د پاکستان د دفاع وزیر ادعا: د بلوڅ «یاغیانو» مشران په افغانستان کې حضور لري

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د بلوڅ وسله‌والو د خونړیو بریدونو له ترسره کېدو وروسته، د دغه هېواد د دفاع وزیر د تور ګوته د افغانستان پر لور نیولې ده. خواجه اصف د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه، چې په بلوچستان کې د فعالو بلوڅ وسله‌والو ډلو مشران په افغانستان کې مېشت دي.