یو تجربهلرونکی کاناډایي خبریال ګراهام ټامسن چې دوه ځله یې افغانستان ته سفر کړی، د ټرمپ دا خبرې «بېرحمانه دروغ» بولي. نوموړی ټینګار کوي، چې کاناډایي ځواکونه نه یوازې له جګړې لرې نه وو، بلکې د افغانستان په تر ټولو خطرناکو سیمو کې یې حضور درلود او هره ورځ یې له طالبانو سره جګړه کوله.
ډونالد ټرمپ د فاکسنیوز له شبکې سره په مرکه کې ویلي وو: «موږ هېڅکله هغوی ته اړتیا نه لرله. هغوی افغانستان ته ځواکونه ولېږل، خو شاته پاتې شول او د جګړې په لومړۍ کرښه کې نه وو».
د نوموړي دا څرګندونې د ناټو په غړو هېوادونو کې، له کاناډا او برېټانیا نیولې تر کوچنیو اروپایي هېوادونو پورې له سختو او توندو غبرګونونو سره مخ شوې دي.
د ټامسن په وینا، د افغانستان په ماموریت کې اصلاً د جګړې روښانه لومړۍ کرښه موجوده نه وه. هغه وايي: «دا یوه نامنظمه او له خطره ډکه جګړه وه. د کاناډایي ځواکونو لپاره هېڅ خوندي ځای نه و؛ نه د پوځي اډو دننه او نه هم له هغو څخه بهر. هر ځل چې ځواکونه یا خبریالان له اډو بهر وتل، د مرګ له جدي خطر سره مخ کېدل».
د راپورونو پربنسټ، د افغانستان د ماموریت پر مهال ۱۵۸ کاناډایي عسکر ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول. د تلفاتو د شمېر لهمخې، کاناډا له امریکا او برېټانیا وروسته د ناټو په غړو هېوادونو کې یاده جګړه کې تر ټولو لویه مرګژوبله لیدلې ده. دا شمېرې په ډاګه کوي، چې کاناډایي ځواکونو د افغانستان په جګړه کې فعاله او مخکښه ونډه لرله.
د قربانیانو په منځ کې، د کاناډا د نوموتې خبریالې میشل لانګ نوم ځانګړی ځای لري. نوموړې د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر پر ۲۰مه، په افغانستان کې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې ووژل شوه. په همدې پېښه کې څلور کاناډایي عسکرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ. د هغې همکاران وايي، د میشل لانګ وژل کېدل دا حقیقت یادوي چې نه یوازې پوځیان، بلکې خبریالانو هم د خطر په لومړۍ کرښه کې حضور درلود.
بله بېلګه د کاناډا د پوځ د افسر کپتان نیکولا ګودار دی، چې په ۲۰۰۶ کال کې د طالبانو په یوه برید کې ووژل شو. هغه د مخکښ څار افسر په توګه په مستقیم ډول د جګړې په ډګر کې حضور درلود او د اېتلافي ځواکونو په بریا کې یې مهم رول لوبولی و. نوموړي ته له وژل کېدو وروسته د سترو خدمتونو د وړتیا مډال ورکړل شو.
ګراهام ټامسن وايي، د ټرمپ خبرې یوازې یو سیاسي نظر نه دی، بلکې د جګړې د قربانیانو ښکاره سپکاوی دی. هغه زیاتوي: «صادق او فداکار انسانان د ناټو لپاره او د امریکا تر څنګ وجنګېدل او خپل ژوند یې قرباني کړ».
ټرمپ همدارنګه ویلي وو، چې که امریکا یوه ورځ مرستې ته اړتیا ولري، نو معلومه نه ده چې ناټو به ورسره ودرېږي او که نه. کاناډایي رسنۍ زیاتوي: «حقیقت دا دی چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته، امریکا د ناټو د تړون پنځمه ماده فعاله کړه او د دې اېتلاف ټولو غړو هېوادونو د امریکا ملاتړ ته ودانګل. په ټولییز ډول، ۵۰ هېوادونو د افغانستان په ماموریت کې برخه واخیسته، څو له امریکا ملاتړ وکړي».
ټامسن په پای کې وايي: «دا یوازې د سیاست یا د نظر اختلاف خبره نه ده. دا د هغو کاناډایانو د ژوند خبره ده چې په افغانستان کې ووژل شول. ټرمپ باید دې حقیقت ته درناوی ولري».