مسعود پزشکیان: له امریکا سره پر ملي ګټو ولاړو عادلانه خبرو ته چمتو یو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر اېکس پاڼه په خپور شوي یادښت کې له امریکا سره د «عادلانه» خبرو اترو لپاره خپله هوکړه اعلان کړې. هغه لیکلي، په سیمه کې د دوستو هېوادونو غوښتنې ته په پام له ګواښ پرته په یوې مناسبې فضا کې تهران له امریکا سره پر ملي ګټو ولاړو عادلانه خبرو ته چمتو دی.

د هغه په وینا؛ د بهرنیو چارو وزیر ته یې لارښوونه کړې، چې په مناسبه او خوندي فضا کې د غیرمنطقي تمې پرته د عادلانه خبرو لپاره زمینه برابره کړي.