرش تنو ته رسېږي. ځینې د جرمني پخواني محلي کارکوونکي دي او نور د جرمني د کوربه‌توب پروګرام کې شامل دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ددې پلټنې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په تاجکستان کې څلور وژل شوي وسله وال قاچاقبران وبلل

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۸ GMT+۰

په بدخشان کې د طالبانو محلي چارواکو منلې چې څو ورځې وړاندې درې تنه د افغانستان له خاورې تاجکستان ته اوښتي او د دغه هېواد له سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي، خو دا نه مني چې وژل شوي کسان ترهګر دي. طالب چارواکو ویلي، چې یاد وژل شوي کسان د بدخشان ولایت ځایي قاچاقبران دي.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار له یوه خصوصي ټلویزون سره په خبرو کې ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې درې تنه د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي او د مخدره توکو ځایي قاچاق وړونکي دي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې د نوموړو کسانو د ترهګر ګڼلو ادعاوې بې بنسټه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ تاجکستان اعلان وکړ چې د یوې ترهګرې ډلې څلور غړي د افغانستان له خاورې وراوښتي او ددغه هېواد له سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

تاجکستاني سرحدي ځواکونو ویلي و، چې د نښتې له سیمې یې یو اندازه پوځي تجهیزات او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان له خاورې د ډزو په ترڅ کې دوه تاجکستاني سرحدي سرتېري او څو چینايي وګړي وژل شوي وو.

طالبان وايي د کابل په چاودنه کې د چینايي مسلمانانو رسټورانټ په نښه شوی

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د کابل امنیه قومانداني وايي، چې د شهرنو په ګلفروشي کوڅه کې د نننۍ چاودنې هدف د چينايي مسلمانانو او افغانانو ګډ رستورانت Chinese Noodle و، چې د یوه چينايي وګړي په شمول اووه تنه پکې وژل شوي دي.

خالد ځدراڼ پر خپل اېکس لیکلي، چې دغه رسټورانټ د یوه چینايي مسلمان عبدالمجید او د ده د ميرمنې او يو تن افغان عبدالجبار محمود له لوري په ګډه چلول کيده.

د ځدراڼ په وینا، عبدالمجید د چين د سينکيانګ ايالت اوسېدونکی مسلمان و او دلته د چينايي مسلمانانو لپاره خواړه تياريدل او پلورل کيدل.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، چې په نننۍ چاودنه کې یو تن چينايي وګړی ایوب چې مسلمان و او ۶ تنه افغانان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.

د نوموړي په وینا، چاودنه له پخلنځي سره نږدې شوې ده او د چاودنې د نوعیت په تړاو لا هم پلټنې روانې دي.

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې پر کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۷ GMT+۰

د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د روزي امنیتي پوستې او د بلوچستان د سیف الله کلا ترمنځ سیمه کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. نښته پر ډیورنډ کرښه د پاکستان د تارغځونې د مسوولې ډلې د فعالیت پر سر شوې او اوس درېدلې ده.

په کندهار کې محلي سرچینې وايي، چې نښته د معروف ولسوالۍ او قلعه سیف الله ترمنځ په پرتو سیمو کې د اغزن تار د غځولو پر سر شوې ده.

د سرچینو په وینا، د پاکستاني پوځیانو یوې ډلې غوښتل چې پر ډیورنډ کرښه اغزن تار وغځوي او طالبانو یې مخه نیولې ده.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې طالبانو د اغزن تار د غځولو پر یوې ډلې ډزې کړې دي او پاکستاني ځواکونو پرې ځوابي ډزې کړې دي.

په دې نښته کې له دواړو خواوو د مرګ ژوبلې رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د کابل په نننۍ چاودنه کې اووه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۰ GMT+۰

په کابل کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کابل ښار د شهرنو د نننۍ چاودنې له امله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې دوه چینایي وګړي هم شامل دي.

د یادې سرچینې په وینا، پېښه د بم چاودنې له امله رامنځته شوې او د دې چاودنې د څرنګوالي او عاملینو د پېژندلو لپاره پلټنې روانې دي.

سرچینې وویل، چې د پېښې نور جزئیات به د څېړنو له بشپړېدو وروسته له رسنیو سره شریک شي.

په ورته وخت کې یوه بله سرچینه په دې پېښه کې د یوه چینايي وګړي د وژل کېدو خبر ور کوي.

په ورته وخت کې د کابل «ایمرجنسي» روغتون ویلي، چې د شهرنو له چاودنې وروسته ۲۰ کسان د دوی د جراحي مرکز ته لېږدول شوي دي، چې له دې ډلې اووه تنه روغتون ته د رسېدو پر مهال مړه شوي وو.

یاد روغتون وايي، د وژل شویو او ټپیانو شمېر لا هم لومړنی بلل کېږي او کېدای شي بدلون ومومي.

د افغانستان لپاره د ایمرجنسي روغتون مشر دیان پانیک ویلي: «تر اوسه ۲۰ کسان زموږ روغتون ته راوړل شوي دي. په ټپیانو کې څلور ښځې او یو ماشوم هم شامل دي».

ایمرجنسي روغتون ویلي، چې ټپیان ډېر ژوبل شوي او ځینې یې د جراحي لپاره تر ارزونې لاندې دي.

له دې وړاندې لږ تر لږه پنځو عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کابل په شهرنو کې د چاودنې هدف چینايي وګړي وو.

په ویډیوګانو کې ښکاري، چې د چاودنې له امله د چاینیز نوډلز چینایي رستورانت تابلو او ځینې برخې ویجاړې شوې دي.

د ۲۰۲۶ کال لپاره د زاید نړیواله جایزه د افغانستان د زده کړو فعالې زرکه یفتلي ته ورکړل شوې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۲ GMT+۰

د انساني ورورولۍ لپاره د زاید د ۲۰۲۶کال نړیواله جایزه د افغانستان د ښوونې او روزنې فعالې او د نجونو د حقونو مدافعې زرکه یفتلي ته، او همداراز د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ د سولې هوکړې ته ورکړل شوې ده.

د جایزې د تنظیموونکو په وینا، زرکه یفتلي د یوې زړورې ښځې په توګه وستایل شوه، چې خپل ژوند یې د ښځو او ماشومانو د زده کړو د حق د دفاع لپاره وقف کړی دی. د زاید جایزې په اعلامیه کې راغلي، چې نوموړې د خپلو فعالیتونو له لارې په ټول افغانستان کې له سل زرو څخه زیاتو کسانو ته ښوونیز، ملاتړي او رواني ټولنیز خدمات برابر کړي او هغو ښځو او نجونو ته یې هیله وربښلې، چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

زرکې یفتلي د دې جایزې د ترلاسه کولو په غبرګون کې ویلي، چې له دې ستاینې ډېره اغېزمنه شوې او دا یې د افغانستان د ښځو لپاره یو «پیاوړی او اوږدمهاله پیغام» بللی دی. د هغې په وینا، دا جایزه به په ځانګړي ډول هغو زده‌کوونکو ته الهام‌ بښونکې وي، چې په انلاین تعلیمي پروګرامونو او د سولې، امنیت او رهبرۍ اړوندو کورسونو کې برخه اخلي.

په همدې لړ کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې هوکړه هم د زاید جایزې د ۲۰۲۶کال له ګټونکو بلل شوې ده. د دواړو هېوادونو پلاوي د ۲۰۲۵کال د اګست پر اتمه په متحده ایالاتو کې د تاریخي سولې تړون د لاسلیک له امله وستایل شول.

د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان د دې جایزې ترلاسه کول «لوی ویاړ» بللی او د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌یف هم د دې جایزې پر اهمیت او د سوله‌ییز ګډ ژوند د ترویج پر رول ټینګار کړی دی.

د زاید جایزې د ۲۰۲۶کال ګټونکي د جنورۍ پر ۱۹مه اعلان شول او د دې جایزې د سپارلو مراسم به د فبرورۍ پر ۴مه، د انساني ورورولۍ له نړیوالې ورځې سره سم په ابوظهبي کې ترسره شي.

د زاید نړیواله جایزه د نړۍ په کچه اغېزناکو اشخاصو او بنسټونو ته د خبرو اترو، سولې او انساني کرامت د فرهنګ د ودې په موخه ورکول کېږي.