اکسیوس: وېټکاف به تر عراقچي وړاندې له نتنیاهو سره ګوري

اکسیوس د یوه اسراییلي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیو وېټکاف په پام کې لري، څو د سېشنبې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره وګوري. د دغه راپور لهمخې، وېټکاف به د اسراییل د پوځ د لوی درستیز ایال زمیر سره هم وګوري.
