• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جاپان کې د درنې واورې له کبله ۳۰ کسان مړه شوي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۰ GMT+۰

جاپاني چارواکي وایي، د تېرو دوو اوونیو پر مهال د درنې واورې له کبله لږترلږه ۳۰ کسان مړه شوي دي. د دوی په وینا؛ په قربانیانو کې یوه ۹۱ کلنه ښځه هم شامله ده، چې د خپل کور مخې ته تر درې مترو زیاتې واورې لاندې مړه موندل شوې ده.

جاپاني چارواکو زیاته کړې، په ځینو سیمو کې د واورې کچه تر ۳۰۰ سانتي‌مترو پورې رسېدلې چې د خلکو تګ‌راتګ، د بېړنیو مرستو رسونه او ورځنی ژوند یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د راپورونو له مخې؛ ډېری قربانیان د واورې ښویېدنې، کنګلونو او یا هم د کورونو د چتونو پرېوتو له امله مړه شوي دي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۴

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

۵

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

امریکا ته د ۷۵هېوادونو د وګړو پر سفر بندیز؛ د کډوالو د حقونو ملاتړو ډلو محکمې ته شکایت کړی

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۰ GMT+۰
100%

د کډوالو له حقونو ملاتړو ډلو د ټرمپ ادارې د کډوالۍ تګلارې پر وړاندې په یوه رسمي اعتراض کې د قضايي عریضې په سپارلو سره د ۷۵ هېوادونو د وګړو لپاره د کډوالۍ ویزو بندېدل «تبعیضي چلند» بللی او ویلي یې دي، چې دغه کړنه د کډوالۍ له اصولو ښکاره سرغړونه ده.

په امریکا کې د کډوالۍ د حقونو مرکز په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د کډوالو د حقونو ملاتړو ډلو د امریکا محکمو ته یوه رسمي عریضه وړاندې کړې او د ۷۵ هېوادونو د وګړو کډوالۍ ویزو د غوښتنلیک پروسې ځنډولو پر وړاندې یې اعتراض کړی دی.

یاد مرکز په دغه اعلامیه کې د ټرمپ حکومت نوې تګلاره «تبعیضي» بللې او خبرداری یې ورکړی، چې دغه پرېکړه به ګڼې کورنۍ د قانوني کډوالۍ له پروسې بې‌برخې کړي. په دغه عریضه کې ویل شوي، چې یاد اقدام د توجیه لپاره د ټرمپ اداره د کډوالو په اړه «ناسم روایت» کاروي او د امریکا د کډوالۍ له قوانینو سرغړونه کوي.

دغه عریضه پرون په امریکا کې په قضايي سیسټم کې ثبت شوې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، د هغو هېوادونو د وګړو کډوالۍ ویزې به له سره وکتل شي چې د دغه وزارت د ادعا له مخې کډوال یې «ډېر له دولتي مرستو کار اخلي».

په دغه ۷۵ هېوادونو کې د افغانستان، بنګله‌دېش، ایران، سوریې، یمن، عراق او سومالیا نومونه شامل دي او همدارنګه د افریقا، اسیا او ختیځې اروپا څو نور هېوادونه هم په دغه نوملړ کې راغلي دي.

د کډوالۍ د محدودولو اړوند د ټرمپ پراخ واک

دغه عریضه وروسته له هغه وشوه، چې په ۲۰۱۸کال کې د امریکا سترې محکمې د کډوالۍ د محدودولو لپاره د ولسمشر پراخ واک تایید کړ. له بلې خوا په نومبر میاشت کې د یوه افغان کډوال له‌خوا د امریکا د ملي ګارډ پر عسکرو تر برید وروسته واشنګټن دغه هېواد ته د ۱۹ هېوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز ولګاوه.

په ډسمبر میاشت کې دغه بندیز هغو پنځو نورو هېوادونو ته هم وغځېد، چې د فلسطین ادارې اسناد لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ، چې له ۱۰۰زره ډېرې ویزې یې لغوه کړې چې په‌کې شاوخوا ۸زره تحصیلي او ۲۵۰۰ مسلکي ویزې شاملې دي.

واشنګټن پوسټ: منځګړي غواړي د وېټکاف او عراقچي ترمنځ خبرې پر اټومي موضوع محدودې شي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۱ GMT+۰
100%

واشنګټن پوسټ د عراقچي-وېټکاف د ناستې جوړولو په هڅو کې د ښکېل سیمه‌ییز چارواکي په حواله لیکلي، تمه کېږي چې د ترکیې، قطر، مصر، سعودي عربستان، عمان او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیران هم په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

د دغه سیمه‌ییز چارواکي په وینا؛ د ټرمپ زوم جرډ کوشنر به هم د ایراني او امریکایي چارواکو ترمنځ د لوړې کچې په ناسته کې برخه واخلي. دوو سیمه‌ییزو چارواکو یادې ورځپاڼې ته دا هم ویلي، د امریکا عرب او ترک متحدین هڅه کوي چې د خبرو اترو ساحه د ایران اټومي پروګرام پورې محدوده کړي؛ ترڅو تهران هوکړې ته وهڅوي.

له دې ډلې یوه چارواکي ویلي، که خبرې اترې وشي؛ نو تمرکز به یې د ایران پر اټومي پروګرام وي او بیا به د واشنګټن د غیر اټومي غوښتنو د حل لپاره د لارو موندلو هڅې وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ځانګړی استازی سټیو وېټکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې په ورځ په استانبول کې سره ګوري. یو امریکایي چارواکي ویلي، « ټرمپ غواړي دواړه خواوې هوکړه وکړي».

روسیې پر کیف او د اوکراین پر یو شمېر نورو ښارونو توغندیز او ډرون بریدونه کړي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۹ GMT+۰
100%

اوکرایني چارواکي وایي، روسي ځواکونو د سې‌شنبې په سهار د دغه هېواد پر پلازمېنه کیف ښار پراخ توغندیز او د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې له امله یې استوګنیزې ودانۍ، ښوونیز مرکزونه او سوداګریز تاسیسات زیانمن شوي او لږترلږه دوه کسان په‌کې ټپیان شوي هم دي.

د کیف د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچینکو پر ټېلګرام پاڼې لیکلي، چې د دنیپرو سیند ختیځو سیمو کې څو استوګنیزې ودانۍ، یو ښوونیز بنسټ او یوه سوداګریزه ودانۍ زیانمنه شوې ده.

په همدې حال کې د خارکیف ښاروال ایهور تیریخوف ویلي، د اوکراین پر دویم لوی ښار خارکیف هم په پرله‌پسې ډول ډرون او توغندیز بریدونه شوي چې له امله یې لږترلږه دوه کسان ټپیان شوي دي.

د اوکراین دولتي رسنۍ «سوسپیلنې» هم راپور ورکړی، چې د هېواد په سوېل ختیځ کې د دنیپرو ښار او د روسیې پولې ته نږدې په سومي ښار کې هم څو چاودنې شوې دي. تر دې دمه د بریدونو د بشپړ زیان او احتمالي تلفاتو په اړه نور جزییات نه‌دي خپاره شوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان د سیمې د امنیتي اندېښنو په مرکز بدل شوی

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۹ GMT+۰
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، په منځنۍ اسیا کې امنیتي ګواښونه او په افغانستان کې بدلونونه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان لپاره تر ټولو مهمه مسله ده.

هغه د دوشنبې په ورځ په مسکو کې د ډله‌‌ییز امنیت تړون سازمان له عمومي منشي تالاتټ بک مسادیکوف سره د لیدنې پر مهال وویل، چې نوې امنیتي ننګونې او ګواښونه، په ځانګړي ډول هغه څه چې په مرکزي اسیا او افغانستان کې روان دي؛ د دغه سازمان د اندېښنو په سر کې ځای لري.

د ډله‌‌ییز امنیت تړون سازمان یوه سیمه‌‌ییزه پوځي ټلواله ده، چې روسیه، ارمنستان، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان یې غړي دي او د دغه سازمان د تګلارو له مخې پر یو غړي برید د ټولو غړو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان وضعیت لا هم د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې لپاره یو له حساسو امنیتي موضوعاتو څخه بلل کېږي.

په پکتیکا کې پر کلدارو د راکړې ورکړې له امله د تېلو ۳ پمپونه او ۶ هټۍ تړل شوي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۰
100%

په پکتیکا کې پر کلدارو د راکړې ورکړی له امله د تېلو ۳ پمپونه او ۶ هټۍ وتړل شوې. د دغه ولایت لپاره د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، چې یاد پمپونه او هټۍ د دوشنبې په ورځ په یوسف‌خېل ولسوالۍ کې تړل او مهرلاک شوي دي. یادو مسوولینو زیاته کړې، چې د څارنې بهیر همداراز دوام لري.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په پکتیکا کې د افغانیو د دودولو او د بیو د کنټرول کمېسیون خبر ورکړی و، چې د دغه ولایت په مرکز کې یې د کلدارو د راکړې ورکړې له امله ۱۸ د پټرولو پمپونه او ۵ هټۍ تړلې دي. دغه کمېسیون خبرداری ورکړی، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې په کلدارو راکړه ورکړه کوي.

طالبانو په ډېرو ولایتونو کې د کلدارو پر کارونې بندیز لګولی.