روسیې پر کیف او د اوکراین پر یو شمېر نورو ښارونو توغندیز او ډرون بریدونه کړي

اوکرایني چارواکي وایي، روسي ځواکونو د سې‌شنبې په سهار د دغه هېواد پر پلازمېنه کیف ښار پراخ توغندیز او د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې له امله یې استوګنیزې ودانۍ، ښوونیز مرکزونه او سوداګریز تاسیسات زیانمن شوي او لږترلږه دوه کسان په‌کې ټپیان شوي هم دي.