مصر له ایران نه د خپلو څلورو نیول شویو وګړو د خوشې کولو غوښتنه کړې

مصر د چارشنبې په ورځ وویل چې هڅه کوي هغه څلور اتباع خوشې کړي چې تېره میاشت په فارس خلیج کې د قاچاقي سون توکو د یوې بیړۍ د درولو پرمهال نیول شوي دي. د مصر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا مهال څلور مصريان د «ریم الخلیج» په نوم بېړۍ کې د ایران په عباس بندر کې دي.