• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د بغلان نظامي او ملکي مسوولان په رسمي وخت کې د وزلوبو په سیالیو کې ګډون کوي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۲ GMT+۰

د طالبانو د بغلان ولایت امنیه قوماندانۍ په یوه مکتوب کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، نیوکه کړې، چې د طالبانو د بغلان نظامي او ملکی مسوولان په رسمي وخت کې د وزلوبو د سیالیو ننداره کوي. په مکتوب کې راغلي، چې د طالبانو مسوولان له نظامي موټر او یونیفورم سره لوبو ته ځي.

د طالبانو د بغلان ولایت امنیه قوماندانۍ دغه مکتوب چې شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې صادر شوی دی، د طالبانو د بغلان نظامي او ملکي مسوولینو، امرینو او اړوندو ارګانونو په ادرس لیکل شوی دی.

په مکتوب کې راغلي، داسي راپورونه ترلاسه شوي چې د طالبانو يو شمير مسوولين په رسمي وخت کې په بېلابېلو لوبو لکه وزلوبو او نورو لوبو کې ګډون کوي چې له امله یې رسمي دندو او اداري نظم ته پر زیان سربیره لمونځ په جماعت سره نه اداکیږي.

طالبانو په مکتوب کې لیکلي، چې د بیت المال وسایل لکه دولتي موټر او تیل په عبث او غير ضروري چارو کې استعماليږي چي دا کار له شرعي او قانوني اړخه د منلو وړ نه دی.

د طالبانو د بغلان امنیه قوماندانۍ خپلو اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې هیڅ نظامي او ملکي مسوول اجازه نه لري چې په رسمي وخت کې په هر ډول لوبو ، وزلوبې، او ورته نورو لوبو کې ګدون وكري.

مکتوب دغه راز وايي، چې د بیت المال موټرو تیل او نور امکانات به په هیڅ صورت په لوبو او عبث کارونو کې نه استعماليږي.

په مکتوب کې لیکل شوي، چې ټول طالب مسوولین مکلف دي چې د لمانځه وخت ته جدي پاملرنه وکړي او د امکان تر حده لمونځ په جماعت ادا کړي.

په مګتوب کې زیاته شوې، چې کوم طالب مسوول چې په غير رسمي وخت کې په لوبو کې ګډون کوي مکلف دی چې د نظامي موټر، نظامي يونيفورم او نورو دولتي امكاناتو له استعمال څخه په کلکه ډډه وکړي.

طالبانو خبرداری وکړی، چې له ورکړل شویو لارښوونو څخه سرغړوونکي کسان به مجازات کیږي او
ټول رییسان، امران او نظامي او ملکي مسوولين مکلف دي چې دا هدایات خپلو تر لاس لاندې کارکوونکو ته ورسوي او د تطبيق هڅه يې وكړي.

د روان کال په چنګاښ میاشت کې طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو رسمي سند چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ترلاسه کړی و، ښودلې وه چې ددې ډلې غړي له نظامي وسایطو او موټرو شخصي ګټه اخلي. د سند له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د کورني امنیت لوی ریاست ته دنده سپارل شوې، چې ددې کار مخه ونیسي.

په دې وروستیو ورځو کې ویډیوګانې ښيي چې د پخوانيو افغان امنیتي ځواکونو نظامي وسایط چې اوس مهال د طالبانو په واک کې دي، د بې احتیاطۍ له امله په اوبو کې ډوب شوي او استهلاک شوي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو ملاتړو یوشمېر سازمانونو جوازونه لغوه کړي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو ملاتړو درېیو سازمانونو پرته نور د ټولو بنسټونو جوازونه لغوه کړي او پر فعالیت یې بندیز لګولی. طالبانو ویلي، دغه بنسټونو په نړۍواله کچه د افغانستان د رسنیو ملاتړو سازمانونو باور ته زیان اړولی و.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) ویلي، چې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ یوازې د درېیو بنسټونو جوازونه تمدید او د پاتې نورو یې لغوه کړي. د طالبانو دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د خبریالانو او رسنیو له پرله‌پسې شکایتونو وروسته یې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو هراړخیزه ارزونه کړې.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بنسټونو ډېروالي او د یوشمېر ادارو د مسوولانو نامسلکيتوب، د خبریالانو او رسنیو د ستونزو حل پر ځای هغوی ته لا ډېرې ستونزې رامنځته کړې وې او په نړۍواله کچه یې د افغانستان د رسنیو ملاتړو بنسټونو باور ته زیان اړولی و.

خبرپاڼه کې راغلي، چې یوشمېر بنسټونه له څه مودې راهیسې غیر فعال وو. خو طالبانو دا نه‌دي ویلي، چې د رسنیو د ملاتړ څو سازمانونو جوازونه لغوه شوي. خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې یاده پرېکړه به له یوې خوا د خبریالانو او رسنیو حقونه ټینګ کړي او د رسنیو او خبریالانو له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخه به ونیسي او له بل پلوه به د بنسټونو فعالیتونه ګټور او منظم کړي.

د کلدارو د راکړې ورکړې له امله؛ طالبانو په پکتیکا کې ۲۳ هټۍ او د تېلو پمپونه تړلي دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۷ GMT+۰

په پکتیکا کې د افغانیو د دودول او د بیو د کنټرول کمېسیون خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز کې یې د کلدارو د راکړې ورکړې له امله ۱۸ د پټرولو پمپونه او ۵ هټۍ تړلې دي. دغه کمېسیون خبرداری ورکړی، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې په کلدارو راکړه ورکړه کوي.

په پکتیکا کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ رییس ملا ښادي خان حسین حیدري له قوله راپور ورکړی، چې د کلدارو د مخنیوي کمپاین یې په جدي توګه دوام لري.

نوموړي‌ ویلي، چې ډېر ژر به دغه لړۍ ولسوالیو ته هم وغځوي او که څوک یې له امر سرغړونه وکړي؛ نو قانوني چلند به ورسره وکړي. حیدري ویلي، چې په پکتیکا کې یې ۹۹ سلنه د کلدارو د راکړې ورکړې مخه نیولې او د دغه کمېسیون غړي هره ورځ په یاد ښار کې د بیو د کنټرول او د افغانیو د ثبات لپاره څارنه کوي.

طالبانو په ډېرو ولایتونو کې د کلدارو پر کارونې بندیز لګولی.

د افغانستان د جګړې په اړه د ټرمپ څرګندونو د چک جمهوریت هم غوسه کړ

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۷ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه څرګندونې چې د افغانستان جګړه کې یې د ناټو رول کم‌ارزښته بللی، د چک جمهوریت د ولسمشر او لومړي وزیر سخت غبرګونونه راوپارول او هغوی دغه څرګندونې د چک سرتېرو د قربانیو سپکاوی وباله.

د چک ولسمشر پیټر پاول ویلي، د ناټو د غړو هېوادونو قربانۍ باید هېرې نه‌شي او د افغانستان جګړه کې د ګډې دفاع ارزښت ته درناوی حتمي دی. نوموړي زیاته کړې، چې د چک جمهوریت له ناټو سره په ماموریتونو کې فعاله برخه اخیستې او له ۱۱زرو ډېر سرتېري یې د نږدې ۱۹ کلونو لپاره په سختو شرایطو کې هلته ځای پرځای وو.

پاول ټرمپ ته په خطاب کې وویل، په افغانستان کې د چک ۱۴ سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي چې دا د دغه هېواد لپاره سترې قربانۍ دي.

د چک لومړي وزیر اندري بابیش هم د ټرمپ څرګندونې «بې‌معنا» او د نه منلو وړ وبللې او ویلي یې دي، دغه څرګندونې د هغو سرتېرو میراث ته سپکاوی دی چې د ناټو ماموریتونو پر مهال وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي. هغه ټینګار کړی، چې دغه ډول څرګندونې د منلو وړ نه‌دي او د چک پوځیانو قربانۍ بې‌ارزښته ښيي.

طالبان: په هرات کې د ټاپي پروژې ۹۱ کیلومتره پایپ لاین غځولو ته چمتو شوی

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۶ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ټاپي پروژې ۹۱ کیلومتره پایپ لاین غځولو ته چمتو شوی. طالب چارواکو او د یادې پروژې مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د روان زېږدیز کال تر پایه به دغه پروژه په هرات کې بشپړه شي.

د طالبانو د والي‌ دفتر د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دوی والي شیخ اسلام جار د افغانستان لپاره د دغه پروژې مسوول بګنج عبدالله یوف او په هرات کې د ترکمنستان جنرال کونسل د ټاپي پروژې له کارونو لیدنه کړې.

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي، د یادې پروژې کارونه په چټکۍ روان دي: «تر اوسه ۹۱ کیلومتره مسیر د پايپ لاین لپاره چمتو شوی او د یاد مسیر په اوږدو کې څو کاري کمپونه هم جوړ شوي دي؛ ترڅو د عملیاتي چارو اسانتیاوې برابرې شي».

طالبانو د ترکمنستان د جنرال کونسل په حواله زیاته کړې:«ډاډ ورکوو، چې د شته پلانونو پر بنسټ دغه پروژه به د روان زېږدیز کال تر پایه په هرات ولایت کې بشپړه شي».

ملګري ملتونه: د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د ژمي په سړې هوا کې د مرستو وېش پيل شوی

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۷ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (IOM) ویلي، چې د زلزلې له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ د ژمي په سړې هوا کې د سرپناه او د نورو اړینو ژمنیو توکو مرستو ته اړتیا لري. دغه ادارې ویلي، چې کارکوونکي یې په سیمه کې ارزونه کوي او د بېړنیو مرستو رسولو چارې پر مخ وړي.

یادې ادارې په خپل تازه بیان کې څرګنده کړې، چې ژمی د بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره د شته ستونزو د لا پراخېدو لامل شوی او د ژمي سړه هوا کولای شي د ماشومانو، ښځو او نورو وګړو ژوند ته جدي ګواښونه پېښ کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې پر اېکس پاڼه لیکلي: «موږ په سیمه کې د مرستو په وېش بوخت یو؛ څو د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د ژمي د سړې هوا پر وړاندې د مقاومت امکانات برابر شي».

د کډوالو چارو دغه ادرې ټینګار کړی، چې د مرستو رسولو چارې به دوام وکړي او د بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره به د سرپناه، تودوخې، خوراکي توکو او نورو اړتیاوو زمینه برابره کړي.