• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر: د ایران په مسله کې د ترکیې له منځګړیتوب او هڅو ملاتړ کوو

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۸ GMT+۰

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني پر اېکس‌پاڼه لیکلي‌، چې هغه له خپل ترکي سیال سره خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، د ایټالیا حکومت په ټینګه د ترکیې له هغه منځګړي رول څخه ملاتړ کوي، چې دا هېواد یې د امریکا متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ ترسره کوي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، ټول لوري باید هڅه وکړي چې په منځني ختیځ کې د نوې ترینګلتیا له رامنځته کېدو مخه ونیول شي او داسې شرایط برابر شي چې اغېزمنې خبرې اترې ترسره شي؛ هغه خبرې چې کولی شي په سیمه کې سولې او ثبات ته لاره هواره کړي.

انتونیو تاجاني ټینګار کړی، چې ایران باید د قاهرې د تړون د روحیې له‌مخې له اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې (IAEA) سره همکاري وکړي او د دې ادارې پلټونکي باید بېرته د ایران اټومي تاسیساتو ته د لاسرسي اجازه ولري.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

•
•
•

نور کیسې

په پکتیکا کې پر کلدارو د راکړې ورکړې له امله د تېلو ۳ پمپونه او ۶ هټۍ تړل شوي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۰
100%

په پکتیکا کې پر کلدارو د راکړې ورکړی له امله د تېلو ۳ پمپونه او ۶ هټۍ وتړل شوې. د دغه ولایت لپاره د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، چې یاد پمپونه او هټۍ د دوشنبې په ورځ په یوسف‌خېل ولسوالۍ کې تړل او مهرلاک شوي دي. یادو مسوولینو زیاته کړې، چې د څارنې بهیر همداراز دوام لري.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په پکتیکا کې د افغانیو د دودولو او د بیو د کنټرول کمېسیون خبر ورکړی و، چې د دغه ولایت په مرکز کې یې د کلدارو د راکړې ورکړې له امله ۱۸ د پټرولو پمپونه او ۵ هټۍ تړلې دي. دغه کمېسیون خبرداری ورکړی، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې په کلدارو راکړه ورکړه کوي.

طالبانو په ډېرو ولایتونو کې د کلدارو پر کارونې بندیز لګولی.


سراج الحق: بلوچستان کې د نا امنۍ پېښې د اندېښنې وړ او عاجل اقدامات اړین دي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۳ GMT+۰
100%

د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج الحق خبرداری ورکړی چې په بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښو دوام، د عامو خلکو او امنیتي ځواکونو وژل او د امن او امان خراب وضعیت د سختې اندېښنې وړ دی.

هغه په ایکس پوسټ کې ټینګار کړی، چې وروستۍ بریدونه د خلکو په منځ کې وېره خپره کړې او د حکومت او دولتي ادارو ناکامه تګلارې د پوښتنو لاندې دي.

سراج الحق لیکلي: «د بلوچستان د خلکو ساتنه د دولت لومړنی مسولیت دی، خو بدبختانه وضعیت هره ورځ لا خرابېږي.»

نوموړي د حکومت او امنیتي ادارو له خوا د عاجلو، سنجیده او اغېزمنو اقداماتو غوښتنه کړې څو د دې خونړۍ او ګواښونکي کړکېچ سره مقابله وشي او ولس ته خوندي چاپېریال برابر شي.

طالبان وايي په پکتیا کې یې لسګونه دوربینونه او لغمان کې یې یوه ۱۲ میله وسله ترلاسه کړي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د پکتیا پر لویه لاره یې د پلټونو پر مهال یو کس له ۴۴ دوربینونو سره نیولی دی. طالبانو ویلي، چې نیول شوي کس غوښتل یاد دوربینونه له خوست څخه لوګر ولایت ته قاچاق کړي.

د طالبانو د کونیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نیول شوی کس په پکتیا کې د طالبانو د پولیسو له څېړنو وروسته په یاد ولایت کې له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت ته سپارل شوی دی.

له دې سره سم، طالبانو ویلي، چې د لغمان په قرغه‌یو ولسوالۍ کې یې د کشفي عملیاتو پر مهال یوه بي‌اېم۱۲ (BM-12) وسله هم ترلاسه کړې ده.

طالبانو په دې اړه چې د یادې وسلې په تور یې څوک نیولي او که نه، څه نه‌دي ویلي.

اسراییلي چارواکي: اسراییل د ایران په چاودنو کې لاس نه لري

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۰
100%

اسراییلي چارواکو ویلي چې هېواد یې د هغو چاودنو په لړۍ کې هېڅ رول نه لري چې د شنبې په ورځ په ایران کې رامنځته شوې دي.

رویټرز خبري اژانس د دوو اسراییلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې اسراییل په دغو پېښو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې. د راپور له مخې، د اسراییلیو امنیتي چارواکي هم د دغه هېواد ملي راډیو ـ تلویزیون ته په مرکه کې د اسراییل د ښکېلتیا ادعاوې رد کړې دي.

په ورته وخت کې، یو پوځي چارواکي ویلي: «موږ نه پوهېږو چې ایا امریکا په دې پېښو کې دخیل وه که نه.»

تر اوسه ایراني چارواکو د دغو چاودنو د لاملونو په اړه جزیات نه دي خپاره کړي، خو راپورونه وايي چې دا پېښې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې رامنځته شوې دي. د موضوع په اړه لا هم څېړنې روانې دي او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

هغه بریتانوي سرتېری چې په افغانستان کې معیوب شوی وه د انټرکټیکا لوړه څوکه فتح کړه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۷ GMT+۰
100%

هري بودها مګار، چې د بریتانیا د کینټ د کانټربري اوسېدونکی دی، په ۲۰۱۰کال کې په افغانستان کې د بریتانوي پوځ د خدمت پر مهال د ماین د چاودنې له امله خپلې دواړه پښې له زنګون پورته له لاسه ورکړې. هغه لومړی معیوب کس شو چې د انټرکټیکا د ماونټ وینسن ۱۶،۰۵۹فوټه لوړې څوکې ته ختلی دی.

مګار، دا تر درې ورځني سخت او ستړي کوونکي مزل وروسته ترسره کړل. دا بریا د کلونو روزنې وروسته ترلاسه شوه، څو ځان د دغه ریکارډ ماتونکي هڅې لپاره چمتو کړي.

هغه وویل: «ختل ډېر سخت وو، د هوا شرایط او د لارې ستونزې داسې وې چې زه په رښتیا هم په لاسونو او زنګونونو څښېدم او د غره سر ته مې له سختې مبارزې وروسته ځان ورساوه.»