روان کال په بغلان کې ۳۰ ټنه شات تولید شوي

په بغلان کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی، چې په روان کال کې د دغه ولایت له ۷۶ فارمونو څخه ۳۰ ټنه خالص او لوړ کیفیت لرونکي شات تولید او کورنیو بازارونو ته وړاندې شوي دي.

په بغلان کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی، چې په روان کال کې د دغه ولایت له ۷۶ فارمونو څخه ۳۰ ټنه خالص او لوړ کیفیت لرونکي شات تولید او کورنیو بازارونو ته وړاندې شوي دي.
د یاد ریاست په وینا؛ د بغلان ولایت په مرکز او مرکزي بغلان، نهرین، خنجان، بنو، دهصلاح، پلحصار، برکې او ډنډغوري په ولسوالیو کې د شاتو د مچیو ۷۶ فارمونه فعالیت کوي، چې سږ کال یې ۳۰ ټنه شات تولید کړي دي. دغه ریاست زیاته کړې، چې په دغه سکټور کې له ۷۰۰ تر ۸۰۰ پورې کسان په کار بوخت دي.


د کابل-کندهار، کندهار-هرات او د افغانستان په ګڼو نورو ولایتونو کې د واورې، باران او توپان له امله ګڼې لارې تړلې دي او ګڼ شمېر مساپر په سړکونو کې بند پاتې دي. په داسې حال کې چې دغه مساپر د مرستې غوښتنه کوي؛ طالبانو له خلکو غوښتي، چې د لارې تر خلاصېدو دې له سفر کولو ډډه وکړي.
د کابل-کندهار او کندهار هرات پر لویه لار په واورو کې بند مساپرو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د سړې هوا له کبله په موټرو کې ښځې، ماشومان، سپين ږېري او ناروغان له سخت حالت سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
سردار ولي چې له کابل څخه کندهار ته په مساپر وړونکي موټر کې د لسګونه نورو کسانو سره سفر کوي؛ غزني ته نږدې په یوه سیمه کې د درنې واورې له کبله بند پاتې دی. نوموړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ویلي: «له کابل څخه چې مې حرکت کاوه واوره زیاته نه وه، سړکونه اېله وه، خو په دوو ساعتونو کې دومره تېزه شوه چې عموميسړک یې بند کړ او د موټرو تګ یې ستونزمن کړ».
نوموړي دا هم ویلي: «په موټر کې ښځې او ماشومان وارخطا دي، د خورک، څښاک او اړتیا وړ شیان کم دي، نږدې نه هوټلونه او نه هم دوکانونه معلومېږي».
په کندهار کې د یوه خصوصي ترانسپورټي شرکت مسوول هم د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې پر لویو لارو ګڼ مساپر وړونکي موټرونه بند پاتې دي او د لارې د خلاصېدو ډاډ ورکړل شوی.
د هغه په وینا؛ موټر چلوونکو ته په دوامداره توګه د احتياط، پرلهپسې اړیکو نیولو او تعقیب سپارښتنې کوي. مساپر وېره لري، که دغه حالت همداسې دوام وکړي؛ نو د خوراکي توکو او اړينو خدماتو رسونه به هم له جدي ستونزو سره مخ شي.
د سالنګونو په ګډون په ګڼو نورو ولایتونو بامیان، دایکنډي، خوست، پکتیا، پکتیکا، کندهار، هلمند، فراه، غور، هرات او بامیان کې هم واروې ورېدلې او په ځينو سیمو کې یې د مالي زیان تر څنګ ځاني زیان هم اړولی.
د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د تېز باد او ورښت له امله د یو کور د چت پرېوتو په پېښه کې ۶ ماشومان مړه شوي دي. د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت هم د سالنګونو په ګډون د یو شمېر لویو لارو د بندېدو خبر ورکړی.
دغه وزارت له خلکو غوښتي، چې د دوی د خبرتیا او د لارې خلاصېدو د ډاډ ترلاسه کولو پرته دې پر دغه لارو له سفر کولو ډډه وکړي. د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس هم مني، چې د زیاتې واورې له امله په لویو لارو کې ګڼ مساپر بند پاتې دي.
نوموړي ویلي، چې د هرات د سیمهییزو طالب چارواکو سره په همغږۍ او هڅو یې د کندهار-هرات او هرات- اسلامکلا په لارو کې په واورو کې بند پاتې سلګونه مساپر وړونکي او بار وړونکي موټرونه ژغورلي دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو په ګډون د افغانستان یوشمېر لویې لارې او سړکونه د تېز باد، واورې او توپان له کبله د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي. طالبانو له موټر چلوونکو غوښتي، چې د لارې په اړه تر ډاډ ترلاسه کولو دې پر دغه لارو له سفر کولو ډډه وکړي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳مه) ویلي، چې په شمالي سالنګ کې د واروې ضخامت له ۴مترو تر ۶۰ سانتيمترو او په سوېلي سالنګ کې تر ۲مترو او ۶۸ ثانتي مترو پورې رسېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په بامیان کې د واورې ورښت لا هم دوام لري او د همدې ولایت د بامیان-یکاولنګ، بامیان- پروان شبیر کوتل، ورس ولسوالۍ ته تللې لار، قوناق کوتل، اقرباط کوتل او یوشمېر نورو ولسوالیو ته تللې لارې د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.
طالبانو زیاته کړې، چې د دایکنډي ولایت د خدیر کوتل، قوناق کوتل، کومي کوتل، د لوران استرلي کوتل او ځینې لارې د لنډمهال لپاره تړلې دي. د طالبانو دغه وزارت د غزني د ناور، اجرستان، مالستان او جاغوري ولسوالیو د لارو بندېدو خبر هم ورکړی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ولایتونو، ولسوالیو او لویو سړکونو د خلاصولو لپاره کاري ډلې په سیمو کې په کار بوختې دي او د لارې د خلاصون لپاره یې یو شمېر شرکتونو ته قراردادونه هم ورکړي دي.
طالبانو له خلکو غوښتي، چې د لارې د خلاصون په اړه تر خبرتیا او ډاډ ترلاسه کولو پرته دې له سفر کولو ډډه وکړي. دوی خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د سفر پرمهال د ځان ساتنې تدابیر زیات کړي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۱۲۳ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نهدي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو لهخوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نهشي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.
له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلاماباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو وسلهوالې مخالفې ډلې د طالبانو «د جزا قانون» په افغانستان کې د ظلم، تبعیض او د انساني کرامت د محرومولو په لور یو څرګند ګام بللی او په سختو ټکو یې غندلی.
یادې جبهې ویلي، دغه اصول د طالبانو رسمي او طرحه شوې تګلاره ده چې خلک غلامۍ ته اړ باسي او مجرمینو ته قضايي معافیت ورکوي. د طالبانو لهخوا د محکمو لپاره د «جزا قانون» تر وړاندې کولو وروسته ازادۍ جبهې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو دغه ډول اصول د بشري حقونو د سرغړونې په برخه کې تصادفي نه؛ بلکي رسمې تګلارې دي.
یادې جبهې د «طالبانو جزا قانون» د قضا د خپلواکۍ لهمنځه وړلو، د بشري حقونو او ازادیو جرمي کولو، په قصدي ډول د جرمونو د تعریف پټولو، بدني سزاوو او شکنجو ته مشرعیت ورکولو، جبري اعتراف عادي کولو، میداني سزاوو او تبعیض رامنځته کولو په معنا بللي.
د دوی په خبره؛ د طالبانو دغه سند افغانستان د قانون او عدالت په تاریخ کې یو خطرناک شاتګ ته بیايي. په خبرپاڼه کې اندېښنه ښودل شوې، چې دغه «ظالمانه کړنلارې» د زیانمنو پایلو سره د خلکو پر حقونو، ازادیو، وقار او ټولنیز حیثیت اغېز کوي.
دوی ویلي: «دغه اصول نامه په عملي توګه د افغانستان خلک د غلامۍ قانون ته بیايي، دا د بشري کرامت ښکاره سپکاوی او له نړۍوالو حقونو سره په ټکر کې دی، د غلامۍ دغه قانون د افغانانو، نړۍوالو حقوقي او اخلاقي نظم په وړاندې د ګواښ زنګ دی».
ازادۍ جبهې له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د طالبانو ورته ظلمونه او جوړښتي تبعیض د «جنسي توپیر» په توګه په رسمیت وپېژني. دوی پر نړۍوالو جزايي محکمو هم غږ کړی، چې د دغه قانون جوړونکي د نورو طالب مشرانو ترڅنګ عدلي تعقیب کړي.

د اروپايي ټولنې کمېسیون د ۲۰۲۶کال لپاره د افغانستان، ایران او پاکستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۱۲۶ مېلیونه يورو ځانکړې کړي دی. دغه کمېسیون ویلي، چې په نړۍ کې ۲۳۹ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳مه) په یوه راپور کې ویلي، که څه هم لویو مرسته کوونکو هېوادونو خپلې مرستې کمې کړې؛ خو دغه کمېسیون د لومړنۍ مرستې بودجې یوه برخه ۱.۹ مېلیارده یورو له نړۍوالو ناورینونو سره د مبارزې لپاره ځانکړې کړې ده.
د یاد کمېسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه مرستو ترڅنګ د ۴۱۵ مېلیونه یورو څخه زیاتې پيسې د بېړنیو پېښو د مخنیوي او د ستراتیژیک اکمالاتي سلسلې د ساتلو لپاره خوندي شوې دي.
د اروپايي کمېسیون د برابرۍ، چمتوالي او ناورین مدیریت کمېشنرې هاجا لحبیب د مرستو دغه ژمنه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم په غونډه کې کړې؛ تر څو د عامه مرستو ترڅنګ د خصوصي سکتور مالي ملاتړ او نوښتګرې حل لارې جلب کړي.
هغې وویل: «د بشري مرستو سیستم تر بل هر وخت زیات تر فشار لاندې دی او یوازې عامه بودجه د دغه ناورین د کچې د پوره کولو توان نهلري». د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د اټکل له مخې؛ د روان کال تر پایه به د کډوالو شمېر له ۱۳۶ مېلیونو څخه واوړي.
لحبیب زیاته کړې: «اروپا اقدام کوي او د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۱.۹ مېلیارده یورو لومړنۍ ژمنه کوي. د نړۍ تر ټولو لوی بشري مرسته کوونکي په توګه موږ خپل سیاسي مسوولیت منو».
بېکوره شوې کورنۍ
ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ۲۰۲۵کال په راپور کې ویلي و، چې د اټکل له مخې د ۲۰۲۵کال تر جون میاشتې پورې په ټوله نړۍ کې ۱۱۷.۳ مېلیونه خلک جبري بېځایه شوي، چې دا د ۲۰۲۴کال تر پایه د ثبت شوې شمېرې ۵ سلنه کموالی ښيي.
د اټکلونو له مخې؛ د ۲۰۲۶کال تر پایه پورې د جبري بېځایه شویو، ستنېدونکو او د بېاسناده کسانو شمېر ښایي ۱۳۶.۳ مېلیونو ته ورسېږي. په راپور کې د ملګرونو ملتونو د کډوالو ادارې په حواله ویل شوي، چې د مرستو کمښت د یادې ادارې د کار او په ځانګړې توګه د بېړنیو پېښو ته د ځواب ورکولو برخې زیانمنې کړې او دوی اړ شوي، چې خپل فعالیتونه او د کاري ځواک یو پر درېیمه برخه را کمه کړي.