د پزشکیان مرستیال: هره سوله د تسلیمۍ په معنا نهده

د ایران د ولسمشر اجرایوي مرستیال محمد جعفر قایم پناه د امریکا سره د خبرو اترو د پیلولو لپاره د پزشکیان د څرګندونو په اړه پر اېکس پاڼه لیکلي: «هیڅ ډول جګړه ښه نهده او هره سوله د تسلیمۍ په معنا نهده».
تر دې وړاندې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر اېکس پاڼه په خپور شوي یادښت کې له امریکا سره د «عادلانه» خبرو اترو لپاره خپله هوکړه اعلان کړې وه. هغه لیکلي و، په سیمه کې د دوستو هېوادونو غوښتنې ته په پام له ګواښ پرته په یوې مناسبې فضا کې تهران له امریکا سره پر ملي ګټو ولاړو عادلانه خبرو ته چمتو دی.
د هغه په وینا؛ د بهرنیو چارو وزیر ته یې لارښوونه کړې، چې په مناسبه او خوندي فضا کې د غیرمنطقي تمې پرته د عادلانه خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
