• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سپینه ماڼۍ: ټرمپ د انساني قاچاق د قربانیانو د ملاتړ قانون لاسلیک کړ

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۹ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو نوی قانون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د انساني قاچاق قربانیانو ته دا امکان برابر شي چې خپلې پخوانۍ جزایي دوسیې لغوه او د نیول کېدو ریکارډونه پاک کړي، څو وکولای شي عادي ژوند ته بېرته وګرځي.

د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، دغه قانون د «Trafficking Survivors Relief Act» په نوم یادېږي او موخه یې دا ده چې هغه کسان چې د انساني قاچاق قربانیان شوي، د هغو کړنو له امله مجازات نه شي چې د زور، ګواښ یا جبر له کبله یې ترسره کړي دي.

د دې قانون له مخې، قربانیان کولای شي محکمې ته غوښتنلیک وسپاري او له قاضي څخه وغواړي چې د ځینو جزایي جرمونو اړوند پرې لګېدلي محکومیتونه لغوه کړي او د پولیسو د نیول کېدو ریکارډونه ترې پاک کړي.

سپینه ماڼۍ وایي، دا اقدام به له قربانیانو سره مرسته وکړي چې د کار موندنې، زده‌کړو او ټولنیز ژوند پر وړاندې له قانوني ستونزو خلاص شي او خپل ژوند له سره جوړ کړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

وال‌سټریټ ژورنال: ټرمپ په کیوبا کې د «نظام بدلون» په لټه کې دی

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۰

وال‌سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي د «نظام بدلون» په موخه د کیوبا واکمن مشرتابه له واکه لرې کړي. د راپور له‌مخې، ټرمپ غواړي په کیوبا کې داسې بانفوذه اړیکې جوړې کړي چې له امریکا سره د «معاملې» په چوکاټ کې د دغه هېواد د نظام بدلون ته چمتو وي.

دې امریکايي ورځپاڼې د نوم نه ښودلو په شرط د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، د ټرمپ حکومت دا مهال د کیوبا لپاره کومه روښانه او عملي طرحه نه لري، خو د ونزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو وروستۍ تښتونه د امریکايي پوځي ځواکونو له‌خوا، د کیوبا لپاره د «یوې بېلګې او خبرداري» په توګه ارزول شوې ده.

د راپور پر بنسټ، یوه امریکايي چارواکي وال‌سټریټ ژورنال ته ویلي چې په میامي او واشنګټن ډي‌سي کې د کیوبايي جلا وطنو او مدني ډلو سره غونډې شوي دي، څو په کیوبا کې داسې یو حکومتي چارواکی وموندل، شي چې ښايي له امریکا سره د «معاملې کولو لېوالتیا» ولري.

ډونالډ ټرمپ په مستقیم ډول هم کیوبا ته ګواښ کړی او د همدې میاشتې په پیل کې یې په خپلې ټولنیزې شبکې «تروټ سوشال» کې لیکلي وو: «زه په کلکه سپارښتنه کوم مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي، نو هغوی باید معامله وکړي».

ریکاردو زونیګا چې د باراک اوباما د حکومت پخوانی چارواکی دی او د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د هاوانا او واشنګټن د لنډمهاله پخلاینې په خبرو کې یې ونډه لرله، ویلي چې د کیوبا مشرتابه د ونزویلا پرتله «ډېر سخت هدف» دی.

هغه وال‌سټریټ ژورنال ته وویل: «هېڅ داسې څوک نشته چې وغواړي له امریکا سره کار وکړي»

د کیوبا د مشرتابه نسکورول له ۱۹۵۹ کال راهیسې چې د فیدل کاسټرو تر مشرۍ لاندې انقلاب بریالی شو، د امریکا د ګڼو سیاستوالو یوه پخوانۍ هیله پاتې شوې ده. همدغه انقلاب فیدل کاسټرو واک ته ورساوه. امریکا په ۱۹۶۲ کال کې هڅه وکړه چې د کیوبا حکومت نسکور کړي، خو دا هڅه ناکامه شوه. د امریکا استخباراتي ادارې «سي‌ای‌اې» هم د کاسترو د ژوند پر مهال څو ځله د هغه د ترور هڅې کړې وې.

په ۱۹۶۷ کال کې، د بولیویا ځواکونو د امریکا په ملاتړ ارنستو «چې ګوارا» چې یو کیوبايي اصله ارجنټایني انقلابي مشر و، اعدام کړ.

کیوبا د امریکا د فلورېډا له سوېلي ساحل څخه یوازې شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره واټن لري. په تېرو لسیزو کې سلګونه زره کیوبایان د اقتصادي ستونزو او سیاسي ځپنې له امله دغه ټاپو پرېښی او امریکا ته کډه شوي دي.

په امریکا کې د کیوبايي کډوالو ټولنه د رایې ورکوونکو یو قوي بلاک ګڼل کېږي او د ټرمپ د حکومت یو شمېر لوړپوړي چارواک، لکه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې د کیوبا د کمونستي حکومت له پخوانیو منتقدانو څخه دی، هم له همدې ټولنې څخه راوتلي دي.

کاناډایي رسنۍ: د ناټو په تړاو د ټرمپ وروستیو څرګندونو د کاناډایانو غوسه هم راپارولې ده

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۳ GMT+۰

په افغانستان کې د ناټو د حضور په تړاو د ټرمپ وروستیو څرګندونو په کاناډا کې هم د پخوانیو پوځیانو او خبریالانو غوسه راپارولې ده. کاناډايي خبریالانو او پوځیانو ویلي،‌ چې په افغانستان کې کاناډايي ځواکونه لومړۍ کرښه کې وو او په خطرناکو سیمو کې یې حضور درلود.

یو تجربه‌لرونکی کاناډایي خبریال ګراهام ټامسن چې دوه ځله یې افغانستان ته سفر کړی، د ټرمپ دا خبرې «بې‌رحمانه دروغ» بولي. نوموړی ټینګار کوي، چې کاناډایي ځواکونه نه یوازې له جګړې لرې نه وو، بلکې د افغانستان په تر ټولو خطرناکو سیمو کې یې حضور درلود او هره ورځ یې له طالبانو سره جګړه کوله.

ډونالد ټرمپ د فاکس‌نیوز له شبکې سره په مرکه کې ویلي وو: «موږ هېڅکله هغوی ته اړتیا نه لرله. هغوی افغانستان ته ځواکونه ولېږل، خو شاته پاتې شول او د جګړې په لومړۍ کرښه کې نه وو».

د نوموړي دا څرګندونې د ناټو په غړو هېوادونو کې، له کاناډا او برېټانیا نیولې تر کوچنیو اروپایي هېوادونو پورې له سختو او توندو غبرګونونو سره مخ شوې دي.

د ټامسن په وینا، د افغانستان په ماموریت کې اصلاً د جګړې روښانه لومړۍ کرښه موجوده نه وه. هغه وايي: «دا یوه نامنظمه او له خطره ډکه جګړه وه. د کاناډایي ځواکونو لپاره هېڅ خوندي ځای نه و؛ نه د پوځي اډو دننه او نه هم له هغو څخه بهر. هر ځل چې ځواکونه یا خبریالان له اډو بهر وتل، د مرګ له جدي خطر سره مخ کېدل».

د راپورونو پربنسټ، د افغانستان د ماموریت پر مهال ۱۵۸ کاناډایي عسکر ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول. د تلفاتو د شمېر له‌مخې، کاناډا له امریکا او برېټانیا وروسته د ناټو په غړو هېوادونو کې یاده جګړه کې تر ټولو لویه مرګ‌ژوبله لیدلې ده. دا شمېرې په ډاګه کوي، چې کاناډایي ځواکونو د افغانستان په جګړه کې فعاله او مخکښه ونډه لرله.

د قربانیانو په منځ کې، د کاناډا د نوموتې خبریالې میشل لانګ نوم ځانګړی ځای لري. نوموړې د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر پر ۲۰مه، په افغانستان کې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې ووژل شوه. په همدې پېښه کې څلور کاناډایي عسکرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ. د هغې همکاران وايي، د میشل لانګ وژل کېدل دا حقیقت یادوي چې نه یوازې پوځیان، بلکې خبریالانو هم د خطر په لومړۍ کرښه کې حضور درلود.

بله بېلګه د کاناډا د پوځ د افسر کپتان نیکولا ګودار دی، چې په ۲۰۰۶ کال کې د طالبانو په یوه برید کې ووژل شو. هغه د مخکښ څار افسر په توګه په مستقیم ډول د جګړې په ډګر کې حضور درلود او د اېتلافي ځواکونو په بریا کې یې مهم رول لوبولی و. نوموړي ته له وژل کېدو وروسته د سترو خدمتونو د وړتیا مډال ورکړل شو.

ګراهام ټامسن وايي، د ټرمپ خبرې یوازې یو سیاسي نظر نه دی، بلکې د جګړې د قربانیانو ښکاره سپکاوی دی. هغه زیاتوي: «صادق او فداکار انسانان د ناټو لپاره او د امریکا تر څنګ وجنګېدل او خپل ژوند یې قرباني کړ».

ټرمپ همدارنګه ویلي وو، چې که امریکا یوه ورځ مرستې ته اړتیا ولري، نو معلومه نه ده چې ناټو به ورسره ودرېږي او که نه. کاناډایي رسنۍ زیاتوي: «حقیقت دا دی چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته، امریکا د ناټو د تړون پنځمه ماده فعاله کړه او د دې اېتلاف ټولو غړو هېوادونو د امریکا ملاتړ ته ودانګل. په ټولییز ډول، ۵۰ هېوادونو د افغانستان په ماموریت کې برخه واخیسته، څو له امریکا ملاتړ وکړي».

ټامسن په پای کې وايي: «دا یوازې د سیاست یا د نظر اختلاف خبره نه ده. دا د هغو کاناډایانو د ژوند خبره ده چې په افغانستان کې ووژل شول. ټرمپ باید دې حقیقت ته درناوی ولري».

د پولنډ لومړی وزیر: د افغانستان په جګړه کې وژل شوي پولنډي سرتېري باید ټرمپ ته ور یاد شي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۱ GMT+۰

د پولنډ لومړي وزیر ویلي، د افغانستان په جګړه کې باید د وژل شویو پنځو پولنډي سرتېرو د جنازې او رخصتۍ پر ورځ، د هغوی قرباني د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ور یادې کړای شي. هغه زیاتوي: «په هماغه ورځ لوړپوړو امریکايي پوځي افسرانو ماته ډاډ راکړ چې دا قربانۍ به هېڅکله هېرې نه‌شي»

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې ډونالډ ټرمپ تازه د افغانستان په جګړه کې د ناټو د متحدینو رول کم‌اهمیته بللی دی. د پولنډ پخواني لومړي وزیر ډونالډ توسک د هغو پنځو پولنډي سرتېرو پېښې ته اشاره کړې چې په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان په سوېل ختیځ د غزني ولایت کې ووژل شول.
ښاغلي توسک وویل، کله چې د دغو سرتېرو جنازې بدرګه کېدې، نو لوړپوړي امریکايي افسران هم هلته حاضر وو.
هغه هیله وښوده، چې امریکایان به خپلې هغه ژمنې او خبرې هېرې نه کړي. په همدې وخت کې، د پولنډ د دفاع وزیر ولادیسلاو کوشینیاک کامیش هم ویلي، چې پولنډ تل د ناټو یو مسوول او د باور وړ متحد پاتې شوی دی.
هغه ټینګار وکړ، چې د پولنډ پوځ د افغانستان او عراق په ماموریتونو کې د خپلو متحدینو ترڅنګ اوږه په اوږه برخه اخیستې ده. نوموړي زیاته کړې، پولنډ دا مهال هم د ناټو په بېلابېلو عملیاتو کې فعاله ونډه لري.

بلخوا، ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د (سلواغې ۲مه) د سویس په داووس ښار کې د نړۍوال اقتصادي فورم غونډې په څنډه کې له فاکس‌نیوز شبکې سره په مرکه کې وویل، چې د افغانستان په جګړه کې د ناټو د متحدینو رول لوی ښودل شوی دی.
هغه ادعا وکړه، چې غېرامریکايي ځواکونه «له لومړۍ کرښې لږ شاته او لرې» ځای پر ځای شوي وو.
ټرمپ په همدې مرکه کې دا شک هم څرګند کړ، چې که پر امریکا برید وشي، ایا د ناټو غړي به لکه څرنګه چې تمه ترې کېږي، د دې هېواد د دفاع لپاره راودانګي او که نه؟

تر دې وړاندې، د برېټانیا چارواکو هم د ټرمپ د دغو څرګندونو په غبرګون کې دریځ نیولی و. هغوی ټینګار کړی و، چې د ناټو د تړون «پنځمه ماده» تر اوسه یوازې یو ځل، هغه هم د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې نېټې له بریدونو وروسته فعاله شوې ده.
په هماغه وخت کې ناټو پرېکړه وکړه، څو د ګډې دفاع په چوکاټ کې له امریکا سره همکاري وکړي.

د دې مادې له مخې، که د ناټو پر کوم غړي په اروپا یا شمالي امریکا کې وسله‌وال برید وشي، دا برید به د ټولو غړو پر وړاندې تېری ګڼل کېږي او هر غړی هېواد مکلف دی هغه اقدامات ترسره کړي، چې اړین یې وبولي.

امریکا د ایران اړوند پر اتو سمندري شبکو او نهو بېړیو بندیزونه ولګول

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۰

د امریکا د خزانې وزارت د ایران اړوند ۸ سمندري شبکې او ۹ بېړۍ د دغه هېواد د سلګونه میلیونه ډالرو په ارزښت د نفتي موادو او محصولاتو د صادراتو له امله تحریم کړي دي. په هند کې د ایت او په لېبریا کې د بنوېل شرکتونو حقوقي کسان هم تحریم شوي دي.

د امریکا د خزانه‌دارۍ وزارت د جمعې په ورځ (د سلواغې ۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړې، په عمان کې د تورې ډبرې نفت او ګازو شرکت، په سېشل کې د ګالران خدماتي شرکت، په دوبۍ کې د هورایزون هاروست ټرانسپورټي شرکت، په جزایر کې د لانګویتي لېمېتد، اودیسه مارین او ټرېد بریج ګلوبل هغه شرکتونه دي چې په دې نوملړ کې شامل دي.

دغه وزارت همداراز د پالایو، پاناما او کومور بیرغ لرونکې بېړۍ هم تحریم کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي، د نفتي موادو د صادراتو له درکه د دغو تحریم شویو بېړیو او شرکتونو له لارې ترلاسه کېدونکي عواید، «چې د ایران ولس حق کېږي او د دې پر ځای چې د ایران زړور ولس د اقتصاد د ښه‌والي لپاره ولګول شي، په سیمه کې د نیابتي ترهګرو ډلو پر ملاتړ، تسلیحاتي پروګرامونو او د رژيم د امنیتي خدماتو» په برخو کې لګول کېږي.

ایران لا تر اوسه د امریکا د دغو بندیزونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د امریکا د کډوالۍ پر تګلارو اندېښنه څرګنده کړې

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک، نن د جمعې په ورځ د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې ډاډ ترلاسه کړي د کډوالۍ تګلارې یې د فردي حقونو او نړیوالو قوانینو سره سمون لري. نوموړي په ځانګړي ډول د کډوالو د نیونو او د زور د کارولو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

ولکر ترک وویل چې کډوال تر څارنې وروسته نیول کېږي او په ځینو مواردو کې دا نیونې له تاوتریخوالي سره مل وي. د هغه په وینا، دا عملیات حتا په روغتونونو، کلیساوو، جوماتونو، محکمو، بازارونو، ښوونځیو او د خلکو په شخصي کورونو کې ترسره شوي، چې ډېری وخت یوازې د شک پر بنسټ وي چې دغه کسان بې اسناده کډوال دي.

د راپورونو له مخې، د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ د سیاستونو له سختېدو وروسته شاوخوا درې زره وسله‌وال او نقاب‌لرونکي ماموران د مینیاپولیس ښار ته ولېږل شول، څو هغه کسان ونیسي چې د چارواکو په وینا د کډوالۍ قوانین یې نقض کړي دي.

وروسته له هغه چې د جنورۍ په اوومه د کډوالۍ یوه ۳۷کلنه امریکایۍ ماموره رني ګوډ، چې د درې ماشومانو مور وه، په ډزو ووژله، یاد ښار له تاوتریخوالي او پراخو اعتراضونو سره مخ شو.

په دې تړاو، د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس ویلي چې «د افراطي چپ لوري پاروونکي» او نه همکار محلي چارواکي د سړکونو د ګډوډیو مسوولیت لري.

ولکر ترک ټینګار کړی چې د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو پر مهال داسې ځواک کارول شوی چې «غیر ضروري او نامتناسب» دی. هغه زیاته کړې چې زور باید یوازې د وروستي انتخاب په توګه وکارول شي او هغه مهال چې یو کس د نورو د ژوند لپاره سمدستي ګواښ وي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر همدارنګه ویلي چې امریکا باید نړیوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي او د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو پر مهال د عادلانه قضایي بهیر اصول رعایت کړي.

نوموړي د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف‌ ځایونو کې د مړینو د زیاتوالي په اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د ۳۰ مړینو راپور ورکړل شوی او د روان کال تر اوسه شپږ نورې پېښې ثبت شوې دي.