• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تخار کې طالبانو د کهنه خانې مشهور ځنګل وهلی او پر خلکو یې وېشلی

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۸ GMT+۰

د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین، درقد او دشت‌قلعه ولسوالیو ترمنځ د کهنه خانې مشهور ځنګل د طالبانو د کرنې وزارت او محلي ادارو د پرېکړې له مخې وهل شوی او پر خلکو وېشل شوی دی. د سیمې خلکو دا د چاپیریال لپاره زیانناک ګام ګڼلی، خو طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

له سیمې څخه خلکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه ځنګل پر۲۰ زره جریبه ځمکه ولاړ و او د طالبانو د کرنې وزارت د اداري او مالي معیین مولوي نورالدین عمیر، د تخار د کرنې ریاست د رییس او د ځمکو د ادارې د امر په امر وهل شوی او لرګي یې پر خپلو خپلوانو وېشلي دي.

د سیمې خلکو ددغه ځنګله د وهلو ویډیوګانې هم افغانستان انټرنشنل ته استولې دي.

د سیمې اوسېدونکو وویل، چې د ځنګل له وهلو وروسته د لاوډسپیکر له لارې اعلانونه وشول او خلکو ته وویل شول چې راشي او له ځنګله لرګي یوسي.

د محلي سرچینو د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو ورځو کې په زرګونو کسان د ځنګله د لرګیو او بوټو د انتقال لپاره دې سیمې ته تللي دي. د سیمې د خلکو په وینا، د لرګیو د انتقال لپاره له نورو ولایتونو، په ځانګړې توګه بدخشان نه هم خلک ورغلي دي.

تر اوسه د طالبانو د محلي او مرکزي ادارو له خوا د دې موضوع په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو د چاپېریالي زیان، بې‌نظمۍ او اداري فساد په اړه د خلکو اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي.

د سیمې خلکو نیوکه کړې، چې د ځنګله وهل پر اقلیم او چاپیریال ناوړه اغیزې کوي او تر ټولو بده لا دا، چې ددې چارې امر د طالبانو د کرنې وزارت له خوا ورکړل شوی دی.

د محلي سرچینو په وینا، د طالبانو محلي اداره غواړي چې د ځنګل ځمکه خپلو اړوندو کسانو ته په اجاره ور کړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په سویس کې پنځو افغان ځوانانو یو ۳۷ کلن سویسی ډبولی

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۰

د سویس د سنت ګالن ښار د اورګاډي تمځي پر وړاندې د شنبې په ماښام پنځو افغان ځوانانو یو ۳۷ کلن سویسی وګړی وهلی او ډبولی دی. پولیسو ویلي، چې یاد کس برسېرن ټپي شوی او ټول بریدګر نیول شوي دي.

د کانتون سنت ګالن د پولیسود معلوماتو له مخې، پېښه شاوخوا د ماښام په ۵:۳۰ بجو د بس تمځي د «B» تمځای په سیمه کې شوې ده. پولیس وايي، لومړی یو ۱۹ کلن افغان ځوان یوه سویسي سړي ته ورنږدې شو او لږ وروسته د دواړو ترمنځ شخړه پیل شوه، خو دا یې نه دي ویلي، چې افغان ځوان په څه هدف ور نږدې شوی و.

پولیس وايي، د شخړې پر مهال، څلور نور ځوانان هم پر شخړه ور ګډ شول او ۳۷ کلن سړی یې په سوکانو او لغتو وواهه.

د پولیسو په وینا، له بریدګرو څخه یوه تن پر سویسي وګړي د لرګي وارونه کړي دي.

تر پېښې وروسته، پنځه واړه بریدګر چې عمرونه یې د ۱۹ او ۲۱ کلونو ترمنځ دي، له سیمې وتښتېدل، خو د ښار د پولیسو له خوا لږ وخت وروسته د ګالس‌پلاتڅ په سیمه کې ونیول شول او اوس په توقیف کې دي.

د سنت ګالن د کانتون پولیسو د څارنوالۍ تر لارښوونې لاندې د پېښې پلټنې پیل کړې دي او له خلکو یې غوښتي چې که د پېښې په اړه معلومات لري، له پولیسیو سره یې شریک کړي.

طالبان د جرمني له کونسلګریو نه کابل ته د عوایدو په انتقال کې له ستونزو سره مخ دي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۸ GMT+۰

طالبانو په جرمني کې د افغانستان د دریو کونسلګریو له عوایدو شاوخوا لس میلیونه یورو را غونډ کړي، خو لاهم د بانکي بندیزونو له امله کابل ته د دې پیسو په لیږلو کې له ستونزو سره مخ دي. تېرکال هم ورته یو رپوټ ورکړل شوی و.

د جرمني رسنیو یوځل بیا خبر ورکړی، چې د طالبانو تر واک لاندې د بن، برلین او مونشن کونسلګریو کې شاوخوا لس میلیونه یورو عواید را ټول شوي دي، خو د بانکي بندیزونو له امله یې کابل ته نه شي استولی.

پر طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې سخت مالي بندیزونه لګول شوي، چې د بشري حقونو سرغړونې، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته د پام نه کولو له امله دي. له همدې امله، د طالبانو ادارو ته له بانکي لارې پیسې لېږدول ناممکن شوي.

د اې ار ډي ټلویزیون د تېر کال د یوې څېړنې له مخې، طالبان ښايي د نغدو پیسو له لارې د دې بندیزونو شاته کولو هڅه کوي، خو تر اوسه ددغسې هڅو عملي شواهد نه دي موندل شوي.

د یادې رسنۍ په وینا، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په پای کې د طالبانو د مونشن کونسلګرۍ مسوول د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ددفتر له رییس سره کتلي وو، چې له اروپايي هېوادونو نه د عوایدو د لېږد پر څرنګوالي ورسره وغږیږي.

اوس یوځل بیا دا موضوع د جرمني بي ار ۲۴ رسنۍ راپورته کړې ده.

له تېر اکتوبر راهیسې، طالبانوپه جرمني کې درېواړې افغان ډیپلوماتیکې استازولۍ تر خپل نفوذ لاندې راوستې دي.

طالبانو تېرکال د اې ار ډي پوښتنو ته ځواب ورکړی و، چې د بندیزونو سرغړونې تورونه بې‌اساسه دي او ټینګار یې کړی و چې ټولې کونسلګرۍ فیسونه یوازې د بانک او ټیلي‌کیش له لارې اخلي او نغدې پیسې نه اخلي.

د څېړنو له مخې، د افغان کونسلګریو په بانکي حسابونو کې لږ تر لږه لس میلیونه یورو شته چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابل ته نه دي لېږدول شوي.

د مونشن کونسلګري چې واردمخه له طالبانو سره په همغږۍ کار کوي، په جرمني کې د طالبانو د عوایدو تر ټولو ستره سرچینه ګڼل کیږي. دې کونسلګرۍ ته په جرمني او اروپا کې د میشتو افغانانو یوه ستره برخه مراجعه کوي. کونسلګري د پاسپورټونو د نوي کولو، تمدید، نکاح خط او نورو اسنادو په بدل کې فیسونه اخلي.

د دوغارون-اسلام کلا پر پوله ولاړې لارۍ هره ورځ یونیم تر دوه میلیونه ډالرو زیان اړوي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۰ GMT+۰

د ایران د خراسان رضوي د ټرانسپورټ مرستیال محمود امتي وايي، چې د دوغارون-اسلام کلا پر پوله هره ورځ د شاوخوا ۲۰۰۰ کانټینرونو او لاریو دریدل دوی ته له یونیم تر دوو میلیونو ډالرو زیان اړوي. د نوموړي په وینا، زیاتره کانټینر او لارۍ افغانستان ته د اوښتو هڅه کوي.

د ایران د خراسان رضوي د ټرانسپورټ مرستیال محمود امتي د ایران ایسنا اژانس ته ویلي، چې د ایران او طالبانو ترمنځ د تړون له مخې هره ورځ ۲۰۰۰ لارۍ باید له دوغارون- تسلام کلا پولې تیرې شي.

نوموړی وايي، چې ددې ستونزې حل لپاره اړتیا ده چې پر پوله د دروازو شمیر زیات او د کار ساعتونو زیات شي.

دوی همدراز یاتوي، چې د لاریو څلور ساعته تصفیې لوی خنډ رامنځته کړی دی.

امامتي نیوکه وکړه، چې شوي تړونونه په سمه توګه نه عملي کېږي خو دا تمېدل، درانه لګښتونه، ناوخته فیس، د کانټینرونو ذخیره کول، د بار وړلو نرخونه لوړېدل او اضافي لګښتونه ددې لامل شوی، چې سوداګر بدیلې لارې ولټوي.

له دې وړاندې د ایران د تایباد مرستیال والي مهدي رجبي وایلي و، چې د دوغارون په اقتصادي مرکزونو کې د ایران او افغانستان د ټرانزیټي لاریو تګ راتګ ځنډېدل به دواړه هېوادونه له نه جبرانېدونکي زیان سره مخ کړي.

سفیر که شارژادفیر؛ طالبانو د ترکیې نوی استازی «د ډیپلوماتیک ماموریت مشر» یاد کړی

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیرخان متقي په کابل کې د ترکیې «د ډيپلوماتیک ماموریت له نوي مشر» سادین ای يلديز سره تعرفي کتنه کړې ده. طالبانو دا نه دي روښانه کړي چې سادین ای یلديز کابل ته د سفیر په کچه استول شوی او که انقرې د خپل ډيپلوماتیک استازي کچه راټیټه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبه، د سلواغې پر ۱۴مه وویل، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي د ترکيې جمهوريت د افغانستان نږدې دوست وگاڼه او دوې اړخيزې اړيکې مخ پر وده وارزول شوې.

طالبانو د ترکیې د استازي سادین ای يلداز له قوله ویلي، چې هغه هم پر خپل وار د دواړو هېوادونو اړيکې مثبتې وارزولې او په اقتصادي او روغتيايي برخو کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر پراختيا ټينگار وکړ.

طالبانو نوموړی په کابل کې د ترکیې د ډيپلوماتیک ماموریت مشر یاد کړی، خو په کابل کې د ترکیې سفارت هغه د شارژدافیر او د ډیپلوماتیک ماموریت د مشر په نامه یاد کړی دی.

د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره انقرې خپل سفارت په کابل کې نه دی تړلی او دغه هېواد په ترکیه کې د افغانستان سیاسي استازولۍ د طالبانو په واک کې ورکړې دي خو د طالبانو اداره یې تراوسه په رسمیت نه ده پېژندلې.

طالبانو په کابل کې د رییس خدایداد مرستیال «خلیلزاد» وژلی

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۰ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت خپلو نژدې رسنیو ته ویلي، چې د یرموک ۶۰ ځانګړې عملیاتي قطعې ځواکونو د کابل د عیدګاه جومات په شاوخوا کې د عملیاتو پر مهال یو مشهور سړي تښتوونکی، خلیلزاد، چې د خدایداد مرستیال بلل کېده، وژلی دی. رییس خدایداد د جمهوریت پر مهال اعدام شوی و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په وینا، د خلیلزاد په نامه کس د عملیاتو پر مهال وسله‌وال مقاومت کړی و، چې وروسته د دوی د امنیتي ځواکونو له لوري په متقابلو ډزو کې ووژل شو.

یاد وزارت زیاتوي، چې خلیلزاد د ګڼو اختطافونو او وژنو په قضیو کې لاس درلود او له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو تر تعقیب لاندې و.