۸۰ کلن پیټر رینالډز او د هغه میرمن باربي د تیر کال په فبرورۍ کې د طالبانو له خوا بامیان ته د راستنېدو پرمهال ونیول شول او شاوخوا اووه میاشتې وروسته خوشې شول.
دوی ډیلي میل ته وویل، چې دوی د کابل په څرخي پله زندان کې په "نمجن، او له موږکانو او ګونګټو ډک" زندان کې د دریو میاشتو لپاره ساتل شوي وو.
رینالډز د طالبانو له خوا اداره کیدونکي څرخي پله زندان شرایط "یو بل دوزخ" وباله.
په ۱۹۷۰ لسیزه کې د ۵۰۰۰ بندیانو د ساتلو لپاره ډیزاین شوي زندان کې اوس تر ۱۵۰۰۰ پورې بندیان ساتل کیږي.
باربي، له ۱۵ نورو ښځو او دوو ماشومانو سره یوځای په یوه کوچنۍ کوټه کې چې پنځه بسترونه یې درلودل، ساتل شوې وه.
باربي وویل: "څلور تشنابونه وو، خو هیڅ یو یې روغ نه و. موږ باید نلونه کارولي وای او اوبه د دهلیز په مینځ کې له کثافاتو ډکې ویالې ته بهېدلې."
هغې زیاته کړه، چې په هغه برخه کې چې شاوخوا ۲۳۰ ښځې او ۴۰ ماشومان ساتل کېدل، یوازې اووه تشنابونه وو او ځینې وخت ماشومانو په سمه توګه نه کارول او وضعیت یې نور هم خراب کړی و.
"هغه نجلۍ چې زما په بستر کې ویده وه ۱۹ کلنه وه او د موټر چلولو په تور زنداني شوې وه.مساله هغه مهال لا کړکېچنه شوه، چې روښانه شوه موټر یې د ملګري و او د هلک ملګري درلودل هم منع وو. له همدې امله هغه د شپږو میاشتو لپاره بندي شوې وه."
هغې زیاته کړه: "یوې ښځې چې له یوه سړي سره خبرې کړې وې، خاوند یې هغه سړی وژلی و، خو دا، چې سړی تل مجرم نه ګڼل کېږي، ښځه په پنځه کاله بند محکومه شوه او اجازه یې نه درلوده، چې خپل څلور ماشومان وویني."
یوې بلې ښځې وویل، چې هغه یوازې د همدې دلیل لپاره بندي شوې وه چې مېړه او زامنو یې خپلې دندې له لاسه ورکړې او دې دنده پیل کړې وه.
باربي وویل: "تقریبا ۹۰ سلنه هغه میرمنې چې زه ورسره وم مجرمې نه وې.ډیری یې نه پوهیدلې چې د دوی سزا څومره اوږده ده. ځینې یې د میاشتو حتا کلونو لپاره انتظار باسي."
وروسته دا جوړه د پنځو اونیو لپاره د طالبانو د استخباراتو له خوا اداره کیدونکې تلخونې ته ولیږدول شوه او بیا خوشې شوه.