• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا مشرانو د تیراه بې‌کوره شوو د ستونزو د حل لپاره «خیبر قومي جرګه» جوړه کړې

 جواد شينواری
جواد شينواری

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۰۰ GMT+۰

په خیبر پښتونخوا کې قومي مشرانو او د سیاسي ګوندونو استازو د «خیبر قومي جرګې» تر نوم لاندې په باړې بازار کې غونډه کړې، چې موخه یې د تیراه د بې‌کوره شوو خلکو د ستونزو ارزونه او د هغوی د راستنېدو او اسانتیاوو لپاره د عملي ګامونو اخیستل دي.

یاده جرګه، چې نن شنبه د سلواغې په ۱۱مه جوړه شوې، پکې د جمعیت علمای اسلام، عوامي نشنل پارټي، پاکستان تحریک انصاف، مسلم لیګ، پاکستان پیپلز پارټي او جماعت اسلامي استازو ګډون درلود.

د جرګې ګډونوالو د تیراه د بې‌کوره شوو کورنیو پر ستونزو، د مرستو رسولو بهیر، د سیمې د بیارغونې او د خلکو د خپلو مېنو ته د بېرته ستنولو پر چارو بحثونه کړي او د پاکستان له حکومته یې د سمدستي او عملي ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې.

په جرګه کې د جمعیت علمای اسلام ګوند استازي ویلي، چې د تیراه د خلکو بې‌کوره کېدل د اعلی وزیرپه خوښه او اجازې ترسره شوي او دې چارې سلګونه کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ کړې دي. د هغوی په وینا، اعلی وزیر مسولیت لري چې د خپلو خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

همداراز د پاکستان تحریک انصاف ګوند استازو وویل: « د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر یوازې تش په نوم مشر دی او لازم قانوني صلاحیتونه نه لري». هغوی پر یووالي او د اختلافاتو پر له منځه وړلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، که د تیراه د خلکو په بودجه او مرستو کې هر ډول درغلي وشي، نو دوی به یې پر وړاندې اقدام وکړي.

په غونډه کې د نورو سیاسي ګوندونو استازو او قومي مشرانو هم د تیراه د خلکو د ستونزو د حل لپاره پر عملي او جدي اقداماتو ټینګار وکړ.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د تیرا اوسېدونکي: د پاکستان د پوځ له‌خوا په زور له خپلو مېنو اېستل شوي یو

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۷ GMT+۰

د خېبرپښتونخوا د خېبر ولسوالۍ د تیرا درې یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې پوځ ورته سپارښتنه کړې وه، څو خپلې مېنې پرېږدې او له دغه سیمې څخه ژر تر ژره ووځي. بې‌ځایه شوې کورنۍ وایي، کاروبارونه یې خراب شوي او تش لاس راوتي دي.

یوې عمر خوړلې مېرمنې په خپلو خبرو کې وویل، د پاکستاني پوځیانو‌ په بریدونو کې خلک مړه شول چې ماشومان هم په‌کې شامل وو. دغې مېرمنې زیاته کړې، چې کلي او کورونه یې وران شول، خو د پاکستان د حکومت په ګډون پوځ یې هېڅ راز لاسنېوی نه دی کړی.

د هغې په خبره: «اخر مو څه شی کړي وای، درز او غرز و، فوج والا راته وویل چې وځئ. د ګاډي کرایه هم راسره نه وه او مونږ ته باید خپل حق راکړل شي». په دغو بې‌ځایه شویو کورنیو کې د تیرا درې یو شمېر هټۍوال او کاروباریان هم شامل دي چې په سیمه کې یې خپل هر څه له لاسه ورکړي او خپلو کورنیو سره په جبري توګه بې‌ځایه شوي دي.

تیرا دره کې یو ځايي هټۍوال چې اوس د خېبر ولسوالۍ جمرود سیمې ته له خپلې کورنۍ سره کډه شوی، وایي: «دوکانونه، مارکېټونه او کورونه مو تباه شول. په لاره کې یې هم تکلیف کړو او حکومت له‌خوا نه چې کومې وعدې شوې وې، نو هېڅ شی یې نه دی کړی. که چا ته یې پیسې هم ورکړي، نیمې یې ورکړي. یو څوک د پنځوس زرو حقدار دی خو شل زره ورکړل شوي».

د خېبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي هم د دغو کډوالو پر بې‌ځایه کېدو خواشیني څرګنده کړې او نیوکه یې کړې، چې د پاکستان پوځ په لوی لاس تیرا درې او د دې ایالت نورو سیمو کې ناامنۍ نورې پراخوي. هغه زیاته کړې وه، چې په هېڅ ډول به پوځ ته اجازه ور نه‌کړي چې په یادې درې کې پوځي عملیات وکړي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ بیا ادعا کړې، چې د پاکستان پوځ په تیرا دره کې د هېڅ ډول پوځي عملیاتو پلان نه لري او په دې تړاو ټولې اوازې بې‌بنسټه دي. هغه همدا راز ادعا کړې، چې پوځ هېچا ته له یادې درې څخه د وتلو خبره نه ده کړې او د سیمې اوسېدونکي د سختو واورو له امله خپل کورونه پرېږدي.

د شهباز شریف د حکومت د دغه چارواکي دغه څرګندونو ته د تحریک انصاف ګوند غړو تر څنګ پښتنو سیاستوالو سخت غبرګونونه ښودلي دي او دا یې د خلکو په سترګو کې خاورې اچول بللي دي. د خېبرپښتونخوا د ایالتي حکومت چارواکي وایي، مرکزي حکومت د تیرا درې په مساله کې دوه مخیتوب کوي.

منظور پشتین: ټول پښتانه دې د پاکستان پوځ د عملیاتو پرضد راپورته شي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۱ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په خپل یو تازه ویډيوي پېغام کې ویلي، چې د پاکستان پوځ غواړي د عملیاتو په نامه پښتانه وځپي او له خپلو سیمو یې وباسي. منظور پشتین د پښتونخوا له پښتنو غوښتي، چې په تیرا کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو د مخنوي لپاره یو موټی شي او پرضد یې راپورته شي.

‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین د جمعې په ورځ د سلواغې پر ۱۰مه په یو ويډيوي پيغام کې ویلي، تېر ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان پوځیانو د پښتنو په سیمو کې له ۳۰۰ ډېر بریدونو کړي چې یوازې ملکي کسان یې په نښه کړي دي.

هغه نیوکه وکړه، چې د پاکستان پوځ وايي، دوی د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات کوي خو بیا هم دوی ملکیان په نښه کوي.

‏منظور پشتین د پاکستان پوځ ځواکونو د پښتنو په سیمو کې د عملیاتو له لارې غواړي دغه سیمې ناامنه، د پښتنو وژل او د دوی د کانونو لوټول دي.

هغه بیا هم د پښتون قامي جرګې ته په اشارې سره وویل، که غوښتنې یې عملي شوې وای نو اوس به د پښتنو روانې ستونزې حل شوې وې.

پشتین د خپل غورځنګ د مشرانو نیول کېدل وغندل او وویل، چې د دوی د غورځنګ نیول شوي مشران د پاکستان پوځ په زندانونو کې له سختو بدني او روحي شګنجو سره مخامخ دي خو دوی به خپل سرونه ټیټ نه کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ بېلابېل غړي په تېره یوه لسیزه کې وژل شوي دي.

منظور پشتین په وار، وار ادعا کړې، چې د دوی غړي د‌ پاکستاني پوځ په دستور وژل کېږي او په محاکمو کې ان د دوی د وژل شویو غړو اړوند عریضې هم نه منل کېږي. د دغه غورځنګ لسګونه غړي د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې په ډول، ډول وژل شوي او یا هم تري تم کړای شوي دي.

پر ډیورنډ تړلې لارې؛ د خیبر پښتونخوا عواید ۵۳ سلنه کم شوي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۱ GMT+۰

پاکستاني رسنیو د خیبر پښتونخوا ځایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د نږدې څلورو میاشتو راهیسې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تړلو لارو له امله د خیبر پښتونخوا ایالت عواید ۵۳ سلنه کم شوي دي.

چارواکي وايي، د عوایدو دغه کمښت د سوداګریزو فعالیتونو د ټکني کېدو څرګنده نښه ده. د خیبر پښتونخوا سر وزیر د مالیاتو سلاکار مزمل اسلم او د فدرالي سوداګرۍ وزیر جام کمال ته په لېږلي لیک کې ویلي، چې پر ډیورنډ کرښه د لارو دوامداره تړل پاتې کېدو د دغه ایالت پر اقتصاد، عوایدو او د خلکو پر کارو بار ناوړه اغېزه کړې ده.

هغه د صوبايي او فدرالي چارواکو ترمنځ د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې؛ څو د ستونزې د حل لپاره عملي لارې چارې ولټوي. د لیک له مخې، که څه هم د مالیې راټولولو پر وړاندې رسمي خنډ د تېر کال په نومبر میاشت کې لرې شوی و؛ خو پر ډیورنډ کرښه د سوداګرۍ د شته ستونزو له امله عواید بېرته عادي حالت ته نه‌دي راګرځېدلي او سوداګریز فعالیتونه لاهم په ټپه ولاړ دي.

د خیبر چارواکي وايي، د پاکستان ډېری صادرات افغانستان ته د تورخم او غلام خان بندر له لارو لېږدول کېږي؛ خو د خرلاڅي او انګور اډې له لارې سوداګري په دوامداره توګه کمه شوې ده. د دوی په خبره؛ د خیبر پښتونخوا سرحدي لارې د پاکستان د ټولو صادراتو نږدې ۸۰ سلنه جوړوي، چې بند پاتې کېدل یې د پاکستان پر اقتصاد منفي اغېزه کوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت خبرداری ورکړی، که د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ژر تر ژره بېرته پیل نه‌شي؛ نو د خیبر پښتونخوا اقتصاد، سوداګریز فعالیتونه او د زرګونه خلکو د کار او روزګار وضعیت به لا زیانمن شي.

د اسلام‌اباد یوې محکمې د سهیل اپریدي د نیولو حکم صادر کړی دی

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۳ GMT+۰

د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد یوې محکمې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر، سهیل اپريدي، د نیولو حکم صادر کړی دی.

د راپورونو له مخې، دا حکم د سهیل اپریدي د هغو څرګندونو په تړاو ورکړل شوی چې نوموړي د ۲۰۲۵کال په نومبر میاشت کې کړې وې.

ښاغلي اپریدي، هغه مهال ادعا کړې وه چې پاکستاني امنیتي ځواکونو په خیبرپښتونخوا کې جوماتونو ته سپي وروستي دي، دا هغه څرګندونې دي چې د دولتي بنسټونو پر وړاندې «ګمراه ‌کوونکې» بلل شوي او د هغوی د اعتبار د زیانمنولو تور ورباندې لګېدلی دی.

د دغې قضیې قاضي، عباس شاه، ویلي چې سهیل اپریدی، سره له دې چې محکمې ته احضار شوی و، خو حاضر نه شو، له همدې امله د هغه د نیولو امر صادر شو.

محکمې ویلي چې د دې قضیې راتلونکې اورېدنه به د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په ۱۰مه نېټه ترسره شي.

تر اوسه، پخپله سهیل اپریدي او یا هم د خیبرپښتونخوا حکومت په رسمي ډول د دې محکمې د پرېکړې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د خیبرپښتونخوا په تېرا سیمه کې د ناامنۍ له امله په زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۵ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا په تېرا کې د ناسم امنیتي‌ وضعیت له امله په زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي. ځایي چارواکي وايي، په تېرو ۲۰ ورځو کې ۱۴زره بې‌ځایه شوې کورنۍ له دوی سره ثبت شوې چې ۱۰زره یې خوندي سیمو ته لېږدول شوې دي.

اېکسپریس ټربیون ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) د پاکستان د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې په حواله لیکلي، چې په تېرا کې د خلکو د اېستلو لړۍ یې (د جنورۍ په ۱۰مه) پيل کړې او ګڼې کورنۍ یې باړې، پېښور او نورو سیمو ته لېږدولې دي.

د راپور له مخې؛ یوازې تېره ورځ د باړې په پنځو مرکزونو کې ۱۷۱۹ کورنۍ ثبت شوې دي. پاکستاني چارواکي‌ وایي، د درنې واورې له امله په لاریو کې بند پاتې په سلګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ یې ژغورلې دي. د دوی په خبره؛ تر دې مهاله یې ۲۲۰۰ کسان د یخنۍ له سختې څپې ژغورل شوي دي.

ځایي اوسېدونکو هم په تېرا کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ یاد کړی او زیاته کړې یې ده، چې د ناامنۍ له کبله یې خپلې مېنې پرېښې دي. ځايي چارواکو په دوو میاشتو کې د عملیاتو د پای ته رسولو هیله ښودلې او ډاډ یې ورکړی، چې د سیمې له خوندیتوب وروسته به خلک بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي.
خو په خواله رسنیو په خپرو شویو ویډویګانو کې لیدل کېږي، چې د تېرا درې د بې‌ځایه شویو وضعیت د اندېښنې وړ دی. ځایي اوسېدونکي وایي، تر دې دمه ۷۰زره کسان بې‌ځایه شوي دي او دغه لړۍ لاهم دوام لري.