• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نړۍوال بنسټونه: د نجونو د ښوونځیو تړل او بې‌وزلي په کم عمر کې د نجونو د ودونو لامل شوي دي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو اړوندو نړۍوالو بنسټونو د راپورونو له‌مخې، په افغانستان کې د نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو او د بې‌وزلۍ د ډېرښت له امله د کم عمره نجونو د ودونو ګراف لوړ شوی. په دغه ډول ودونو کې تر ډېره طالبان په خپله ښکېل دي.

تازه د طالبانو د کابل د استخباراتو رييس په ۲ میلیونه افغانیو درېیمه کوژده کړې ده.

طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته د «امر ثاني» په نوم له زده‌کړو منع کړې. دغې ډلې بیا شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه.

یونېسف ویلي، دمګړی په افغانستان کې څه باندې ۲ اعشاریه ۲ میلیونه نجونې د زده‌کړو له دوامه محرومې شوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.

د یونېسف رييسې کاټرین راسل ویلي، دغه وضعیت به د افغانستان پر راتلونکي ناوړه اغېز وکړي او په اوږد مهال کې به د زده‌کړو دغه بندیزونه د افغانستان روغتیایي سیسټم او اقتصاد سخت زیانمن کړي چې له کبله به یې د ښځو ژوند هم له ستر ګواښ سره مخ شي.

یونېسف وېره لري، چې د دې حالت دوام په جبري توګه د ودونو تر څنګ په کم عمر کې د نجونو د ودولو لپاره لاره پرانېزي چې د هغوی پر روغتیایي او رواني وضعیت بدې اغېزې لرلی شي.

د دغه سازمان د اټکل له‌مخې، د دې بندیز له امله به هر کال ۱۶۰۰ میندې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي او تر ۳۵۰۰ زیات نوي زیږېدلي ماشومان به مړه شي.

د یونېسف اجراییوي مشرې کاتریل رسل ویلي، «پوهنه په ژوند کې یوازې فرصتونه نه برابروي، بلکې نجونې له کم عمره ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو څخه هم ساتي».

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په افغانستان کې د څو نجونو له قوله لیکلي، چې د نجونو د ښوونځیو تړل د دې لامل شوي چې نجونې په کم عمر کې ودونو ته غاړه کېږدي.

په افغانستان کې نجونې او ښځې د خپل ژوند په تړاو په ندرت خبرې کوي، خو ځینو یې له یونېسف سره په دې تړاو خبرې کړي او یوې یې ویلي: «که څه هم زما مېړه له ما څخه په عمر کې ډېر لوی دی، ما د هغه د واده وړاندیز ځکه ومانه چې له زده‌کړو بې‌برخې وم، که نه ما دغه واده نه مانه».

یوې بلې نجلۍ بیا ویلي: «ما په دې وروستیو کې کوژده وکړه او تر ټولو بده یې دا ده چې مور او پلار هم دې ته نه وم اړ کړې، ما یوازې خپلې هیلې له لاسه ورکړې وې او نهیلي شوې وم چې نور مې د خپلو خوبونو د پوره کولو چانس له لاسه وتلی».

له دې سره سم، یوه بله ۱۷ کلنه ناوې چې اوس په څلور میاشتني ماشوم امیندواره ده، وايي: «د ښوونځیو له تړلو وروسته مې بله لاره نه لرله ځکه مې واده وکړ، اوس په دې کار سره چې ناوې یم او ماشوم هم لرم ډېره ځورېږم».

100%

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې هم ویلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ماشومانو او د کم عمره نجونو د ودونو کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده. دغه اداره وايي، دغه لړۍ د وړو نجونو د امېندوارۍ کچه لوړوي چې په پایله کې د مېندو د مړینې لامل کېږي.

د دغې ادارې په وینا، ډېرې کورنۍ د فقر او همداراز د زده‌کړو یا د کار نشتوالي له امله واده د ژوند د بقا لاره بولي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دې کار د ښځو او ماشومانو پر روغتیا خورا ناوړه اغېزه کړې.

د یادې ادارې د اټکل له‌مخې، په روان ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې د کم عمره مېندو د امېندوارۍ کچه ۴۵ سلنه ډېره شي او د مېندو د مړینې ګواښ به تر ۵۰ سلنې هم لوړ شي.

دغه اداره زیاتوي، هغه نجونې چې له زده‌کړو پاتې کېږي، ډېری یې د جبري ودونو او تر واده وروسته په همدې کوچنیوالي کې د امېندوارۍ له ګواښ سره مخ کېږي.

په راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زده‌کړې بندیز د ښځینه روغتیایي مسلکي کارکوونکو روزنې د وروستۍ هیلې لاره هم وتړله.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، د دغې لړۍ په پایله کې به په افغانستان کې داسې ښځينه نسل پاتې شي، چې زده‌کړې به نه‌لري، په کوچنیوالي کې به واده شوې وي او د مرګ له جدي ګواښ سره به مخ وي.

د دغې ادارې په وینا، که په افغانستان کې د ښځو حقونه، زده‌کړه او روغتیا لومړیتوب ونه‌لري، افغانستان به د ځوان نسل د ضایع کېدو او د پرمختګ له‌مخې له ګواښ سره مخ شي.

100%

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغې ډلې د مشرانو له لوري د ودونو او په ځانګړې توګه د کم عمره نجونو په زور ودونه زیات شوي دي.

د ملا هبت‌الله اخوندزاده له امر سره سره چې طالبان به له دویم، درېیم او څلورم واده څخه ډډه کوي، خو ډېری طالب چارواکي د ملا هبت‌الله له دغه حکم څخه سرغړونه کړې او تازه د طالبانو د کابل د استخباراتو رييس ملا عبدالجبار درېیمه کوژده هغه هم په ۲ میلیونه افغانیو کړې ده.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو د کابل د استخباراتو رییس او د هغه د نوې کوژدنې عمرونه هم ډېر سره توپیر لري او دغه واده ته د نجلۍ کورنۍ د اقتصادي ستونزو له‌مخې غاړه اېښې ده.

د هبت الله د فرمان نافرماني؛ د کابل استخباراتو رییس په ۲ میلیونه افغانیو درېیمه کوژده کړې | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې وړاندې د طالبانو د بدري عملیاتي قطعې قومندان حمید خراساني هم افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې وه، چې د څلورم واده مراسم یې په کابل ښار کې ترسره کړي دي.

د طالبانو ځینې مشران او قوماندانان په دې تورن دي، چې نکاح شوې ښځې یې بیا ځانونو ته نکاح کړې دي او ځینو یې په زور او د نجلۍ له خوښې پرته ودونه کړي دي. د طالبانو په ډله کې څو ودونه اوس عامه خبره ده.

په ورته وخت کې طالبانو په هېواد کې د نجونو د زده‌کړو پر ملاتړ هر ډول ناستې ولاړې بندې کړي‌ دي.

دغې ډلې د نجونو د زده‌کړو او بشري حقونو یو شمېر فعالان چې د ملا هبت‌الله دغه دریځ یې ننګولی وو،‌ د دغې ډلې د استخباراتو له لوري زنداني او تر سختو شکنجو لاندې هم نیول شوي دي.

یو له دغو کسانو مطیع‌الله ویسا دی. د «قلم لار بنسټ» مشر او د نجونو د زده‌کړو پلوی او فعال مطیع‌الله ویسا د نجونو د زده‌کړو پلویتوب له امله د طالبانو له لوري د ۱۴۰۲ کال په وري میاشت کې ونیول شو او تر ۲۱۵ شپو او ورځو زنداني کېدو وروسته بېرته خوشې شو.

هغه بیا د همدې هلو ځلو له امله د روان کال د لیندۍ په ۲۳مه د قطر د امیر له‌خوا نړۍواله جایزه ترلاسه کړه. دغه جایزه «د فساد ضد او نوښتګر ځوان» د سرو زرو جایزه ده او مادي مرسته هم لري.

ویسا سره له دې چې له خلاصون وروسته ډېر احتیاط کوي، خو بیا یې هم د زده‌کړې د نړۍوالې ورځې په مناسبت د شنبې په ورځ (د سلواغې ۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې له هر ډول ستونزو او استعمار څخه د خلاصون یوازینۍ لاره زده‌کړې دي او زیاته کړې یې ده: «د جګړي، غربت، مهاجرت، تشدد، غلامۍ، دوښمنۍ، تعصب، بې اتفاقۍ، مشکلاتو، فقر، ظلم، جهالت، استعمار … څخه یوازې او یوازې د خلاصون لاره زده‌کړه تعلیم دی. نن د زده‌کړو نړۍواله ورځ».

له دې سره سم، د «امید او ازادۍ» ټولنې مشرې خدیجه امین وايي: «په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو په دوام سره موږ د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي، د ماشومانو د ودونو ډېرښت او جبري ودونو شاهدان یوو. په داسې وضعیت کې زرګونه نجونې په هېواد کې د پراخ فقر له امله د بقا لپاره معامله کېږي».

په ورته وخت کې، د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاین هم د زده‌کړې د نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، په افغانستان کې د زده‌کړې د پراختیا او پرمختيا پر ځای، د عصري علومو او په ځانګړي ډول د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې یوه «نا اعلان‌ شوې جګړه» پيل شوې او په وینا یې، نړۍواله ټولنه باید روان وضعیت عادي ونه‌ګڼي.

د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاین؛ نړۍواله ټولنه باید د نجونو پر زده‌کړو بندیز عادي ونه‌ګڼي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو له‌مخې، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې یې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو له دوامه محرومې دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه بیا وايي: «د دیني او عمومي زده‌کړو په مرکزونو کې ټول‌ټال ۷ میلیونه او ۵۳۳ زره ۸۸۶ هلکان او ۵ میلیونه او ۳۹۱ زره او ۳۰۰ نجونې پر دیني او عمومي زده‌کړو بوختې دي. په ټوله کې پر زده‌کړو د بوختو زده‌کوونکو شمېر ۱۲ میلیونه او ۹۲۵ زره او ۱۸۷ ته رسېږي».

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د بې سوادانو شمېر مخ په لوړېدو دی او دمګړی شاوخوا ۷ میلیونه ماشومان د طالبانو او نورو محدودیتونو له امله له زده‌کړو بې برخې دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په هلمند کې یې پاکستان ته د مسو او سربو د قاچاق مخه نیولې ده

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۰ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې په دېشو ولسوالۍ کې یې د مسو او سربو بار درې موټرونه نیولي دي. د چارواکو په وینا، دغه توکي له هلمند څخه پاکستان ته قاچاق کېدل.

په هلمند کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر نن د شنبې په ورځ (د سلواغي ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دېشو ولسوالۍ کې یې درې عرادې سېپا موټر پر داسې مهال نیولي، چې غوښتل یې ۷۵۰۰ کېلو ګرامه مس او سرب په غېر قانوني توګه پاکستان ته انتقال کړي.

طالبانو ویلي، چې د مس او سرب د قاچاق په تړاو یې پنځه کسان هم نیولي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تر دې وړاندې هم طالبانو ګڼ کسان پاکستان ته د توکو د قاچاق او یا هم افغانستان ته د انتقال په تور نیولي دي.

پاکستان ته د توکو قاچاق پر داسې مهال ډېر شوی، چې د څه باندې تېرو درېیو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول سوداګري بنده شوې او ځیني کسان هڅه کوي، چې ځیني توکي د غېرقانوني لارو څخه پاکستان ته قاچاق او یا هم له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کړي.

طالبان؛ له جزايي اصولنامې هاخوا، یوه ازمویل شوې او ناکامه تجربه

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۰ GMT+۰
•
ارشاد رغاند

د طالبانو جزايي اصولنامه، که څه هم له حقوقي او انساني پلوه د جدي نیوکو وړ ده، خو دا ډله باید یوازې د حقوقي متونو له مخې ونه پېژندل شي. طالبان کومه نوې پدیده نه ده او له سره تعریف ته اړتیا نه لري. دا ډله له وړاندې ازموېل شوې او د هغې پایلې د افغان ټولنې له‌خوا تجربه شوې دي.

د طالبانو د واکمنۍ، جګړې او چلند پایلې د افغان ملت څو نسلونو په مستقیم ډول تجربه کړې دي. د دې ډلې له‌خوا کارول شوې بدني، رواني او ذهني شکنجې نه یوازې پر تېر نسل اغېزمنې وې، بلکې د دې اغېزې به پر راتلونکو نسلونو هم پاتې شي. له همدې امله، طالبان باید د یوې مقطعي پېښې په توګه نه؛ بلکې د یوې اوږدې او تکرار شوې تجربې په توګه وارزول شي.

طالبان د یوه ځانګړي فکري چوکاټ استازیتوب کوي. دا تفکر د سیاست پر ځای اطاعت ته لومړیتوب ورکوي، د دولت پر ځای د امارت مفهوم ته، او د قانون پر ځای تعبیر ته. په دې لید کې، واک نه د ټولنیز قرارداد له لارې مشروع کېږي او نه د ولسي مشارکت پر بنسټ ولاړ دی، بلکې د «غلبې» او «بیعت» مفاهیم یې بنسټ جوړوي. د دې تفکر له مخې، ټولنیزه تنوع، سیاسي اختلاف او مدني فضا د منلو وړ نه دي؛ بلکې هر ډول توپیر د تپل شوي نظم پر وړاندې د ګواښ په توګه تعبیرېږي او ځپل یې د «دیني فریضې» تر عنوان لاندې توجیه کېږي.

د طالبانو فکري سرچینې یوازې داخلي شاته پاتې‌والی، ناوړه قبایلي جوړښتونه او افراطي دیني تعبیرونه نه دي. دا ډله له پیله تر اوسه له بهرنۍ روزنې، تمویل او نیابتي ماموریتونو سره نږدې تړاو لري. طالبان په دوامدار ډول د نږدې او لیرې استخباراتي محاسبو، د جګړې د اقتصاد، او د نړیوالو متضادو سیاستونو په چوکاټ کې د یوې وسیلې په توګه کارول شوي دي. همدابهرنۍ اتکا د دې لامل شوې چې طالبان د ملي اړتیاوو پر ځای د خپلو تمویلوونکو اجنډاوو ته لومړیتوب ورکړي. له همدې امله، دا ډله د خپلواک ملي تفکر او مستقلو پرېکړو توان نه لري.

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم واک د ټولنیز خدمت وسیله نه وه، بلکې د کنټرول او اطاعت د تحمیل ابزار ګرځېدلی و. جزايي سیاست د قانون د حاکمیت پر ځای د وېرې پر بنسټ ولاړ و. عامه اعدامونه، سنګسار، د لاس پرېکولو سزاوې او د عادلانه محاکمې نشتون د نظم د ټینګښت په نوم توجیه کېدل. خو دا سیاست نه ثبات رامنځته کړ او نه یې ټولنه منسجمه کړه؛ برعکس، افغانستان یې له نړیوالې ټولنې منزوي، اقتصاد یې فلج او ټولنیز ټپونه یې ژور کړل.

له واکه تر لېرې کېدو وروسته، طالبانو ته د «مذهبي فریضې» تر عنوان لاندې د یوې اوږدې او خونړۍ جګړې پروژه وسپارل شوه. په دې شل‌کلنه جګړه کې، د هدفي او عامه وژنو، پراخو ویجاړیو او ملکي تلفاتو لړۍ دا لا روښانه کړه چې طالبان د ستونزو د حل لپاره نه، بلکې د بحران د دوام او ژورتیا لپاره کارول کېږي.

د طالبانو بیا واک ته رسېدل د افغان ملت په منځ کې د دې ډلې د پیاوړتیا نښه نه وه، بلکې د نورو نیابتي ډلو په پرتله د «اغېزمن نیابتي توب» د سیالۍ ګټل و. طالبانو د خپلو منفي وړتیاوو او بې‌قید تعهد له لارې نړیوال او سیمه‌ییز استخباراتي ارزونکي دې پایلې ته ورسول چې دوی کولی شي د نورو په پرتله خپلې موخې او اجنډاوې په ارزانه او اسانه ډول عملي کړي. له همدې امله، د «بدل شویو» او «اصلاح شویو» طالبانو تر عنوان لاندې پراخ تبلیغ وشو او د دوی د بیا واک ته رسېدو شرایط برابر شول.

د طالبانو د اوسني واکمنۍ له تجربې ښکاري چې د دوی تمویلوونکو له دوی سره په کور دننه د کړنو پر سر نااعلان شوې هوکړې کړې دي، تر هغه چې خپلې ګټې او پروګرامونه تطبیق کړي. په همدې دلیل، طالبان په پراخه کچه افغان ټولنې ته د خپل پخواني تفکر په دوام اصول وضع کوي او عملي کوي؛ هغه تفکر چې د افغانستان له متنوع ټولنیز جوړښت، تاریخي تجربو او واقعي اړتیاوو سره په ښکاره ټکر کې دی.

افغانستان یو متکثر هېواد دی چې په زور نه شي اداره کېدای. هر هغه سیاسي ماډل چې تنوع، دودیز ـ تاریخي ارزښتونه، مشارکت، قانون او مدني فضا نه مني، د دوام وړ نه دی. طالبان ښايي د زور له لارې واک وساتي، خو مشروع، باثباته او د ټولنې د منلو وړ نظام نه شي جوړولای.

طالبان په پرله‌پسې ډول د نیابتي ماموریتونو برخه پاتې شوي دي. دا ډله کله د جګړې د دوام، کله د فشار د وسیلې، او کله د موقت ثبات د بدیل په توګه کارول شوې ده. دا نیابتي نقش افغانستان د خپلواک سیاست له حقه محروم کړی او د بحران تسلسل یې تضمین کړی دی. له همدې امله، طالبان د ناورین د پای ته رسولو ځواک نه، بلکې د هغه د دوام او ژورتیا عامل پاتې شوي دي.

دې ټولو ته په کتو، اړینه ده چې طالبان د جزايي اصولنامې او نورو جزئي بحثونو پر ځای د خپلې اوږدې او ترلاسه شوې تجربې له مخې وارزول شي. دا تجربه ښيي چې دا ډله په فکري، سیاسي او عملي لحاظ ناکامه ده او د افغان ټولنې د منلو وړ نه ده. افغانانو او نړیوالې ټولنې ته اړتیا ده چې د طالبانو په اړه د هره ورځ نوي کاذب روایت له جوړولو او منلو تېر شي، او د مقطعي چلند پر ځای، له واقعي تعریف او ستراتیژیک تعامل څخه کار واخلي.

اسلامي جمعیت: د طالبانو «جزایي اصول‌نامه» له شریعت څخه ښکاره «انحراف» دی

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۱ GMT+۰

اسلامي جمعیت د طالبانو «جزايي اصول‌نامه» غندلې او هغه یې له شریعت او فقهې څخه ښکاره «انحراف» بللی دی. دغه ګوند له عالمانو غوښتي، د طالبانو د دغې «انحراف نامې» پروړاندې د اسلامي شریعت او فقهې صرېح دریځ خلکو ته بیان کړي، څو د افغان ولس دین او کلتور خوندي پاتې شي.

اسلامي جمعیت د شنبې په ورځ (د سلواغې ۴مه) په همدې تړاو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ډاګه کړې: «هغه څه چې نن د طالبانو د نامشروع او غاصبانه سلطې لاندې په افغانستان کې عملي کېږي، اسلامي حکم نه، بلکې د دین په نوم استبداد او له دین څخه انحرافي ګټنه ده، چې له شریعت او فقهې سره په ټکر کې دي».

په اعلامیه کې راغلي، د دغې اصول‌نامې پر بنسټ حاکمان د خپلو کړنو په تړاو نه‌پوښتل کېږي او یوازې عادي خلک د مجازاتو وړ ګڼل شوي او دغه ډول هڅې په افغانستان کې د سیستماتیک تبعیض او استبداد د بنسټيز کېدو ښکارندويي کوي.

اعلامیه کاږي، طالبان خپله دغه تازه اصول‌نامه هم دین او شریعت پورې تړي، په داسې حال کې چې په اسلامي شریعت کې د مومنانو پر مساوي حق، انساني کرامت او عدالت ټينګار لري.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په یو ځانګړي فرمان کې د خپل حکومت لپاره د جزا قانون، د «محاکمو د جزایي اصول‌نامې» په نوم نافذ کړی چې په‌کې خلک پر څلورو طبقو وېشل شوي دي. دا قانون په یوه سریزه، درې بابونو، لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب شوی دی. دې اصول‌نامه کې تعزیري جرمونه او د هغوی جزاوې درج شوې دي.

ګڼو افغان سیاستوال د طالبانو د مشر پر دې جزایي کړنلارې سختې نیوکې کړي دي. د حقوقي او جزایي چارو کارپوهانو په وینا، دې قانون کې د طالبانو غړو او د دغې ډلې همفکره ملایانو ته ځانګړی ارزښت او همداراز د عامو وګړو پرتله ورته ځانګړي جزایي معافیت ورکړل شوی دی.

طالبانو په درېیو ولایتونو کې پر څه باندې ۳۰۰۰ کورنیو خوراکي توکي او نغدې پیسې وېشلې دي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۰

طالبانو ویلي، چې د ملا هبت‌الله په لارښوونه یې په بلخ ولایت کې پر ۲۲۰۰ راستنو شویو کورنیو خوراکي توکي او نغدې پیسې وېشلې دي؛ همداراز په کندهار او خوست ولایتونو کې هم پر یو شمېر راستنو شویو او اړمنو کسانو ورته مرستې وېشل شوې دي.

په بلخ کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملا هبت‌الله په لارښوونه په دغه ولایت کې پر ۲۲۰۰ راستنو شویو کورنیو نغدې پیسې او غنم وېشل شوي دي.
ورته مهال، د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کندهار ولایت کې یې له ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو سره ۲۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې هرې کورنۍ ته یې ۲۰ زره افغانۍ ورکړې دي.

همدارنګه د طالبانو تر واک لاندې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي، چې په خوست ولایت کې یې د یوې خیریه موسسې په مالي ملاتړ پر ۶۰۰ تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې وېشلي دي.

سره له دې چې طالبان نږدې هره اوونۍ په ځینو ولایتونو کې پر راستنو شویو او بې‌وزلو کورنیو باندې مرستې وېشي، خو اړمنې کورنۍ د ډېرو مرستو غوښتنه کوي او وايي، یادې مرستې ورته بسنه نه کوي.

طالبان وایي په دوو ولایتونو کې یې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي دي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د دفاع وزارت وایي د بغلان ولایت په بازارک سیمه کې، د یو لړ کشفي عملیاتو پر مهال یې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.

د یاد وزارت په وینا، په نیول شویو وسلو او مهماتو کې ۶ میله کلاشینکوف، ۲ میله راکټ لانچر، ۵۲ د راکټ مرمۍ، ۲۶۰۰ د کلاشینکوف مرمۍ، ۲۴۰۰ د پيکا مرمۍ، ۴۳ د نارنجک مرمۍ او یو شمېر نور مهمات شامل دي. ویل شوي چې یادې وسلې او مهمات به تر قانوني اسنادو له بشپړېدو وروسته ثبت او د بیت‌المال مسوولینو ته وسپارل شي.

بل خوا د طالبانو د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ د شاهراه کندک پولیسو د نجراب ولسوالۍ د تلاشي په سیمه کې د کرولا ډوله موټر له تلاشي وروسته ۱۹ قبضه تفنګچې، ۱۰ خفه‌کوونکي وسایل، ۲۵۰۰ فیره د تفنګچې مرمۍ، ۵۰۰ فیره زهري مرمۍ او نږدې ۱۵۰۰ د نشه‌اورو تابلیتونو کشف او ضبط کوي.

د یادې پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.