• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امنیت شورا د طالبانو پر ضد د ۱۹۸۸ بندیزونو د څارنې ماموریت د غځولو پرېکړه کوي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۷ GMT+۰

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نږدې ورځو کې د طالبانو پر ضد د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټې د څارنې ټیم د ماموریت د تمدید په اړه رایه ورکړي. د یاد ټیم اوسنی ماموریت د سلواغې پر ۲۸مه پای ته رسېږي او که وغځول شي، طالبان به لا هم د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې پاتې وي.

د ۱۹۸۸ بندیزونو رژیم د شتمنیو کنګل کېدل، د سفر بندیزونه او د وسلو محدودیتونه رانغاړي، چې د طالبانو پر اړوندو کسانو او ادارو عملي کېږي.

دغه بندیزونه پر هغو اشخاصو لګېږي چې په تاوتریخوالي، وسلو برابرولو، د جنګیالیو جذب او یا د سولې او ثبات ضد فعالیتونو کې لاس لري.

کارپوهان وایي، له ۱۴۰۰ کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، له بشري مرستو پرته په بندیزونو کې کوم اساسي بدلون نه دی راغلی.

همدارنګه متحده ایالاتو سږکال د طالبانو د چارواکو لپاره د سفر د معافیت ډېری غوښتنې رد کړې دي.

واشنګټن ویلي، د معافیت هره غوښتنه به جلا او په جدي ډول وڅيړي. امریکا طالبان تورن کړي چې د یرغمل نیونې ډیپلوماسي کاروي او د ترهګرۍ ضد ژمنو ته ژمن نه دي پاتې شوي.

له همدې امله، ځینو هېوادونو د معافیت غوښتنو پر ځای د سفرونو په اړه د بندیزونو کمېټې ته رسمي خبر ورکړی دی.

د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټه د امنیت شورا تر چتر لاندې فعالیت کوي او د بندیزونو د پلي کېدو څارنه کوي. دغه کمېټه د بندیزونو نوملړ جوړوي، د معافیت غوښتنو په اړه پرېکړې کوي او امنیت شورا ته راپور وړاندې کوي.

شنونکي باور لري چې د پاکستاني طالبانو له تحریک (TTP)، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ سره د طالبانو د اړیکو دوام، د ښځو او نجونو پر زده کړو محدودیتونه او د ټولشموله حکومت نه جوړېدل هغه مهم عوامل دي چې ښايي د بندیزونو د تمدید لامل شي.

که امنیت شورا د بندیزونو نوی تمدید تصویب کړي، طالبان به په نړیواله کچه د سیاسي او اقتصادي فشارونو تر سیوري لاندې پاتې شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د حزب وحدت ګوند شاوخوا ۵۰ مسوولانو او غړو ډله ییزه استعفا کړې ده

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۰ GMT+۰

د محمد محقق په مشرۍ د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند د لویدیځ زون مسوولانو په یوه رسمي اعلامیه کې په ډله ییز ډول استعفا کړې او اعلان یې کړی چې په یوه نوي سیاسي جریان کې به را څرګند شي. استعفا کوونکو ویلي، چې ګوند د زون ارزښتناکو ظرفیتونو ته پام نه کوي.

د محمد محقق په مشرۍ د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند د لویدیز زون مسوولانود سې شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۴مه په یوه رسمي اعلامیه کې خبر ورکړی، چې په ډله ییز ډول یې له خپلو دندو استعفا کړې ده.

د زون ظرفیتونو ته کم ارزښت ورکول او د اوسني وضعیت په تړاو د ګوند داخلي ضعف د استعفا عوامل ګڼل شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان د اوسني تاریخي وضعیت د پیچلتیاوو په درک کولو سره، د اغیزناک او مسوولانه خدمت لپاره اړتیا شته چې د کار فضا انعطاف‌ منونکې او تصمیم نیونه چابکه وي، چې په اوسني چوکاټ کې په سختي دا ممکنه ده.

اعلامیه وايي، چې له همدې امله د زون رییس او د مشرتابه مرستیال زارع حقجو، مرستیالان، سلاکاران او منشیان، د مرکز د عامه اړیکو کمیټې رییس عباس پویا، د ولایتي شوراګانو او اړوندو کمیټو مسوولان په ګډه له خپلو مسوولیتونو استعفا کوي.

په هغه استعفا پاڼه کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، د اسلامي وحدت ګوند د لویدیځ زون شاوخوا ۵۰ تنو مسوولانو لاسلیکونه کړي دي.

اعلامیه ټینګار کوي چې استعفا له سیاست یا د خلکو خدمت څخه د وتلو معنا نه لري، بلکې هدف یې د مسوولیتونو د بیا تعریف او د خپل هېواد د راتلونکي پر وړاندې د اغیزناک خدمت دوام دی.

د یادو مسوولینو په وینا، له دې وروسته به خپلې سیاسي او ټولنیزې هڅې د یوه خپلواک سیاسي جریان او تشکل له لارې پرمخ بوځي، په داسې حال کې چې د انساني، اسلامي او عدالت‌ غوښتونکو ارزښتونو ساتنه به دوامداره وي او د افغان ملت د ګډو ارمانونو د تحقق لپاره به هڅې وکړي.

د ژیل برټران خبرداری: په افغانستان کې اقلیمي بدلون په بېړني حالت بدلیږي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۳ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی ژیل برټران وايي، چې په راتلونکي کې په افغانستان کې اقلیمي بدلون په یوه بېړني حالت بدلیږي. ژیل برټران له افغان مېرمنو سره په انلاین کنفرانس کې د سوداګرۍ په برخه کې د افغان مېرمنو پر رول، د اوبو او اقلیم بدلون په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي ژیل برټران نن سې شنبه، د سلواغې پر ۱۴مه په اېکس لیکلي، چې د افغان مېرمنو رهبرانو فورم سره په انلاین ناسته کې یې په یو لړ مسایلو ارزښتناکې خبرې او له لومړی درجه متخصصانو سره یې مشورې کړې دي.

ژیل برټران لیکلی:«موږ د سوداګرۍ په برخه کې د افغان مېرمنو رول، په لویه کچه عایداتو او د اوبو او اقلیم انعطاف په اړه خبرې وکړې، چې په افغانستان کې په بیړني حالت بدلیږي.»

له افغان مېرمنو سره دا انلاین ناسته په داسې حال کې کېږي، چې له دې وړاندې په افغانستان کې اروپايي ټولنې ویلي و، چې له افغان ایډ موسسې سره د اقلیم انعطاف او کلیوالي معیشت د پیاوړتیا لپاره ۷ میلیونه یورو مرسته کوي.

دوی زیاته کړې وه، چې د افغان ایډ موسسې په مشرۍ د اقلیم انعطاف هڅو ته وده ورکوي.

په دې پروژه کې به افغان مېرمنو او معلولیت لرونکو خلکو پیاوړتیا ته هم پاملرنه وشي.

د یادې ټولنې په اعلامیه کې راغلي وو، چې اروپايي ټولنه له لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د معیشت او کلیوالي پراختیا لپاره اوږدمهاله ملاتړ کوي او افغان ایډ له ۱۹۸۳ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري.

طالبانو په پکتیا کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان په دُرو وهلي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۱۹ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په پکتیا ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې «د نامشروع اړيکو» په تور په دُرو وهلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسانو ته یې د یو کال او شپږو میاشتو تنفيذي بند او ۲۵ـ ۲۵ دُرو سزا ورکړې ده. طالبانو یوازې تېره ورځ په کابل او فاریاب ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور پر ۴۰ کسانو په عام محضر کې د دُرو وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ناچاوده توکو د چاودنو ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۰

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې تر کلونو جګړې وروسته افغانستان د ځمکنیو ماینونو او له جګړې څخه د پاتې شویو ناچاوده توکو د چاودنو له امله د تلفاتو له پلوه په نړۍ کې درېیم هېواد دی. په راپور کې ویل شوي، چې د یادو پېښو ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوې اعلامیه کې ویلي، افغانستان تر کلونو جګړې وروسته لا هم د نړۍ درېیم هېواد دی چې د ماینونو او ناچاوده توکو له امله تر ټولو ډېره مرګ ژوبله لري.

یوناما ټینګار کړی، چې ماشومان د دغه پېښو اصلي قربانیان دي او د ټولو تلفاتو ۸۰ سلنه جوړوي. ډېری دغه ماشومان د لوبو یا ورځنیو فعالیتونو پر مهال له ناچاوده توکو سره مخ کېږي، چې له امله یې یا وژل کېږي او یا هم سخت ټپي کېږي. یوناما په خپله اعلامیه کې ویلي: «عامه پوهاوی او د ټولنې ګډ اقدام کولای شي له ډېرو غمجنو پېښو مخنیوی وکړي».

د ملګرو ملتونو دغه دفتر د ماین پاکۍ په برخه کې د فعالو نادولتي بنسټونو لپاره د چټکو او دوامدارو مالي مرستو غوښتنه کړې ده. دغه بنسټونه نه یوازې هره ورځ د چاودېدونکو توکو څخه ککړې سیمې پاکوي؛ بلکې د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې خلک د ماینونو او چاودېدونکو توکو له ګواښونو هم خبروي.

په چاودېدونکو توکو ککړې ځمکې؛ د څو لسیزو جګړو وژونکی میراث

د «هېلو ټرسټ» بنسټ د راپور له مخې؛ یوازې تېر کال په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د ماینونو او جګړه‌ییزو مهماتو د چاودنو له امله وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي. همدارنګه ۶.۴ مېلیونه کسان د دغه توکو له مستقیم ګواښ سره مخ دي.

په افغانستان کې د تېرو شویو څو لسیزو جګړو له امله د هېواد لویې برخې لا هم د ماینونو او چاودېدونکو توکو له کبله ککړې دي او هره ورځ د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند ګواښي.

ملګري ملتونه: هره ورځ نږدې ۲زره کډوال له پاکستان نه په جبري توګه افغانستان ته ستنېږي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۸ GMT+۰

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، پاکستان هره ورځ نږدې ۲زره افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستنوي. دغه اداره وایي، افغانستان کې د ژوند شرایط خورا سخت دي، زده‌کړو ته لاسرسی محدود دی او پر ښځو پراخ بندیزونه لګېدلي چې د راستنېدونکو لپاره یې وضعیت لا کړکېچن کړی.

یادې ادارې پر اېکس پاڼه لیکلي، په دې وروستیو کې یې په جلال‌اباد ښآر کې د راستنېدونکو ستونزې له نږدې لیدلې او ټینګار یې کړی چې د ملاتړ اړتیا بېړنۍ ده. د یادې ادارې په وینا؛ تېر کال له پاکستان نه تر یو مېلیون ډېر افغان کډوال اړ اېستل شول چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

نوموړې ادارې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت، بې‌کارۍ، د زده‌کړو محدودیتونو او د ښځو پر وړاندې د سختو بندیزونو له کبله راستنېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

یونسیار ټینګار کوي، چې نړۍوالې ټولنې او بشري سازمانونه باید د راستنېدونکو ملاتړ لپاره بېړني اقدامات وکړي؛ څو د دوی بنسټیزې اړتیاوې پوره شي او د ژوند شرایط یې اسانه شي. د یادې ادارې په وینا؛ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ژغورنې، خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو د چمتو کولو لپاره بېړنۍ مرستې اړینې دي؛ څو د راستنېدونکو وضعیت د لا کړکېچنېدو مخه ونیول شي.