• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

واشنګټن پوسټ: منځګړي غواړي د وېټکاف او عراقچي ترمنځ خبرې پر اټومي موضوع محدودې شي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۱ GMT+۰

واشنګټن پوسټ د عراقچي-وېټکاف د ناستې جوړولو په هڅو کې د ښکېل سیمه‌ییز چارواکي په حواله لیکلي، تمه کېږي چې د ترکیې، قطر، مصر، سعودي عربستان، عمان او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیران هم په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

د دغه سیمه‌ییز چارواکي په وینا؛ د ټرمپ زوم جرډ کوشنر به هم د ایراني او امریکایي چارواکو ترمنځ د لوړې کچې په ناسته کې برخه واخلي. دوو سیمه‌ییزو چارواکو یادې ورځپاڼې ته دا هم ویلي، د امریکا عرب او ترک متحدین هڅه کوي چې د خبرو اترو ساحه د ایران اټومي پروګرام پورې محدوده کړي؛ ترڅو تهران هوکړې ته وهڅوي.

له دې ډلې یوه چارواکي ویلي، که خبرې اترې وشي؛ نو تمرکز به یې د ایران پر اټومي پروګرام وي او بیا به د واشنګټن د غیر اټومي غوښتنو د حل لپاره د لارو موندلو هڅې وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ځانګړی استازی سټیو وېټکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې په ورځ په استانبول کې سره ګوري. یو امریکایي چارواکي ویلي، « ټرمپ غواړي دواړه خواوې هوکړه وکړي».

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

روسیې پر کیف او د اوکراین پر یو شمېر نورو ښارونو توغندیز او ډرون بریدونه کړي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۹ GMT+۰

اوکرایني چارواکي وایي، روسي ځواکونو د سې‌شنبې په سهار د دغه هېواد پر پلازمېنه کیف ښار پراخ توغندیز او د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې له امله یې استوګنیزې ودانۍ، ښوونیز مرکزونه او سوداګریز تاسیسات زیانمن شوي او لږترلږه دوه کسان په‌کې ټپیان شوي هم دي.

د کیف د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچینکو پر ټېلګرام پاڼې لیکلي، چې د دنیپرو سیند ختیځو سیمو کې څو استوګنیزې ودانۍ، یو ښوونیز بنسټ او یوه سوداګریزه ودانۍ زیانمنه شوې ده.

په همدې حال کې د خارکیف ښاروال ایهور تیریخوف ویلي، د اوکراین پر دویم لوی ښار خارکیف هم په پرله‌پسې ډول ډرون او توغندیز بریدونه شوي چې له امله یې لږترلږه دوه کسان ټپیان شوي دي.

د اوکراین دولتي رسنۍ «سوسپیلنې» هم راپور ورکړی، چې د هېواد په سوېل ختیځ کې د دنیپرو ښار او د روسیې پولې ته نږدې په سومي ښار کې هم څو چاودنې شوې دي. تر دې دمه د بریدونو د بشپړ زیان او احتمالي تلفاتو په اړه نور جزییات نه‌دي خپاره شوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان د سیمې د امنیتي اندېښنو په مرکز بدل شوی

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۹ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، په منځنۍ اسیا کې امنیتي ګواښونه او په افغانستان کې بدلونونه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان لپاره تر ټولو مهمه مسله ده.

هغه د دوشنبې په ورځ په مسکو کې د ډله‌‌ییز امنیت تړون سازمان له عمومي منشي تالاتټ بک مسادیکوف سره د لیدنې پر مهال وویل، چې نوې امنیتي ننګونې او ګواښونه، په ځانګړي ډول هغه څه چې په مرکزي اسیا او افغانستان کې روان دي؛ د دغه سازمان د اندېښنو په سر کې ځای لري.

د ډله‌‌ییز امنیت تړون سازمان یوه سیمه‌‌ییزه پوځي ټلواله ده، چې روسیه، ارمنستان، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان یې غړي دي او د دغه سازمان د تګلارو له مخې پر یو غړي برید د ټولو غړو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان وضعیت لا هم د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې لپاره یو له حساسو امنیتي موضوعاتو څخه بلل کېږي.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان د افغان-تاجک پولې د پیاوړتیا لپاره دوشنبې ته وسلې لېږي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۳ GMT+۰

د ډله ییز امنیت تړون سازمان پرېکړه کړې، چې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره تاجکي ځواکونو ته وسلې او نور نظامي تجهیزات ولېږي، خو د کره نېټې په تړاو یې څه نه‌دي ویلي. دغې مسلې وروسته له هغې بېړنۍ بڼه خپله کړه، چې له افغان خاورې پر تاجکستان بریدونه وشول.

افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره تر ټولو اوږده ګډه پوله له تاجکستان سره لري؛ دغه ګډه پوله ۱۳۴۴ کیلومتره دی او ډېره برخه یې سندیزه او غرنیزه ده.

له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د ګواښ جوړېدو اندېښنه له ډېر پخوا راهیسې وه او په لومړي ځل ټولییز امنیت تړون له لوري په ۲۰۱۳ کال کې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د خوندینې او پیاوړتیا پر پلان کار پیل شو، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه اندېښنه جدي شوه او د ټولییز امنیت سازمان د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د استانه په سرمشریزه کې پرېکړه وکړه، چې تاجکستان ته د پولې د ساتنې او پیاوړتیا لپاره باید وسلې او نور نظامي تجهیزات برابر شي.

تاجکستان ته د نورو وسلو او تجهیزاتو د برابرولو پروګرام تر هغې وروسته بېړنۍ بڼه خپله کړه، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې له افغان خاورې پر تاجکستان بریدونه وشول. د همدې کال د نومبر پر ۲۶مه د افغانستان له بدخشان ولایت څخه د ډرون او سپکو وسلو په وسیله د تاجکستان په ختلون سیمه کې د سرو زرو د کان پر یوه مرکز برید وشو او په پایله کې یې ۳ چینايي کارګر ووژل شول.

له دغې پېښې څلور ورځې وروسته له افغان خاورې یو شمېر وسله‌وال تاجکستان ته واوښتل او هلته یې د چین د یوه دولتي شرکت دوه نور کارکوونکي ووژل او ۵ نور یې ټپيان کړل.

د تاجکستان پوله ساتونکی
100%
د تاجکستان پوله ساتونکی

له دغو پېښو وروسته په دوشنبه کې د چین سفارت اړ شو، چې له افغانستان سره په پوله کې ټول چینايي کارکوونکي وباسي او په دې سره په تاجکستان کې د یوې لویې لارې پر یوې مهمې برخې کار په ټپه ودرول شو.

په هغه وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان د ختلون ولایت په شمس‌الدین شاهین سیمه کې د درېیو چینایي وګړو وژنه وغندله او زیاته یې کړه: «د لومړنۍ ارزونې او معلوماتو پر بنسټ په دې کې هغه کړۍ لاس لري، چې په سیمه کې د ګډودۍ، بې‌ثباتۍ او هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي».

د افغانستان او تاجکستان په ګډ سرحد کې تاوتریخوالي په ۲۰۲۶ کال کې هم دوام وموند. همدا څو ورځې مخکې (د جنورۍ ۲۹مه) د تاجکستان سرحدي ځواکونو د نشه‌يي توکو هغه درې قاچاق کوونکي ووژل، چې د افغانستان له تخار ولایت څخه اوښتي وو او دوه نور یې بېرته د پولې دې غاړې تښتېدلي وو.

د تاجکستان سرحدي ځواکونو له دغې پېښې وروسته وویل، چې له یادو قاچاق کوونکو یې یو شمېر وسلې، مهمات او د مخدره توکو ۷۳ بستې چې چرس او تریاک په‌کې شامل وو، نیولي دي.

د تاجکستان او افغانستان پر پوله وسله واله نښته شوې ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دغو پېښو وروسته د ټولییز امنیت سازمان منشي تالات‌بېک مسادیکوف د جنورۍ په وروستیو کې په یوې مرکه کې په ډاګه کړه، چې د دغه سازمان غړو هېوادونو ته دا اوس یو مهم لومړیتوب دی چې تاجکستان وسلې او نور نظامي تجهیزات برابر کړي، خو د سپارلو د دقیق مهال‌وېش په تړاو یې څه ونه‌ویل.

د «د ډيپلوماټ» خپرونې هم د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په همدې تړاو په یوه تازه راپور کې تاجکستان ته د ټولییز امنیت سازمان د وسلو د ورکړې په تړاو شک ښودلی، ځکه په وینا یې، له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره یوازې د یوه پلان جوړول او وروستي کول ۱۰ کاله وخت ونیوو.

دغه خپرونه همداراز زیاتوي، د افغانستان او تاجکستان ګډه پوله اوږده او غرنیزه ده او په وینا یې له کافي تجهیزاتو سره هم څارنه یې سخته ده.

د یادونې وړ ده، چې د ټولییز امنیت تړون یو نظامي اېتلاف دی او په ۲۰۰۲ کال کې د ګډ دفاعي بلاک په توګه جوړ شو. دغه تړون چې مشري یې روسیه کوي، تر یوه بریده د ناټو د سیال سازمان په بڼه جوړ او رامنځته شوی دی. بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ارمنستان یې غړي هېوادونه دي.

اسټرالیا د سپاه پاسداران درې ادارې او د ایران ۲۰ لوړپوړي چارواکي تر بندیزونو لاندې راوستل

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۲ GMT+۰

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د ایران د سپاه پاسداران پر درېیو ادارو او د دغه رژیم پر ۲۰ لوړپوړو چارواکو یې بندیزونه لګولي دي. په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغو چارواکو او ادارو د ایرانیانو په ځپلو کې لاس درلود او په لاریونونو کې یې له خلکو سره تاوتریخوالی کړی.

د دې اعلامیې په سریزه کې ټینګار شوی، چې د ایران حکومت په تېرو اوونیو کې زرګونه ایرانیان په ډله‌ییزه توګه وژلي او زرګونه نور یې د سوله‌ییزو اعتراضونو له امله وهلي، نیولي او زنداني کړي دي. همداراز په اعلامیه کې د انټرنېټ او مخابراتي اړیکو سراسري پرې کېدل د هغې هڅې په توګه یاد شوي، چې موخه یې د تاوتریخوالي پټول دي.

د اسټرالیا حکومت ټینګار کړی، چې دا اقدام د دې هېواد د ژمنتیا څرګندونه کوي، څو «د ایران د خلکو ترڅنګ ودرېږي او له نړۍوالو شریکانو سره یوځای» د اسلامي جمهوریت د هغه کمپاین پر وړاندې ودرېږي، چې موخه یې «ځپل او بې‌ثباته کول» دي.

د سپاه پاسداران د سایبري دفاع قومنداني، د سپاه قدس ځواک ۸۴۰ واحد او د سپاه پاسداران د استخباراتو څانګه هغه درې ادارې دي چې تر بندیزونو لاندې راوستل شوي دي.

د اعلامیې له‌مخې، په دغو بندیزو کې شامل کسان «محمد صادقي، محمدصلاح جوکار، حسن شاه‌ورپور، غلام‌حسین محمدي‌اصل، رحیم جهانبخش، عباس‌علي محمدیان، حجت‌الاسلام علي سعیدي، عبدالله عراقي، علي فضلي، احمدرضا رادان، محمدرضا فلاح‌زاده، محسن چزاري، علیرضا فدکار، مجید موسوي، سید امین‌الله امامي طباطبایي، علي‌اصغر نوروزي، حسن صبوري‌نژاد، جواد غفار حدادي، یحیی حسیني پنجکي او اسماعیل خطیب دي».

د دې اعلامیې له‌مخې، د اسټرالیا حکومت تر دې مهاله له ۲۰۰ څخه زیات ایراني کسان او بنسټونه او له ۱۰۰ څخه زیات هغه کسان او ادارې چې له سپاه پاسداران سره تړاو لري، تر بندیزونو لاندې راوستي دي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیره: انګلستان له پاکستان سره ډېرې قوي او ښې اړیکې لري

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۰

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي، چې هېواد یې له پاکستان سره پیاوړې او مثبتې اړیکې لري. نوموړې په لندن کې له جیونیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د پاکستان او برېتانیې حکومتونه په دوامداره ډول له یو بل سره په اړیکه کې دي او پر بېلابېلو مهمو موضوعاتو خبرې کوي.

شبانه محمود د خبرو پر مهال د برېتانیا د کډوالۍ په سیستم کې د شته نیمګړتیاوو د له‌منځه وړلو مسئله خپله لومړنۍ دنده وبلله او ویې ویل، چې هم قانوني او هم ناقانونه کډوال له ډېرې مودې راهیسې د کډوالۍ له سیسټم څخه ناوړه ګټه اخلي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې په کوڅو کې د زیاتېدونکو جرمونو د مخنیوي لپاره د پولیسو اصلاحات اړین او نه‌جبرانېدونکي وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د امنیت د ټینګښت لپاره باید د پولیسو په جوړښت او کړنو کې بنسټیز بدلونونه راوستل شي.

شبانه محمود وویل، اوس یې هویت د یوې انګریزې برېتانوۍ دی، خو مور او پلار یې له ازاد کشمیر سره تړاو لري.