محمدشاه امیري، چې د اسماعیلیه ټولنې غړی و، د مرغومي میاشتې د ۱۱مې نېټې په ماښام، چې له کاره کور ته روان و، په کوڅه کې د یوه وسلهوال کس له ناڅاپي برید سره مخ شو. وسلهوال د کټارو شاته، د دوه ـ درې مترو په واټن کې پر هغه ډزې وکړې.
دا ۲۴ کلن ځوان د افغانبیسیم مخابراتي شرکت کارکوونکی و او د بدخشان په فیضآباد ښار کې، د کوکچې د سیند پر غاړه، په دشتقرق په سیمه کې اوسېده. یوې سرچینې وویل چې مرمۍ د محمدشاه د غوږ تر شا لګېدلې وه او د تندي له برخې وتلې وه.
هغه تر ډزو وروسته څو دقیقې ژوندی و او پر ځمکه پروت و، ساه یې اخیسته. نږدې یو ماشوم پرې خبر شو او په منډه کور ته ولاړ څو نور خلک خبر کړي.
یوې سرچینې وویل چې د استخباراتو ځواکونه له ډزو څو دقیقې وروسته سیمې ته ورسېدل، خو د محمدشاه د لېږد په برخه کې یې ځنډ وکړ: «ویل یې دا موټر زموږ نه دی.» خو بالاخره، له ځنډ وروسته، هغه په همدغه موټر کې روغتون ته ولېږدول شو.
محمدشاه روغتون ته تر رسېدو مخکې په لاره کې ساه ورکړه.
محمدشاه امیري په بدخشان کې ووژل شو
تر اوسه معلومه نه ده چې د بدخشان د دغه اوسېدونکي د ترور عامل څوک دی. خو له دې پېښې شاوخوا یوه میاشت وروسته، د سلواغې د میاشتې په دویمه نېټه، دوه نور د اسماعیلیه ټولنې وګړي په یوه دوکان کې، له هغه ځایه پنځوس متره لرې چې د محمدشاه نیمهژوندی جسد پرې پروت و، تر ډزو لاندې راغلل. هغوی هم د محمدشاه خپلوان وو.
ځايي سرچینې طالبان تورنوي چې د غیر قانوني وژنو په اړه جدي او هر اړخیزې پلټنې نه کوي.
ځايي اوسېدونکي وایي چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، په بدخشان ولایت کې اسماعیلیه وګړي په منظم ډول ترور کېږي.
د طالبانو اداره دا ډول ډېری پېښې د جنايي جرمونو په چوکاټ کې څېړي. د طالبانو د احصاییې او معلوماتو ادارې اسناد، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، ښيي چې د طالبانو د نږدې څلورو کلونو واکمنۍ پر مهال، له ۱۴۰۰ تر ۱۴۰۳ کلونو پورې، شاوخوا ۶۶۶۰ وژنې د جنايي جرمونو تر عنوان لاندې ثبت شوې دي.
البته طالبان د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې واک ته ورسېدل، او د هماغه کال د لومړیو پنځو میاشتو ثبت شوې پېښې د پخواني حکومت د واکمنۍ پر مهال شوې وې.
په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو چارواکو له هر منبره بیا بیا ادعا کړې چې په ټول افغانستان کې یې سراسري امنیت ټینګ کړی دی، خو په عمل کې، د لسګونو خونړیو ترهګریزو بریدونو تر څنګ، د طالبانو خپل ارقام د جنايي جرمونو د پام وړ زیاتوالی ښيي.
د جنايي جرمونو ۶۰ سلنه زیاتوالی
دا ارقام، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ د احصایې او معلوماتو ادارې په کلنۍ کتابچه کې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په پای کې خپرې شوې، ښيي چې جنايي جرمونه، په ځانګړي ډول قتل او غلا، په تېرو درېیو کلونو کې پام وړ زیات شوي دي.
د اسنادو له مخې، په ۱۴۰۳ کال کې د جنايي جرمونو ټول شمېر شاوخوا ۱۷ زره او ۳۲۰ پېښو ته رسېدلی دی.
دا شمېر په ۱۴۰۰ کال کې، د طالبانو د واکمنېدو پر مهال، ۱۰ زره او ۸۳۴ پېښې وې. یو کال وروسته، په ۱۴۰۱ کې ۱۲ زره او ۶۸۸ ته ورسېدې، او بیا په ۱۴۰۲ کې ۱۶ زره او ۱۸۶ ته لوړې شوې.
د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۳ کلونو د ارقامو پرتله کول ښيي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته جنايي جرمونه شاوخوا ۶۰ سلنه زیات شوي دي.
د «جنايي» وژنو ۱۵ سلنه زیاتوالی
یوازې په ۱۴۰۳ کال کې شاوخوا ۱۷۳۴ جنايي وژنې ثبت شوې دي. دا شمېر په ۱۴۰۱ کې ۱۶۷۳ او په ۱۴۰۲ کې ۱۷۵۱ پېښې وې.
په ۱۴۰۰ کال کې، چې د طالبانو د بیا واکمنۍ لومړی کال و، د احصایې او معلوماتو ادارې د افغانستان په کچه د ۱۵۰۲ کسانو وژل کېدل ثبت کړي وو. دا شمېر په ۱۴۰۳ کال کې ۲۳۲ پېښې زیات شوی، چې له ۱۵ سلنې ډېر زیاتوالی ښيي.
انسانتښتونې
د مرغومي میاشتې د ۳۰مې نېټې د سېشنبې په شپه، څلور وسلهوال کسان له یوه سپین رنګ ټویوټا کرولا موټر څخه ښکته شول او محمد داوود هوشمند یې چې ډاکټر و، د کابل د خیرخانې له سیمې د خپل کور له نږدې سیمې وتښتاوه. هغه له خپل کلینیک څخه کور ته روان و.
د دغه ۶۳ کلن ډاکټر له تښتول کېدو نږدې یوه اونۍ تېرېږي، خو کورنۍ یې تر اوسه د هغه په اړه هېڅ معلومات نه لري. د هغه یوه خپلوان افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې نوموړی د لوړ فشار ناروغي لري او کورنۍ یې د هغه د روغتیا په اړه سخته اندېښمنه ده.
په دې وروستیو کې افغانستان انټرنشنل یوه ویډیو خپره کړه چې پکې ښکاري، یوه چادري پوښه ښځه د مرغومي میاشتې د ۲۸مې نېټې له غرمې مخکې، په مزارشریف کې له یوې کوڅې څخه یو درې کلن ماشوم پورته کوي، په غېږ کې یې نیسي او له ځان سره یې وړي. د دې شېبې انځورونه یوې څارګرې کمرې ثبت کړي وو.
د دغه ماشوم کورنۍ په پیل کې فکر کاوه چې ماشوم ورک شوی دی، خو د څارګرې کامرې د انځورونو له لیدلو وروسته پوه شول چې ماشوم د یوې ښځې لهخوا تښتول شوی دی. د دې ویډیو له خپرېدو درې ورځې وروسته، په بلخ کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ د نوو انځورونو په خپرولو سره اعلان وکړ چې ماشوم موندل شوی دی. په ویډیو کې ویل کېږي چې هغه ښځه چې ماشوم یې له ځان سره بیولی و، نیول شوې ده.
د طالبانو د احصائیې او معلوماتو ادارې په خپل راپور کې ویلي دي چې په ۱۴۰۱، ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو کې په ټولیز ډول ۲۲۴ د انسانتښتونې پېښې ثبت شوې دي. دا شمېرې د کلونو له مخې ۱۳۳، ۴۱ او ۵۰ پېښې دي، چې د طالبانو د شمېرو له مخې د کموالي په لور روانې دي.
طالبانو په ځینو مواردو کې د تښتول شویو کسانو د ژغورنې خبرونه ورکړي دي، خو په ډېرو مواردو کې د تښتول شویو کسانو د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته. په ډېرو پېښو کې تښتوونکي د قربانیانو د خوشې کولو په بدل کې د پیسو غوښتنه کوي.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال غلاوې دوه برابره شوې دي
د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې په خپل کلني راپور کې ویلي دي چې یوازې په ۱۴۰۳ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۶ زره او ۲۲۵ د غلا پېښې ثبت شوې دي. د راپور له مخې، دا شمېر په ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کلونو کې په ترتیب سره ۴۸۴۷ او ۵۷۰۳ پېښې وې.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په یوه پخواني ورته راپور کې د ۱۴۰۰ کال د غلا پېښې ۳۱۰۲ ثبت شوې وې. یعنې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د غلا پېښې سل سلنه زیاتې شوې او دوه برابره شوې دي.
فاطمه (مستعار نوم)، چې د کابل د څلورمې کارتې سیمې اوسېدونکې ده، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په دې سیمه او د کابل په ځینو نورو برخو کې، په ځانګړي ډول له ماښام وروسته، خلک د غلاوو هدف ګرځي. هغې وویل، د طالبانو د تبلیغاتو برعکس، خلک نه شي کولی په ارامه زړه په سړکونو وګرځي.
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پخوانی رییس بسمالله تابانوایي چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په تر ټولو خوندي ولایتونو کې هم د غلا پېښې زیاتې شوې دي. د هغه په وینا، خلک هره ورځ له وسلهوالو غلاوو څخه په ولسوالیو لکه جاغوري کې خبر ورکوي، چې پخوا خوندي بلل کېدې.
تابان له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په افغانستان کې زیاتره وسله د طالبانو اړوند کسانو په لاس کې ده.
موږ د کابل له یوه اوسېدونکي وپوښتل، چې د طالبانو د امنیتي تبلیغاتو په رڼا کې، ایا په کابل کې د موبایل غلا کمه شوې ده؟ هغه په خندا وویل: «د جمهوریت په شلو کلونو کې مې یو موبایل ورک کړ، خو د امارت په دوره کې مې دوه موبایلونه غلا شول».
هغه زیاته کړه: «هیڅ منطق دا نه مني چې په یوه ټولنه کې بېکاري او فقر زیات شي، خو غلا کمه شي».
په هرات کې ناامني
افغانستان انټرنشنل د سلواغې میاشتې په پنځمه نېټه راپور ورکړ چې یوازې په یوه اونۍ کې په هرات ښار کې اووه کسان وژل شوي دي. په دې پېښو کې د یوه ګرځنده صراف وژل کېدل، د هرات ـ کرخ پر لاره د دوو ځوانانو وژل، د یوه تنکي لاسپلورونکي وژل، په یوولسمه ناحیه کې د یوه سړي وژل کېدل او د ښار په مرکز کې د ترور دوه پېښې شاملې دي.
د هرات اوسېدونکي وایي چې دا ښار په دې وروستیو کې سخت ناامن شوی دی. طالبان زیاتره د دې پېښو په اړه څرګندونې نه کوي او د خلکو په وینا، د عاملانو پر وړاندې جدي پوښتنه نه کېږي. د دغو وژنو یوه برخه د وسلهوالو غلاوو پر مهال رامنځته شوې ده.
د «سراسري امنیت» حقیقت
د پخواني حکومت پر مهال د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رییس وایي، طالبانو د افغانستان له نیولو وروسته مسلکي او روزل شوي کارکوونکي لرې کړي او پر ځای یې «ملایان او د مایناېښودنې متخصصین» ګومارلي دي.
بسمالله تابان وویل چې د طالبانو ځواکونه نه د جرمونو پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري او «نه د افغانستان د خلکو د ساتنې نیت». هغه دا هم وویل چې خلک د جنايي جرمونو د راپور ورکولو لپاره لږ طالبانو ته مراجعه کوي، ځکه پوهېږي چې پایله به ونه لري.
دغه پخواني دولتي چارواکي د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې وړاندې شویو شمېرو ته هم د شک په سترګه ګوري. د هغه په وینا، دا معلومات له سخت سانسور او د رسنیزو او سیاسي پایلو له ارزونې وروسته خپرېږي او د افغانستان د واقعي وضعیت نیمګړی انځور وړاندې کوي.
بسمالله تابان زیاته کړه، هغه څه چې طالبان یې د «سراسري امنیت» تر نوم لاندې د خپلې لاستهراوړنې په توګه تبلیغوي، په حقیقت کې د خلکو د امنیتي ذهنیت ناوړه استفاده ده؛ هغه ذهنیت چې د ده په وینا، د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې کلونو کې د دې ډلې د خونړیو بریدونو له امله رامنځته شوی و.
د طالبانو د ادارې شمېرې یوازې ثبت شوې جنايي پېښې ښيي. یو شمېر خلک د طالبانو د غیرمسلکي چلند له امله، د وېرې له کبله دا ډول پېښې نه راپورکوي.
د وژنو تر شا د طالبانو لاس
افغانستان انټرنشنل تر دې وړاندې د لومړي ځل لپاره په یوه پراخه څېړنه کې د هغو قضیو جزئیات او د طالبانو د غړو د اعترافاتو ویډیوګانې افشا کړې، چې له هدفمندو وژنو سره تړاو لري.
دا افشاګري په څو ولایتونو کې په هدفمندوترورونو کې د دې ډلې د غړو له مستقیم رول پرده پورته کوي او د لومړي ځل لپاره د لږ تر لږه څلورو قضیو په اړه، لکه د عاملانو انګېزې، امر ورکوونکي، د ترور د اجرا طریقه او د طالبانو د امنیتي او عدلي قضايي سیستم چلند په تړاو، معلومات وړاندې کوي.
رسنیو او د بشر د حقونو معتبرو بنسټونو راپور ورکړی چې په کندهار، ننګرهار، خوست کې ګڼې وژنې شوې، د کابل په شمال کې موټر درول شوي، پنجشیري ځوانان ښکته او نادرکه شوي، اسماعیلیان په شمال کې د خپل مذهب له امله په ډزو وژل شوي، او د پخواني افغان دولت د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د جاسوسۍ، تعقیب او وژنو لړۍ دومره شدیده شوې وه چې هغوی ان د خپلو کورنیو له غړو وېرېدل او اړ شول ګاونډیو هېوادونو ته وتښتي.
د هدفمند ترورونو د قربانیانو کورنۍ ډېری وخت طالبان پړه ګڼي، خو طالبان اکثره دا تورونه رد یا تکذیبوي. د طالبانو ویاندویانو په نږدې څلور نیمو کلونو کې د رسنیو پوښتنو ته د دغو ترورونو د قضیو په اړه ځواب نه دی ویلی او نه یې د پلټنو او عدلي چلند څرنګوالی له ولس سره شریک کړی دی.