• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: د خیبر له تیراه درې څخه د خلکو اېستل پوځ پورې تړاو نه‌لري

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۴ GMT+۰تازه شوی: ۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۵ GMT+۰

د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطاالله تارړ ویلي، د خیبر پښتونخوا له تیراه درې څخه د خلکو اېستنه له پوځ سره هېڅ تړاو نه‌لري او په دې اړوند خپرېدونکي خبرونه درواغ دي، خو ځايي اوسېدونکي وايي، له خپلو مېنو په زوره اېستل شوي دي.

عطاالله تارړ وویل، د سیمې د خالي کولو په تړاو ناسم خبرونه خپاره شوي او دا بهیر له پوځ سره تړل مناسب کار نه‌دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر په خبره، هغو کسانو ته چې په خپله خوښه له سیمې کډه کوي، د څلور اربه روپیو مرسته ځانګړې شوې ده. د نوموړي په وینا، تیراه دره کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات روان دي، خو د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت ته په‌کار ده، چې د دغه ایالت د ولس پر ښه ژوند، سوکالۍ او اسانتیاوو تمرکز وکړي.

دې پاکستاني چارواکي تر دې مخکې هم دغه ډول څرګندونې کړې وې، چې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپریدي غوسه یې راپارولې وه.

سهیل اپریدي: که د تیراه عملیات په ۲ یا ۳ ورځو کې ونه‌درول شي نو نوې ستراتیژي به جوړه کړو | افغانستان انټرنشنل پښتو

اپریدي د سوات په مېنګوره کې یوه لاریون ته د وینا پر مهال خبرداری ورکړی وو، که پاکستانی پوځ په راتلونکو دوو یا هم درېیو ورځو کې عملیات ونه دروي، نو خیبر کې به لویه ولسي جرګه راوبولي. هغه زیاته کړې وه، چې دا جرګه به بیا د تیراه درې د عملیاتو په تړاو نوې پرېکړې وکړي‌ او هم به ستراتېژي چمتو کړي.

د سهیل اپریدي په خبره، تیراه درې کې د هر ډول بد وضعیت د رامنځته کېدو مسوول د پاکستان په پوځ کې ځینې جنرال دي چې د تړلو دروازو تر شا ناسمې پرېکړې کوي.

له دې سره سم، د تیراه درې اوسېدونکي بیا وايي، د عملیاتو په پلمه له خپلو مېنو اېستل شوي او دمګړۍ په ډېر سخت وضعیت کې شپې او ورځې تېروي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د خیبر پښتونخوا په بنو کې وسله‌والو د امن کمېټې غړی خواجت الله وژلی

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۴ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا د بنو ولسوالۍ په دومېل سیمه کې د افغان کډوالو پنډغالي ته نږدې ناپېژاندو وسله‌والو د امن کمېټې غړی خواجت الله په ډزو وژلی او د هغه د تره‌زوی یې سخت ټپي کړی دی. ځایي پولیس وایي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د بنو پولیسو ویلي، دغه پېښه د دومېل سیمه کې د افغان کډوالو پنډغالي ته نږدې هغه مهال شوې چې خواجت‌الله او نسیم‌الله په یوې هټۍ کې د توکو په پېرلو بوخت وو. په پېښه کې ټپي شوي نسیم‌الله پولیسو ته په خبرو کې ویلي، له هېچا سره یې شخصي دښمني یا شخړه نه‌لرله.

د بنو ولسوالۍ د پولیسو مشر یاسر اپریدي ویلي: «پلټنې روانې دي او د پېښې د انګېزې معلومولو لپاره ټول ممکن اړخونه څېړل کېږي». د دغه برید پړه لاتراوسه کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌ده اخیستې.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په شپه هم د خېبرپښتونخوا په دېره اسماعېل خان کې د امن کمېټې د مشر نور عالم محسود په کور کې د واده پر مراسمو ځانمرګي برید کې د نور عالم محسود په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي وو.

سهیل اپریدي: که د تیراه عملیات په ۲ یا ۳ ورځو کې ونه‌درول شي نو نوې ستراتیژي به جوړه کړو

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۰

د خېبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپریدي د سوات په مېنګوره کې د پاکستان تحریک انصاف غونډې او لاریون ته په وینا کې وویل، که پاکستانی پوځ په تیراه کې په ۲ یا ۳ ورځو کې عملیات بند نه‌کړي، نو په خېبر کې به د پښتنو لویه جرګه راوبولي او نوې ستراتیژي به جوړه کړي.

د نوموړي په وینا، د پاکستان وفاقي حکومت نن سهار یوه خبرتیا خپره کړې او په ډاګه کړې یې ده، چې د تیراه خلک په خپله خوښه له خپلو سیمو وتلي او د وتلو ورته نه‌دي ویل شوي، په داسې حال کې چې هغوی اړ کړای شوي چې له خپلو سیمو د پاکستاني پوځ د عملیاتو لپاره خپلې مېنې پرېږدي.

سهیل اپریدي زیاتوي، تر دې وروسته به له وفاقي حکومت او یا نورو ادارو سره د خېبر پښتونخوا هر ډول اړیکه په لیکلي بڼه وي، ځکه د بد وضعیت د رامنځته کېدو پر مهال وفاقي حکومت له مسوولیت اخیستلو ډډه کوي.

اپریدي د تیراه د خلکو اوسنی وضعیت ډېر بد وباله او زیاته یې کړه: «موږ د پاکستان د پوځ خلاف نه یوو، بلکې د هغو جنرالانو خلاف یو چې د بندو دروازو تر شا پرېکړې کوي».

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان پوځ د پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ په تیراه دره کې د وسله‌والو پر ضد عملیاتو په موخه د دغې درې اوسېدونکو ته یې امر کړی، چې په ۱۵ورځو کې چې نن یې وروستۍ ورځ وه، له خپلو کورونو ووځي.

د پاکستاني پوځ د دغو عملیاتو پر ضد د خېبرپښتونخوا د چارواکو په ګډون ډېری سیاسي ګوندونو، ټولنیزو فعالانو او عامو خلکو اعتراض کړی او غوښتنه یې کړې، چې د پاکستان حکومت دې د پښتون قوم پر ضد روان ظلمونه پای ته ورسوي، خو دغو غوښتنو ته هېڅ لوري په درنه نه‌دي کتلي.

پشتین: پاکستان د هر پښتون په ذهن کې د یوه پنجابي دولت په توګه انځور شوی

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۸ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین ویلي، چې د تیراه د پښتنو د جبري بې‌ځایه کولو په تړاو د فدرالي حکومت او پوځ وروستۍ څرګندونې، چې دوی خلک نه دي بېځایه کړي، له حقیقت سره سمون نه لري. هغه ټینګار کړی، چې د دریځونو بدلول اوس ګټه نه لري.

منظور پشتین د یکشنبې په ورځ، د سلواغې پر پنځمه، پر خپلو ټولنیزو شبکو ولیکل، چې حکومت او پوځ د «تش په نوم عملیاتو» تر عنوان لاندې له کورونو د خلکو له ایستلو انکار کوي، حال دا چې د هغه په وینا، پښتانه پر ځان تېر شوي ظلمونه نه هېروي او نه یې بښي.

نوموړي زیاته کړې، چې په تېرو شلو کلونو کې د پوځي عملیاتو ملاتړي دریځونه د پښتنو په حافظه کې خوندي پاتې دي.

پشتین ویلي، چې د پوځ د ویاند خبري غونډې او د فدرالي چارواکو، په ځانګړي ډول د دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونې، به هېڅکله هېرې نه شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، چې د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو ستر منتقد دی، ویلي، چې د حکومت او پوځ د کړنو له امله د هر پښتون په ذهن کې پاکستان د یوه ځانګړي قوم تر واک لاندې دولت او پوځ د پښتنو پر وړاندې د ظلم سمبول ګرځېدلی دی. هغه ټینګار کړی، چې د دریځونو بدلول اوس ګټه نه لري.

نوموړي زیاته کړې، « ستاسې د ښکاره کړنو او تګلارو له امله، د هر پښتون په ذهن کې پاکستان د یوه پنجابي دولت په توګه او پاکستاني پوځ د پښتنو د قاتل، د پښتنو د شتمنیو د غله او یوې ترهګرې ډلې په توګه انځور شوی دی».

د پي ټي اېم مشر همداراز ویلي، چې د واورې په سختو شرایطو کې د ښځو، ماشومانو او زړو خلکو جبري بې‌ځایه کول او د سیاسي او پوځي مشرانو سخت او متکبرانه چلند به د پښتنو په ذهنونو کې پاتې وي او د ده په وینا، «ددې به یو وخت حساب ترې غوښتل کیږي».

خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پاکستاني زیږون کارتونه لغوه کېږي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۲۰ GMT+۰

له خیبر پښتونخوا څخه په خپرو شوو راپورونو کې ویل شوي چې په دغه ایالت کې افغان کډوالو ته ورکړل شوي د زیږون کارتونه به لغوه اعلان شي. چاوراکي وایي، له دغه کارتونو ناوړه ګټه اخیستل شوې.

د راپورونو له مخې، د هغو افغان کډوالو نوملړونه چې پخوا د پاکستان د نادرا ادارې کې ثبت شوي وو، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته لېږل شوي اوډېر ژر به دغه ثبت شوي کارتونه لغوه شي.

پاکستاني چارواکي وایي، دا اقدام د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي لپاره شوی، ځکه د هغوی په وینا یو شمېر افغان کډوالو له دغو اسنادو ناوړه ګټه اخیستې، ان تر دې چې ځینو کسانو د همدې اسنادو پر بنسټ سوداګریز فعالیتونه کړي او له چین سره یې هم تجارتي معاملې ترسره کړې دي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو اړوند خپلې پالیسۍ سختې کړې دي. د راپورونو له مخې، له تېرو څو میاشتو راهیسې د ویزو د ورکړې او تمدید بهیر هم درول شوی او هره ورځ زرګونه افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستنول کېږي.

یوازې پرون شاوخوا یو نیم زر افغان کډوال په جبري توګه له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو له امله ۹کسان مړه شوي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۵ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د طبیعي پیښو سره د مبارزۍ ادارې خبر ورکړی چې د روان کال د جنوري له ۲۲ راهیسې، د ورښتونو له امله ددغه ایالات په بیلا بیلو ولسوالیو کې د ماشومانو په ګډون ۹کسان مړه او یو ماشوم ټپي شوی دی.

د یادې ادارې د خبر له مخې دغه مرګ ژوبله د ورښتونو له امله د واورې ښویدنې، ځمک ښویدنې،او د کورونو د چت پریوتو له امله رامنځ ته شوې ده.

دغې پیښې په چترال، ملاکنډ، شانګله، او خیبر پښتونخوا سیمو کې ثبت شوي.په مړو کې ۷ماشومان،یو سړی او یوه ښځه شامل دي.

سیمه ایز چارواکي وایي، د سختې واورې ورېدو له امله تړل شوې ډېری لویې لارې د عام تګ راتګ پر مخ بیرته پرانیستل شوې، خو په ځینو لوړو سیمو کې د پاتې تړلو لارو د خلاصولو لپاره هڅې روانې دي، او له زیانمنو خلکو سره د ژمني توکو مرستته هم شوې ده.

چارواکو همداراز خبرداری ورکړی چې د ایالت په ځينې ولسوالیو کې به د بارانونو او واورې ورېدو نوې لړۍ تر سه‌شنبې پورې په وقفه یې توګه دوام ولري. له خلکو غوښتل شوي چې بې‌ځایه سفر ونه کړي، حساسو سیاحتي سیمو ته له تګه ډډه وکړي او د حکومتي ادارو خبرتیاوو ته پوره پاملرنه وکړي.