• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي کابل کې یې د مبایلونو د غلا په تړاو یوه ۶ کسیزه ډله نیولې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۱ GMT+۰

په کابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د دوی د دویمې امنیتي حوزې ځواکونو د مبایلونو د غلا په تړاو شپږ کسان نیولي دي. د دوی په وینا؛ یاد کسان د یادې حوزې اړوند له خلکو څخه مبایلونه غلا کول.

یادې قوماندانۍ زیاته کړې، چې نیول شوي کسان یې اړوندو ادارو ته سپارلي دي.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۴

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

۵

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

•
•
•

نور کیسې

هلمند کې په لومړي ځل د ۵۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت سړه خونه جوړه شوه

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۳ GMT+۰

هلمند کې په لومړي ځل د ۵۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت یوه سړه خونه پرانیستل شوه. د یادې سړې خونې مسوولین وايي، چې د دغه خونې په پرانیستلو لسګونه کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

سوداګرو تمه ښودلې، چې په دغه ولایت کې د یادې خونې جوړېدل به د بزګرو په عوایدو کې زیاتوالی راولي. د دغه سړې خونې مشر دوست محمد دوست ویلي، چې د یادې سړې خونې په جوړېدو به د هلمند د مېوو او سبزیو د ضایعه کېدو مخه ونیول شي او د بزګرو زحمتونه به نه بې‌ځایه کېږي.

نوموړي پر طالبانو غږ کړی، چې د برېښنا او نورو برخو کې ورته امکانات برابر کړي. د هغه په خبره؛ نورو هېوادونو ته یې صادرات کم دي او که د طالبانو اداره ورسره همکاري‌ ونه کړي، خپل لګښت نه‌شي‌ پوره کولی.

هغه زیاته کړې: «موږ فعلا تازه مېوه او په سبزیو کې پیاز ساتلي، ۲۵ کسان مستقیم کار راسره کوي». د هلمند بزګران او بڼ‌وال بیا شکایت کوي، چې د سړو خونو د نشتوالي له کبله یې توکي په کمه بیه پلورل کېږي.

ځینې بزګرانو او بڼ‌والو له افغانستان انټرنشل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، اړ دي چې خپل کرنیز توکي په نشت بیه وپلوري؛ ځکه چې د ساتنې لپاره امکانات نه‌لري. د هلمند یو کروندګر حاجي رووف افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «سړې خونې زموږ د حاصلاتو د ساتلو او عاید ډېرېدو لپاره خورا مهمې دي؛ ځکه که نه وي نو مېوه مو په کورنیو بازارانو کې خپل سر نه‌شي پوره کولی او موږ له زیان سره مخ یو».

څو ورځې وړاندې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د سړې خونې مسوولینو له یو شمېر سوداګرو سره په ناسته کې ویلي و، چې په روان کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۵۰ سړې خونې جوړې شوې دي. دوی زیاته کړې وه، په راتلونکي کال کې په ټول افغانستان کې د ۶زره سړو خونو د جوړېدو پلان لري.

د غالیو ټولنه: که د غالیو صنعت ته پاملرنه وشي، نړۍوال بازار ته به یې تولید زیات شي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۵ GMT+۰

د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو ټولنې مسوولین وايي، که طالبان د غالیو تولید او صنعت ته پاملرنه وکړي؛ نو ښایي نړۍوال بازار ته به یې تولید زیات او په لوړو سټېجونو کې ښه مقام ترلاسه کړي. تازه په ترکیه کې افغاني غالیو د ۱۹ هېوادونو ترمنځ لومړی مقام خپل کری.

د یادې ټولنې مرستیال قربان علي جمشېدزاده وایي، چې افغاني غالۍ د خاص جوړښت، ډیزاین او نوښت له کبله نړۍوال نوم او شهرت لري. نوموړي په کور دننه د افغاني غالیو د نندارتونونو جوړولو هیله وښوده او زیاته یې کړه: «که دلته نندارتونونه جوړ او نړۍوال سوداګرو ته بلنه ورکړل شي؛ نو د افغانستان غالۍ به په پراخه کچه په نړۍ کې مطرح شي».

غالۍ پلورونکي په ورته وخت کې په کور دننه او بهر د بازار موندنې او د حکومت د زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي. افغاني غالۍ چې د لوړ کیفیت او ښکلي ډیزاین له کبله په نړۍ کې لوړ ځای لري، هر کال تر یو مېلیون متره مربع پورې په افغانستان کې تولید او نورو هېوادونو ته صادرېږي.

د یادونې وړ ده، چې غالۍ د افغانستان یو له مهمو صادراتي توکو ګڼل کېږي او هر کال د مېلیونونه ډالرو په ارزښت نورو هېوادونو ته صادرېږي او افغاني غالۍ د ښه کیفیت او ډیزاین له امله نړۍوال شهرت او همداراز ګڼ مینه‌‌وال هم لري.

افغان اېواک: کالیفورنیا به د ټرمپ د کډوالۍ تګلارې پر وړاندې ودرېږي او د خلکو ساتنه به وکړي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۷ GMT+۰

د افغان اېواک مشر شان وانډيور د کالیفورنیا د والي ګېون نیوسم څرګندونې شریکې کړې او ویلي یې دي، چې د کډوالۍ سخت اقدامات کورنۍ بې‌ثباته کوي. هغه وایي، دغه پالیسۍ زرګونه افغانان چې امریکا ته د تګ په تمه دي؛ له ناڅرګند حالت سره مخ کړي دي.

شان وانډيور پر اېکس پاڼه د کالیفورنیا د والي ګېون نیوسم پوسټ بیا خپور کړی، چې په‌کې نوموړي د کډوالۍ د پلي کېدونکو سختو اقداماتو پر ټولنیزو اغېزو اندېښنه ښودلې ده. هغه لیکلي: «موږ باید خپلې مبارزې ته دوام ورکړو. خوشحاله یم، چې په دغه ناسته کې شامل وم».

په همدې پوسټ کې د کالیفورنیا والي ویلي، چې د کډوالۍ د پلي کېدو اوسني اقدامات کورنۍ جلا کوي او ګاونډیان بې‌ثباته کوي. ګېون نیوسم د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ تګلاره «بې‌پروا او خطرناکه» بللې او ټینګار یې کړی: «زه به د ټرمپ د بې‌مسوولیته اجنډا پر وړاندې شا ته نه‌شم او د هغه ګډوډي او دروغ به افشا کوم».

هغه همداراز ویلي: «کالیفورنیا به خپل خلک خوندي وساتي». شنونکي وایي، د ټرمپ له لوري د کډوالۍ د پروسو درول، په ځانګړي ډول د هغو افغانانو لپاره جدي اندېښنې زېږولې چې د امریکا له پوځ، سفارت او لوېدیځو بنسټونو سره یې کار کړی و او اوس د امنیتي ګواښونو له امله دغه هېواد ته د تګ په تمه دي.

د راپورونو له مخې، د امریکا زرګونه افغان همکاران دا مهال په افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو کې بند پاتې دي؛ خو د کډوالۍ بهیر د ځنډ او محدودیتونو له امله یې راتلونکی لاهم ناروښانه دی.

شان وانډيور چې د افغانانو د اېستلو او مېشتېدو په برخه کې فعاله ونډه لري، تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې د کډوالۍ پر پروسو سیاسي بندیزونه د زرګونه بې‌ګناه خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان د سیمې د امنیتي اندېښنو په مرکز بدل شوی

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۹ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، په منځنۍ اسیا کې امنیتي ګواښونه او په افغانستان کې بدلونونه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان لپاره تر ټولو مهمه مسله ده.

هغه د دوشنبې په ورځ په مسکو کې د ډله‌‌ییز امنیت تړون سازمان له عمومي منشي تالاتټ بک مسادیکوف سره د لیدنې پر مهال وویل، چې نوې امنیتي ننګونې او ګواښونه، په ځانګړي ډول هغه څه چې په مرکزي اسیا او افغانستان کې روان دي؛ د دغه سازمان د اندېښنو په سر کې ځای لري.

د ډله‌‌ییز امنیت تړون سازمان یوه سیمه‌‌ییزه پوځي ټلواله ده، چې روسیه، ارمنستان، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان یې غړي دي او د دغه سازمان د تګلارو له مخې پر یو غړي برید د ټولو غړو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان وضعیت لا هم د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې لپاره یو له حساسو امنیتي موضوعاتو څخه بلل کېږي.

طالبان له روسیې سره د تېلو، ګازو او صنعتي توکو د راکړې ورکړې پلان لري

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۴ GMT+۰

په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل‌حسن وایي، د یادې ډلې اداره لېواله ده چې له روسیې څخه تېل، ګاز او نور توکي وارد کړي او هم‌مهاله د افغان کارګرو د جذب او د کابل–مسکو د مستقیمو الوتنو د پیل په اړه هم خبرې روانې دي.

هغه د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» ته ویلي، که بانکي محدودیتونه او ځینې نور خنډونه لرې شي؛ نو افغانستان کولای شي له روسیې څخه تېل، ګاز او ګڼ نور توکي وارد کړي.

هغه زیاته کړې، چې طالبان د درملو، صنعتي توکو، غلې دانې، نباتي تېلو او نورو روسي محصولاتو پېرلو ته هم لېوالتیا لري او دغه ډول سوداګریزې راکړې ورکړې به د دواړه خواوو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د پام وړ لوړه کړي.

د نوموړي په وینا؛ طالبان همداراز هڅه کوي چې په مسکو کې د افغان توکو نندارتون جوړ کړي، څو د افغانستان تولیدات د روسیې بازار ته ور وړاندې شي.

د کارګرو د لېږد خبرې

ګل‌حسن په همدې مرکه کې ویلي، چې روسیه او طالبان د افغان کارګرو د جذب په اړه هم خبرې کوي. د هغه په خبره؛ طالبان چمتو دي چې ځوان، مسلکي او ماهر کاري ځواک روسیې ته ور وپېژني او د دغه مذاکراتو د مثبتو پایلو لپاره زمینه برابره ده.

هغه زیاته کړې، چې دواړه لوري د هوایي اړیکو پر پراخېدو کار کوي او ټاکل شوې د کام‌ایر هوايي شرکت مستقیمې الوتنې د کابل او مسکو ترمنځ پیل شي. روسیه تر دې مهاله یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی.

ګل‌حسن چې د طالبانو له‌خوا د سفیر په توګه ټاکل شوی، (د مرغومي په ۲۵مه) یې خپل باورلیک د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وسپاره. طالبان د روسیې سره د ډېپلوماټیکو او سوداګریزو اړیکو پرله‌پسې پراخېدل د خپلې ادارې مهمه لاسته راوړنه بولي.