• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د جاپان پر وړاندې لوبه کوي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۴ GMT+۰

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالۍ په نیمه پایلوبه کې د جاپان د ملي لوبډلې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو د اندونیزیا د جاکارتا ښار په ویلوډروم لوبغالي کې پیلېږي.

د جاپان د فوټسال ملي لوبډله په نړۍواله ډلبندۍ کې ۱۳م او په اسیایي ډلبندۍ کې درېیم مقام لري. بل اړخ ته بیا افغانستان په نړۍ کې ۲۸م او په اسیا کې اووم مقام لري.
د جاپان تر ټولو لویه بریا په ۲۰۰۵کال کې د ګوام پر وړاندې د ۱۸-۰ امتیازونو په توپیر وه او د دوی تر ټولو لویه ماتې په ۲۰۰۲کال کې د هسپانیا پر وړاندې د ۱۶-۰ امتیازونو په توپیر وه. د افغانستان تر ټولو لویه بریا بیا په ۲۰۲۳کال کې د مکاو په وړاندې د ۱۸-۲ امتیازونو په توپیر او تر ټولو بده ماتې یې په ۲۰۰۷کال کې د ټایلینډ په وړاندې د ۲۳-۲ امتیازونو په توپیر وه.
جاپان پنځه ځله د فوټسال په نړۍوال جام کې ګډون کړی، په داسې حال کې چې افغانستان یوازې یو ځل په ۲۰۲۴کال کې په نړۍوال جام کې د ګډون تجربه لري. جاپان ۱۶ ځله په اسیا جام کې برخه اخیستې او افغانستان بیا تر دې دمه دوه ځلې په اسیا جام سیالیو کې ګډون کړی دی.
جاپان د ډله‌ییزو سیالیو په پړاو کې له ازبکستان، تاجکستان او اسټرالیا سره په درېیم ګروپ کې همډلی و او د درېیو بریاوو او نهو نمرو سره د غوره لوبډلې په توګه یې نیمه پای‌لوبې ته لار وموندله.
افغانستان بیا د ډله‌ییزو سیالیو په پړاو کې له ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره په څلورم ګروپ کې همډلی و او د دوو بریاوو او یوې ماتې سره یې ۶ نمرې ترلاسه کړې او د ګروپ د دویمې غوره لوبډلې په توګه یې نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۴

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

۵

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

له خبریالانو وېره؛ پر رسنیزو فعالیتونو د محدودیتونو لړۍ د هرات فوټبال ادارې ته هم ورسېده

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۷ GMT+۰
100%

د افغانستان د فوټبال فډراسیون له څو کلونو راهیسې د خبریالانو له وېرې، اطلاعاتو ته د لاسرسي له محدودیت، د رسنیزو فعالیتونو له مخنیوي او په اوږدمهاله چوپتیا پېژندل کېږي. د طالبانو دغه کړنلاره د هرات ولایت د فوټبال فډراسیون ته هم غځېدلې ده.

د افغانستان سپورټي عکاس ظاهر نوري په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، چې د هرات د فوټبال فډراسیون پر رييس شاه رسول احراري له نیوکې وروسته یاد فډراسیون ته له ننوتلو منع شوی دی.

هغه زیاته کړې، له څو کلونو راهیسې د افغانستان د فوټبال او فوټسال د ودې لپاره له ګڼو هڅو سره سره له بې مهرۍ، تبعیض او بې‌عدالتۍ پرته بل څه نه‌دي لیدلي. د هغه په وینا، هېڅکله هم د شخصي ګټو په لټه کې نه وو او یوازینۍ هیله یې د سپورټ برخې پرمختګ او له لوبغاړو ملاتړ وو، خو اوس یې پرېکړه کړې چې په دې برخه کې به خپل ټول فعالیتونه ودروي.

ظاهر نوري د خپلې فېسبوک‌پاڼې د لیکنې په پای کې هیله‌مندي ښودلې، چې داسې ورځ دې راشي چې د افغانستان سپورټي فډراسیونونه د ځوان، وړ او زړه سواندو ځوانانو په لاس اداره شي، نه د داسې کسانو له لوري چې د «فډراسیون څوکۍ خپل شخصي میراث» ګڼي.

خواجه اصف وايي د کرېکټ د ژوندي ساتلو لپاره نوې نړۍوالې کرېکټ ادارې ته اړتیا ده

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۹ GMT+۰
100%

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د دوشنبې په ماخوستن (د سلواغې ۱۳مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د کرېکټ د ژوندي ساتلو لپاره باید د کرېکټ لپاره یوه نوې نړۍواله اداره رامنځته شي، ځکه په باور یې د کرېکټ نړۍواله شورا یا ای‌سي‌سي په سوېلي اسیا کې د هند د سیاسي ګټو په لومه کې راګیر شوې ده.

هغه زیاته کړې: «د کرېکټ د نجیبانه لوبې د روح د ژوندي ساتلو لپاره یوې نوې نړۍوالې کرېکټ ادارې ته اړتیا ده، ځکه د کرېکټ نړۍواله شورا په سوېلي اسیا کې د هند د سیاسي ګټو په لومه کې ده».

په داسې حال کې چې د هند او سریلانکا په کوربه‌توب د ۲۰۲۶ کال شل اوریز کرېکټ نړۍوال جام ته یوازې څو ورځې پاتې دي، پاکستان په لومړیو کې په یاد نړۍوال جام کې د روښانه دلیل له وړاندې کولو پرته د پرېکون اعلان کړی وو، خو پرون یې (یکشنبه د سلواغې ۱۲مه) اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې ته یې د ۲۰۲۶ کال په کرېکټ نړۍوال جام کې د ګډون اجازه ورکړې، خو د پاکستان لوبډله به د هند د کرېکټ لوبډلې سره لوبه ونه‌کړي.

د کرېکټ نړۍوال جام؛ پاکستان وايي په نړۍوال جام کې ګډون کوي خو له هند سره نه لوبېږي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د‌ پاکستان د حکومت له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې له هند سره د نه لوبېدو د پرېکړې روښانه لامل نه دی ذکر شوی، خو ویل کېږي چې دا پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو سیاسي ترینګلتیاوو له‌مخې شوې ده.

تر دې وړاندې د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ د کرېکټ له نړۍوالې شورا څخه غوښتنه کړې وه، چې په نړۍوال جام کې د یاد هېواد لوبې دې د هند پر ځای په سریلانکا کې تنظیم شي، خو د بنګله‌دېش یاده غوښتنه ونه‌منل شوه او هغوی له نړۍوال جام سره پرېکون اعلان کړ.

اوس پاکستاني رسنیو ویلي، چې د پاکستان کرېکټ بورډ ادارې د کرېکټ نړۍوالې شورا ته ویلي، چې د کرېکټ په شل اوریز نړۍوال جام کې به له هند سره یوازې هغه مهال لوبه وکړي، چې د بنګله‌دېش غوښتنه ومنل شي او د لوبډلې سیالۍ یې د هند پر ځای سریلانکا ته ولېږدول شي.

د پاکستان کرېکټ بورډ لا تر اوسه په دې تړاو په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي.

د کرېکټ په را روان نړۍوال جام کې په راپورته شوي جنجال کې چې د پاکستان دفاع وزیر هم راښکېل شوی، د سپورټ برخې کارپوهان وایي چې سپورټ له سیاست څخه جلا دی او د دفاع وزیر په څېر کسانو ته نه‌ښايي چې په سپورټي چارو کې فرمایشات ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د کرېکټ نړۍوالې شورا ویلي، چې د پاکستان له‌خوا له هند سره د لوبې پرېکون په تړاو یې تر اوسه کوم رسمي لیک نه‌دی ترلاسه کړی، خو تمه لري چې پاکستان د خپلې پرېکړې په اړه د یوې داسې هوکړې لپاره لارې چارې ولټوي چې د ټولو لورو په ګټه وي.

د کرېکټ نړۍواله شورا: پاکستان دې له هند سره د لوبې نه‌کولو پر پایلو له سره غور وکړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د کرېکټ نړۍوالې شورا خبرداری ورکړی، چې دا ډول انتخابي ګډون د نړۍوالو سیالیو له اصولو سره په ټکر کې دي او پاکستان باید پر دغې کړې پرېکړې بیا کتنه وکړي، ځکه دا پرېکړه به د کرېکټ پر نړۍوال سیستم اغېز وکړي او میلیون ډالري زیان به هم رامنځته کړي.

افغان سوک وهونکي قیس خادمي د مکسیکو «مارګاریتو پرز امادور» ته ماتې ورکړه

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۰۹ GMT+۰
100%

افغان سوک وهونکي قیس خادمي د مکسیکو «مارګاریتو پرز امادور» ته ماتې ورکړه. دغه سیالي د WBM (Warren Boxing Management) سازمان له‌خوا د لندن په یارک هال کې په شپږو پړاوونو کې ترسره شوه. خادمي د لوبڅارانو د ګډې پرېکړې له مخې وتوانېده، چې بریا خپله کړي.

دا په مسلکي لوبو کې د قیس خادمي ۱۴مه او څلورمه پرله پسې بریا ده. هغه تر اوسه پورې په خپل ورزشي تجربه کې د ۱۴ بریاوو، درېیو ماتو او دوو مساوي لوبو ریکارډ لري.

قیس خادمي چې څو ځله یې د اروپا اتلولي ګټلې، یو ځل یې د سوک وهنې نړۍوالې اتلولۍ کمربند لپاره هم سیالي کړې ده. د هغه مکسیکویي سیال چې د پنځو بریاوو، اوو ماتو او درېیو مساوي لوبو ریکارډ لاره، له بېګانۍ لوبې سره یې خپله اتمه ماتې هم تجربه کړه.

100%

د ۱۹ کلنو ملي لوبډله به په نیمه پایلوبه کې د هند له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۵ GMT+۰
100%

د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام کې د افغانستان د ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د هند د کرېکټ لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.

د هند د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د نړۍوال جام په نیمه پایلوبه کې به افغان ملي لوبدله د هند د ملي لوبډلې پروړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته افغانستان، اسټرالیا، هند او انګلنډ لوبډلو لاره موندلې ده.

د نړۍوال جام د نیمه پایلوبې سیالۍ د سې‌شنبې او چهارشنبې په ورځو ترسره کېږي.

په نیمه پایلوبه کې د سې‌شنبې په ورځ د اسټرالیا او انګلنډ د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ او د چهارشنبې په ورځ بیا افغانستان د هند د ملي لوبډلې پروړاندې سیالي ترسره کوي.

که هره لوبډله خپله لوبه وګټي، نو مستقیم به پایلوبې ته ووځي.

د یادونې وړ ده، چې دا دریېم ځل دی چې افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام ګټلو په موخه نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کوي، خو تر اوسه افغانستان دغه جام نه‌دی ګټلی.

د کرېکټ نړۍواله شورا: پاکستان دې له هند سره د لوبې نه‌کولو پر پایلو له سره غور وکړي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۵ GMT+۰
100%

د کرېکټ نړۍوالې شورا د پاکستان له‌خوا په نړۍوال جام کې د هند له لوبډلې سره د لوبې نه‌کولو پرېکړې ته غبرګون ښودلی او وايي، دا ډول انتخابي ګډون د نړۍوالو سیالیو له اصولو سره په ټکر کې دي.

د کرېکټ نړۍوالې شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې پاکستان دې له هند سره د لوبو نه‌کولو د پرېکړې پر سترو او اوږدمهاله پایلو غور وکړي، ځکه دا پرېکړه ښايي د کرېکټ پر نړۍوال سیستم اغېز وکړي.

د کرېکټ نړۍوالې شورا په اعلامیه کې راغلي: «د کرېکټ نړۍواله شورا په ملي پالیسیو کې د حکومتونو رول ته درناوی لري،‌ خو دا پرېکړه نه د کرېکټ د نړۍ په ګټه ده او نه هم په پاکستان کې د کرېکټ د میلیونونو مینه‌والو په خیر ده».

د کرېکټ نړۍوالې شورا ویلي، چې د پاکستان له‌خوا له هند سره د لوبې پرېکون په تړاو یې تر اوسه کوم رسمي لیک نه دی ترلاسه کړی، خو تمه لري چې پاکستان د خپلې پرېکړې په اړه د یو داسې هوکړې لپاره لارې چارې ولټوي چې د ټولو لوریو په ګټه وي.