په سرپل کې د ۹ ولایتونو د چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې دوه ورځینۍ سیالۍ پیل شوې

د سرپل ولایت د وزلوبې فدراسیون اعلان کړی، چې د افغانستان د وزلوبې غوره لیګ په اووم پړاو کې د یاد ولایت د لوبډلې د اتلولۍ په ویاړ دوه ورځینۍ سیالۍ پیل شوې دي. په دغو سیالیو کې د ۹ ولایتونو شاوخوا ۵۰۰ چاپندازانو ګډون کړی، چې د دوو ورځو په لړ کې به یو له بل سره لوبې وکړي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان د شمال او شمال ختیځو ولایتونو چاپندازانو برخه اخیستې ده. د سرپل د وزلوبې فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو سیالیو د جوړېدو موخه د خوښۍ فضا رامنځته کول، د هېواد د نامتو پهلوانانو راټولول او د لوبغاړو او خلکو ترمنځ د یووالي پیاوړي کول دي.
د سرپل ولایت د وزلوبې فدراسیون د معلوماتو لهمخې، د دغو دوه ورځنیو سیالیو لپاره دوه تېزرفتاره موټر، څلور اوښان او د وروستیو پړاوونو لپاره نغدي جایزې ټاکل شوې دي.
