عباس عراقچي د کویټ، ترکیې، قطر او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټلیفوني خبرې وکړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د کویټ، ترکیې، قطر او عمان له بهرنیو چارو وزیرانو سره له ټلیفوني خبرو اترو سره هممهاله، اکسیوس راپور ورکړی چې تهران له استانبول څخه عمان ته د مذاکراتو د ځای د لېږد او یوازې له امریکا سره د دوه اړخیزو خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
