• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ناچاوده توکو د چاودنو ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۰

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې تر کلونو جګړې وروسته افغانستان د ځمکنیو ماینونو او له جګړې څخه د پاتې شویو ناچاوده توکو د چاودنو له امله د تلفاتو له پلوه په نړۍ کې درېیم هېواد دی. په راپور کې ویل شوي، چې د یادو پېښو ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوې اعلامیه کې ویلي، افغانستان تر کلونو جګړې وروسته لا هم د نړۍ درېیم هېواد دی چې د ماینونو او ناچاوده توکو له امله تر ټولو ډېره مرګ ژوبله لري.

یوناما ټینګار کړی، چې ماشومان د دغه پېښو اصلي قربانیان دي او د ټولو تلفاتو ۸۰ سلنه جوړوي. ډېری دغه ماشومان د لوبو یا ورځنیو فعالیتونو پر مهال له ناچاوده توکو سره مخ کېږي، چې له امله یې یا وژل کېږي او یا هم سخت ټپي کېږي. یوناما په خپله اعلامیه کې ویلي: «عامه پوهاوی او د ټولنې ګډ اقدام کولای شي له ډېرو غمجنو پېښو مخنیوی وکړي».

د ملګرو ملتونو دغه دفتر د ماین پاکۍ په برخه کې د فعالو نادولتي بنسټونو لپاره د چټکو او دوامدارو مالي مرستو غوښتنه کړې ده. دغه بنسټونه نه یوازې هره ورځ د چاودېدونکو توکو څخه ککړې سیمې پاکوي؛ بلکې د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې خلک د ماینونو او چاودېدونکو توکو له ګواښونو هم خبروي.

په چاودېدونکو توکو ککړې ځمکې؛ د څو لسیزو جګړو وژونکی میراث

د «هېلو ټرسټ» بنسټ د راپور له مخې؛ یوازې تېر کال په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د ماینونو او جګړه‌ییزو مهماتو د چاودنو له امله وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي. همدارنګه ۶.۴ مېلیونه کسان د دغه توکو له مستقیم ګواښ سره مخ دي.

په افغانستان کې د تېرو شویو څو لسیزو جګړو له امله د هېواد لویې برخې لا هم د ماینونو او چاودېدونکو توکو له کبله ککړې دي او هره ورځ د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند ګواښي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: هره ورځ نږدې ۲زره کډوال له پاکستان نه په جبري توګه افغانستان ته ستنېږي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۸ GMT+۰

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، پاکستان هره ورځ نږدې ۲زره افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستنوي. دغه اداره وایي، افغانستان کې د ژوند شرایط خورا سخت دي، زده‌کړو ته لاسرسی محدود دی او پر ښځو پراخ بندیزونه لګېدلي چې د راستنېدونکو لپاره یې وضعیت لا کړکېچن کړی.

یادې ادارې پر اېکس پاڼه لیکلي، په دې وروستیو کې یې په جلال‌اباد ښآر کې د راستنېدونکو ستونزې له نږدې لیدلې او ټینګار یې کړی چې د ملاتړ اړتیا بېړنۍ ده. د یادې ادارې په وینا؛ تېر کال له پاکستان نه تر یو مېلیون ډېر افغان کډوال اړ اېستل شول چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

نوموړې ادارې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت، بې‌کارۍ، د زده‌کړو محدودیتونو او د ښځو پر وړاندې د سختو بندیزونو له کبله راستنېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

یونسیار ټینګار کوي، چې نړۍوالې ټولنې او بشري سازمانونه باید د راستنېدونکو ملاتړ لپاره بېړني اقدامات وکړي؛ څو د دوی بنسټیزې اړتیاوې پوره شي او د ژوند شرایط یې اسانه شي. د یادې ادارې په وینا؛ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ژغورنې، خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو د چمتو کولو لپاره بېړنۍ مرستې اړینې دي؛ څو د راستنېدونکو وضعیت د لا کړکېچنېدو مخه ونیول شي.

امریکا ته د ۷۵هېوادونو د وګړو پر سفر بندیز؛ د کډوالو د حقونو ملاتړو ډلو محکمې ته شکایت کړی

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۰ GMT+۰

د کډوالو له حقونو ملاتړو ډلو د ټرمپ ادارې د کډوالۍ تګلارې پر وړاندې په یوه رسمي اعتراض کې د قضايي عریضې په سپارلو سره د ۷۵ هېوادونو د وګړو لپاره د کډوالۍ ویزو بندېدل «تبعیضي چلند» بللی او ویلي یې دي، چې دغه کړنه د کډوالۍ له اصولو ښکاره سرغړونه ده.

په امریکا کې د کډوالۍ د حقونو مرکز په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د کډوالو د حقونو ملاتړو ډلو د امریکا محکمو ته یوه رسمي عریضه وړاندې کړې او د ۷۵ هېوادونو د وګړو کډوالۍ ویزو د غوښتنلیک پروسې ځنډولو پر وړاندې یې اعتراض کړی دی.

یاد مرکز په دغه اعلامیه کې د ټرمپ حکومت نوې تګلاره «تبعیضي» بللې او خبرداری یې ورکړی، چې دغه پرېکړه به ګڼې کورنۍ د قانوني کډوالۍ له پروسې بې‌برخې کړي. په دغه عریضه کې ویل شوي، چې یاد اقدام د توجیه لپاره د ټرمپ اداره د کډوالو په اړه «ناسم روایت» کاروي او د امریکا د کډوالۍ له قوانینو سرغړونه کوي.

دغه عریضه پرون په امریکا کې په قضايي سیسټم کې ثبت شوې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، د هغو هېوادونو د وګړو کډوالۍ ویزې به له سره وکتل شي چې د دغه وزارت د ادعا له مخې کډوال یې «ډېر له دولتي مرستو کار اخلي».

په دغه ۷۵ هېوادونو کې د افغانستان، بنګله‌دېش، ایران، سوریې، یمن، عراق او سومالیا نومونه شامل دي او همدارنګه د افریقا، اسیا او ختیځې اروپا څو نور هېوادونه هم په دغه نوملړ کې راغلي دي.

د کډوالۍ د محدودولو اړوند د ټرمپ پراخ واک

دغه عریضه وروسته له هغه وشوه، چې په ۲۰۱۸کال کې د امریکا سترې محکمې د کډوالۍ د محدودولو لپاره د ولسمشر پراخ واک تایید کړ. له بلې خوا په نومبر میاشت کې د یوه افغان کډوال له‌خوا د امریکا د ملي ګارډ پر عسکرو تر برید وروسته واشنګټن دغه هېواد ته د ۱۹ هېوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز ولګاوه.

په ډسمبر میاشت کې دغه بندیز هغو پنځو نورو هېوادونو ته هم وغځېد، چې د فلسطین ادارې اسناد لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ، چې له ۱۰۰زره ډېرې ویزې یې لغوه کړې چې په‌کې شاوخوا ۸زره تحصیلي او ۲۵۰۰ مسلکي ویزې شاملې دي.

طالبانو په کابل کې د سرغړونې له امله ۱۳ درملتونونه او ۲ د درملو ګدامونه تړلي دي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۴ GMT+۰

د طالبانو عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په کابل ښار کې یې د درملیزو تاسیساتو او خوراکي توکو پلورنځيو څخه د څار پر مهال د کابل ښار په دویمې، نهمې، ۱۱مې او ۱۶مې ناحیو کې ۱۳ درملتونونه او ۲ د درملو ګدامونه تړلي دي.

دغه وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل ښار د شاوخوا ۳۹ درملیزو او خوراکي توکو له پلورنځيو څخه یې څارنه کړې ده. طالبانو ویلي، چې د یادې څارنې موخه د بیو کنټرول، د احتکار او انحصار مخنیوی، د کیفیت تامین او د روغتیايي قوانینو پلي کول دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په یوشمېر نورو ولایتونو کې ګڼ روغتونونه او درملتونونه تړلي وو. د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ناسم روغتیایي خدمتونه او بې‌کېفیته درمل د ناروغانو پر وړاندې تر ټولو لویې ننګوونې دي.

طالبانو یاد درملتونونه داسې مهال تړلې دي، چې د یادې ډلې او پاکستان ترمنځ له کړکېچ وروسته له دغه هېواده د درملو پر واردولو بندیز لګول شوی. د راپورونو له مخې؛ د درملو ګڼو کاروباریانو له پاکستان نه په قاچاقي لارو د درملو واردولو ته مخه کړې او ځینې کسان هم وخت تېر درمل بازار ته وړاندې کوي.

هلمند کې په لومړي ځل د ۵۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت سړه خونه جوړه شوه

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۳ GMT+۰

هلمند کې په لومړي ځل د ۵۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت یوه سړه خونه پرانیستل شوه. د یادې سړې خونې مسوولین وايي، چې د دغه خونې په پرانیستلو لسګونه کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

سوداګرو تمه ښودلې، چې په دغه ولایت کې د یادې خونې جوړېدل به د بزګرو په عوایدو کې زیاتوالی راولي. د دغه سړې خونې مشر دوست محمد دوست ویلي، چې د یادې سړې خونې په جوړېدو به د هلمند د مېوو او سبزیو د ضایعه کېدو مخه ونیول شي او د بزګرو زحمتونه به نه بې‌ځایه کېږي.

نوموړي پر طالبانو غږ کړی، چې د برېښنا او نورو برخو کې ورته امکانات برابر کړي. د هغه په خبره؛ نورو هېوادونو ته یې صادرات کم دي او که د طالبانو اداره ورسره همکاري‌ ونه کړي، خپل لګښت نه‌شي‌ پوره کولی.

هغه زیاته کړې: «موږ فعلا تازه مېوه او په سبزیو کې پیاز ساتلي، ۲۵ کسان مستقیم کار راسره کوي». د هلمند بزګران او بڼ‌وال بیا شکایت کوي، چې د سړو خونو د نشتوالي له کبله یې توکي په کمه بیه پلورل کېږي.

ځینې بزګرانو او بڼ‌والو له افغانستان انټرنشل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، اړ دي چې خپل کرنیز توکي په نشت بیه وپلوري؛ ځکه چې د ساتنې لپاره امکانات نه‌لري. د هلمند یو کروندګر حاجي رووف افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «سړې خونې زموږ د حاصلاتو د ساتلو او عاید ډېرېدو لپاره خورا مهمې دي؛ ځکه که نه وي نو مېوه مو په کورنیو بازارانو کې خپل سر نه‌شي پوره کولی او موږ له زیان سره مخ یو».

څو ورځې وړاندې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د سړې خونې مسوولینو له یو شمېر سوداګرو سره په ناسته کې ویلي و، چې په روان کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۵۰ سړې خونې جوړې شوې دي. دوی زیاته کړې وه، په راتلونکي کال کې په ټول افغانستان کې د ۶زره سړو خونو د جوړېدو پلان لري.

د غالیو ټولنه: که د غالیو صنعت ته پاملرنه وشي، نړۍوال بازار ته به یې تولید زیات شي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۵ GMT+۰

د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو ټولنې مسوولین وايي، که طالبان د غالیو تولید او صنعت ته پاملرنه وکړي؛ نو ښایي نړۍوال بازار ته به یې تولید زیات او په لوړو سټېجونو کې ښه مقام ترلاسه کړي. تازه په ترکیه کې افغاني غالیو د ۱۹ هېوادونو ترمنځ لومړی مقام خپل کری.

د یادې ټولنې مرستیال قربان علي جمشېدزاده وایي، چې افغاني غالۍ د خاص جوړښت، ډیزاین او نوښت له کبله نړۍوال نوم او شهرت لري. نوموړي په کور دننه د افغاني غالیو د نندارتونونو جوړولو هیله وښوده او زیاته یې کړه: «که دلته نندارتونونه جوړ او نړۍوال سوداګرو ته بلنه ورکړل شي؛ نو د افغانستان غالۍ به په پراخه کچه په نړۍ کې مطرح شي».

غالۍ پلورونکي په ورته وخت کې په کور دننه او بهر د بازار موندنې او د حکومت د زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي. افغاني غالۍ چې د لوړ کیفیت او ښکلي ډیزاین له کبله په نړۍ کې لوړ ځای لري، هر کال تر یو مېلیون متره مربع پورې په افغانستان کې تولید او نورو هېوادونو ته صادرېږي.

د یادونې وړ ده، چې غالۍ د افغانستان یو له مهمو صادراتي توکو ګڼل کېږي او هر کال د مېلیونونه ډالرو په ارزښت نورو هېوادونو ته صادرېږي او افغاني غالۍ د ښه کیفیت او ډیزاین له امله نړۍوال شهرت او همداراز ګڼ مینه‌‌وال هم لري.