• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ویاندویانو ترمنځ اندېښنه؛ طالبان وايي چې د دوی روایت له جدي ننګونو سره مخ دی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي اثارو او اسنادو د ثبت ریاست مشر سعید خوستي ویلي، د طالبانو د پیغام رسولو او رسنیز فعالیتونو چارې «ډېرې کمزورې» دي او که د «خواله رسنیو ډګر» بې‌پامه پرېښودل شي، نو «د دوښمن روایت پیاوړی کېږي او طالبان به ماته وخوري».

قاري سعید چې پخوا یې د حقاني شبکې د تبلیغاتو د څانګې مشري کوله، د روانې اوونۍ په پیل کې د طالبانو د مشر له‌خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ریاست په یوه بست کې وټاکل شو. هغه د هغو کسانو په یوې غونډه کې چې د طالبانو په ګټه په مجازي فضا کې تبلیغاتي فعالیتونه کوي، وویل چې کله کاروونکي ټولنیزو شبکو ته ننوځي، نو په ډېرو مواردو کې لومړني محتوا چې دوی یې ویني، د طالبانو د مخالفو رسنیو پیغامونه او روایتونه وي.

د خوستي په وینا، دا پیغامونه د ورځې په اوږدو کې څو څو ځله تکرارېږي او د ځوانانو او عامو خلکو پر ذهنونو اغېز کوي. هغه وویل: «د بېلګې په توګه، لیکي چې طالبانو په افغانستان کې یو جزايي قانون یا اصولنامه توشیح کړې ده، چې په هغه کې عدالت او مساوات نشته. دا هغه لومړني شیان دي چې د ورځې په پیل کې سترګې پرې لګېږي او بیا د ورځې په اوږدو کې دا انځورونه او پیغامونه څو ځله تکرارېږي».

د خوستي اشاره د طالبانو هغې جزايي اصولنامې ته ده، چې تازه په څه باندې سلو مادو کې خپره شوې او د جرمونو د څېړلو څرنګوالی، د قضايي بهیر طریقه او د طالبانو د محکمو د سزاګانو ډولونه په‌کې ټاکل شوي دي.

خوستي وویل، که چوپتیا غوره شي، «د دوښمن روایت پیاوړی کېږي» او له همدې امله طالبان باید تل په دفاعي دریځ کې پاتې نه‌شي، بلکې باید د رسنیو په ډګر کې د ابتکار واګې په لاس کې واخلي. نوموړي همدارنګه وویل، هغه رسنۍ چې له طالبانو سره موافقې نه دي، واړه خبرونه «غټوي» او له دې لارې د طالبانو د روایت د کمزوري کولو هڅه کوي.

خوستي دا هم وویل، چې ټولنیزې رسنۍ «د جګړې ژوندی ډګر» دی او لکه څنګه چې پوځي ډګر ته پاملرنه کېږي، هماغه اندازه دا فضا هم پاملرنې او فعال حضور ته اړتیا لري.

یاده دې وي، چې قاري سعید خوستي د الاهې دلاوري په نوم پر یوې محصلې نجلۍ د جنسي تېري په تور هم تورن دی.

هغه تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند او وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار پاتې شوی و.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د دفاع وزیر ادعا: د بلوڅ «یاغیانو» مشران په افغانستان کې حضور لري

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۷ GMT+۰

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د بلوڅ وسله‌والو د خونړیو بریدونو له ترسره کېدو وروسته، د دغه هېواد د دفاع وزیر د تور ګوته د افغانستان پر لور نیولې ده. خواجه اصف د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه، چې په بلوچستان کې د فعالو بلوڅ وسله‌والو ډلو مشران په افغانستان کې مېشت دي.

پاکستان تر دې وړاندې هم افغان طالبان تورن کړي وو، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشرتابه ته یې په افغانستان کې پناه ورکړې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ د (سلواغې ۱۳مه) د دغه هېواد پارلمان ته ولاړ او د بلوچستان د امنیتي وضعیت په اړه یې استازو ته معلومات ورکړل. نوموړي وویل، حکومت به هېچا ته اجازه ور نه‌کړي چې تاوتریخوالی د ازادۍ‌ غوښتنې تر نامه لاندې یا د هغې په چوکاټ کې توجیه کړي.

خواجه اصف زیاته کړه، هغه وسله‌وال عناصر چې په بلوچستان کې فعالیت کوي، له بهرني ملاتړ څخه برخمن دي او ادعا یې وکړه، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د دې ایالت د ناامنۍ په پراخېدو کې رول لري. د هغه په وینا، د دغو ډلو له مشرتابه څخه په عملي ډول له افغانستان څخه ملاتړ کېږي.

طالبانو بیا بیا په افغانستان کې د پاکستاني وسله‌والو په ګډون د بهرنیو وسله‌والو د حضور ادعاوې رد کړې دي؛ خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپورونه ښيي چې طالبان د افغانستان له خاورې پر پاکستان د ټي‌ټي‌پي د بریدونو مخه نه نیسي.

خواجه اصف همدارنګه وویل، چې بلوچستان د جغرافیایي پراخوالي له پلوه د پاکستان تر ټولو لوی ایالت دی او د دې ایالت امنیت ټینګول د هېواد د نورو ګڼ مېشتو سیمو په پرتله ډېر ستونزمن کار دی. د پاکستان د دفاع وزیر وویل، چې حکومت به له بلوڅ وسله‌والو سره هېڅ ډول خبرې اترې ونه کړي او د هغوی د تاوتریخوالو بریدونو پر وړاندې به په پوره ځواک ځواب ورکړي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ جنګیالیو د شنبې په سهار د سلواغې میاشتې په ۱۱مه، د وسلو او چاودېدونکو توکو په کارولو سره د بلوچستان په څه باندې لسو سیمو کې پر پوځي او نیمه‌پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل.

پاکستان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د وروستیو نښتو په پایله کې ۱۴۵ تنه بلوڅ وسلوال وژل شوي دي.

طالبان: په هېواد کې به د بې‌کارۍ کچې د راټيټولو لپاره یوه تخنیکي کمېټه جوړه شي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري د کار عالي شورا په څلورمه نوبتي غونډه کې وویل، په هېواد کې به د بې‌کارۍ کچې د راټیټولو او د کارموندنې په موخه د درېیو وزارتونو او خصوصي سکټور ترمنځ په ګډه یوه تخنیکي کمېټه رامنځته شي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، په دې غونډه کې د هېواد په کچه د کارپنځونې پر محور د ملي اقتصادي ودې، د خصوصي سکتور د بېلابېلو برخو ترمنځ د غوره همغږۍ، د داخلي تولیداتو پر پراختیا، د صادراتو د کچې لوړولو او پر وړاندې یې د شته ستونزو د تشخیص، د کم کیفیته توکو له وارداتو څخه د مخنیوي پر څرنګوالي، د نړۍوالو کاري معیارونو تطبیق، د کار بازار د تنظیم او د کارګرو د مزد او د مزد د څرنګوالي په اړه په تفصلي ډول خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې غونډه کې عبدالمنان عمري وویل: «په هېواد کې د بې‌کارۍ کچې د راټیټولو او هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د کارموندنې په موخه دې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو، کانونو او پټرولیم، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او خصوصي سکتور سره په ګډه یوه تخنیکي کمېټه رامنځته شي».

په دې غونډه کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال محمد زاهد احمدزي وويل، چې دوی ژمن دي څو د کار اړوند تقنیني اسنادو، مقرراتو او طرزالعملونو پر بنسټ د کارګرو حقونه خوندي کړي او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کاري زمینې د برابرېدو په تړاو دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر نورو بې‌کاره خلکو سربېره زیاتره دولتي مامورین هم له دندو ګوښه شوي او ورسره د بې‌کارۍ کچه خورا لوړه شوې ده. له همدې امله، یو زیات شمېر هېوادوال د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره په خطرناکو لارو بهرنیو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي؛ خو ډېر کم یې هدف ته رسېږي، ځینې یې په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او یو شمېر نور یې بېرته هېواد ته راشړل کېږي.

طالبان وايي په بدخشان کې یې د غلو یوه ۳ کسیزه ډله نیولې ده

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۹ GMT+۰

طالبان وايي، په بدخشان کې یې د یوې ښځې په ګډون د غلو یوه ۳ کسیزه ډله نیولې ده. د مسوولانو په وینا، دغه ډله د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په کشم ولسوالۍ کې له یوه صراف څخه د پیسو د غلا پر مهال لاس په لاس نیول شوې ده.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وايي، د غلو دغه ډله له څه مودې راهیسې د دوی تر څار لاندې وه، چې بالاخره نن په کشم ولسوالۍ کې له یوه صراف څخه د پیسو د غلا پر مهال لاس په لاس ونیول شوه.

د نوموړي په وینا، له دغو غلو ۱۰ زره ډالره او ۲۸ زره افغانۍ هم ترلاسه شوي او بېرته صراف ته سپارل شوي دي.

احسان‌الله کامګار زیاتوي، دغه بانډ ۴ کسیز دی او تر اوسه د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان نیول شوي او د څلورم کس د نیونې لپاره هڅې روانې دي.

طالبانو په هرات کې پر ۱۲۰۰ تازه راستنو شویو کورنیو نغدي او خوراکي مرستې وېشلي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې له ګاونډیو هېوادونو څخه ۱۲۰۰ راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو ترڅنګ نغدي مرسته شوې ده. د خبرپاڼې له‌مخې، هرې کورنۍ ته ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او ۵ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

په هرات کې د طالبانو والي مولانا اسلام‌جار په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې ویلي، له دغو کډوالو سره د راستنېدو پر مهال هم د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او موقتې مېشتېدنې په برخه کې همکارۍ شوې دي. هغه زیاته کړې، چې د ملا هبت‌الله د امر پر بنسټ په هرات کې راستنو شویو کورنیو ته د سرپناه جوړولو په موخه په ښارګوټو کې د ځمکو د وېش بهیر روان دی.

په یادو مراسمو کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري وویل، چې د ملا هبت‌الله په امر لسګونه زره ټنه غنم راستنو شویو کډوالو ته ځانګړې شوې دي، چې د هېواد په ۳۴ولایتونو کې به ووېشل شي. دې طالب چارواکي د هرات له خلکو غوښتنه کړې،‌ څو د تازه راستنېدونکو کورنیو لاسنیوی وکړي.

په تېر یوه کال کې پاکستان او ایران په پراخه کچه افغان کډوال له خپلو هېوادونو په جبري‌ توګه واېستل. د رسمي شمېرو له‌مخې، د دغو اېستل شویو افغان کډوالو شمېر تر ۲میلیونو څخه اوړي او په افغانستان کې له سخت بشري ناورین سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د کډوالو ملاتړو نړۍوالو ادارو ویلي، چې د دغو راستنو شویو کسانو بهیر له ننګونو ډک و او په کافي کچه مرستې ورسره نه دي شوي. تازه راستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ، د سرپناه نشتوالي او د ژوند له لومړنیو امکاناتو څخه جدي شکایتونه کوي.

روسیې د کاري ځواک د کموالي له امله د افغان کډوالو جذب ته مخه کړې

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۰ GMT+۰

روسیې د خپل هېواد د کاري ځواک د سخت کمښت د جبران په موخه له افغانستان سره د افغان کارګرو د جذب په اړه خبرې اترې پیل کړې دي. مسکو ټایمز ورځپاڼې د فبرورۍ په ۲مه په یوه راپور کې د مسکو لپاره د افغانستان د سفیر له قوله لیکلي، چې د دواړو لوریو ترمنځ په دې تړاو خبرې روانې دي.

په روسیه کې د طالبانو سفیر ګل‌حسن ویلي دي، چې «د مثبتو پایلو د ترلاسه کېدو لپاره زمینه شته» او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان چمتو دی څو روسیې ته ځوان «مسلکي او متخصص» کاري ځواک برابر کړي.

د راپور له‌مخې، دواړه هېوادونه همداراز د هوايي اړیکو د پراختیا پر لارو چارو کار کوي چې په‌کې د کام‌ایر هوایي شرکت له‌خوا د کابل او مسکو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پيلېدل هم شامل دي. دا مهال د اریانا افغان هوايي شرکت یوازې په اوونۍ کې یوه الوتنه د مسکو د شرمتیوو له هوايي ډګر څخه ترسره کوي.

روسیې تېر کال طالبان د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه واېستل او ورپسې یې د نړۍ د لومړي او یوازیني هېواد په توګه پر کابل واکمنه دا ډله په رسمیت وپېژندله. له دې ګام وروسته، مسکو له افغانستان سره د پراخو همکاریو د روښانه راتلونکي یادونه کړې چې په‌کې د انرژۍ، ټرانسپورت، کرنې او بنسټیزو زېربناوو برخې شاملې دي.

روسیه له هغه وخت راهیسې چې پر اوکراین یې جګړه پیل کړې، د کاري ځواک له جدي کمښت سره مخ ده. د معلوماتو له‌مخې، د روسیې اقتصاد دا مهال د شاوخوا ۲ اعشاریه ۶ میلیونه کارګرانو له کمښت سره مخ دی او اټکل کېږي، چې دا شمېر به تر ۲۰۳۰ کال پورې له ۳ اعشاریه ۱ مېلیونو کسانو واوړي.

د مسکو ټایمز د راپور پر بنسټ، روسي چارواکو په وروستیو کلونو کې په زیاتېدونکې توګه پر هندي کاري مهاجرو تکیه کړې ده. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ۵۶ زرو ډېر د کار جوازونه د هند وګړو ته ورکړل شوي، چې دا په تېرو نهو کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي. د روسیې د لومړي وزیر مرستیال دنیس مانتوروف تر دې وړاندې ویلي وو، چې هېواد یې چمتو دی څو د کار بازار د تشو د ډکولو لپاره له هند څخه «نامحدود شمېر» کاري ځواک ومني.

سربېره پر دې، د روسیې حکومت غواړي له چین، مالیزیا، بنګله‌دېش او افریقایي هېوادونو څخه هم ډېر کارګران جذب کړي. تر دې وروستیو پورې افغانستان په دې چوکاټ کې د پام وړ نه و؛ خو د دې نشریې په وینا، د نومبر په میاشت کې طالبانو روسیې ته وړاندیز وکړ چې افغان وګړي کولی شي د کرنې په برخه کې چې لږ تر لږه د ۱۳۰ زرو متخصصینو له کمښت سره مخ ده او همدارنګه په نورو برخو کې پر کار وګومارل شي.