امریکا د ایران یوه ډرون الوتکه د اېف ۳۵ الوتکې په مټ نسکوره کړې ده

د امریکا پوځ د ایران یوه بې‌پیلوټه الوتکه چې د عربي سمندرګي پر لور ابراهام لینکن الوتکه‌لېږدوونکې بېړۍ ته نږدې کېده، نسکوره کړې ده. دغه بې پیلوټه الوتکه د امریکا اېف ۳۵ الوتکې ویشتلې ده.