کندوز کې د یوه کور چت پرېوتو له امله د درېیو ښځو په ګډون ۴ کسان مړه شوي

په کندوز کې د طالبانو تر واک لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي اداره وايي، چې په دغه ولایت کې د یوه کور چت پرېوتو پېښه کې د درېیو ښځو په ګډون ۴ کسان مړه شوي او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.
