عليمه خان: عمران خان د شکنجې لپاره په انفرادي بند خونه کې ساتل شوی

د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان خور عليمه خان وایي، چې نوموړی د شکنجې لپاره په انفرادي بندخونه کې ساتل شوی. هغې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال ویلي، چې له عمران خان سره پر لېدنې کتنې بندیز لګېدلی او په تېر يو کال کې له نوموړي سره د ګوتو په شمېر د ملاقاتو اجازه ورکړل شوې ده.

هغه وایي، پوليسو د سې‌شنبې په ورځ هغې او خویندو ته یې له عمران خان سره په اډياله زندان کې د ملاقات اجازه نه‌ده ورکړې. نوموړې زیاته کړې، د عمران خان سره وروستی ملاقات د ډسمبر په ۲مه نېټه شوی و.