اکسیوس: تهران غواړي چې د مذاکراتو ځای له ترکیې څخه عمان ته بدل شي

اکسیوس د دوو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ایران غواړي د مذاکراتو ځای له استانبول څخه عمان ته بدل شي او همدارنګه دا خبرې اترې په دوه اړخیزه بڼه یوازې له امریکا سره ترسره شي.

اکسیوس د دوو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ایران غواړي د مذاکراتو ځای له استانبول څخه عمان ته بدل شي او همدارنګه دا خبرې اترې په دوه اړخیزه بڼه یوازې له امریکا سره ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې پرېکړه شوې وه چې د یو شمېر عربي او اسلامي هېوادونو استازي به هم په مذاکراتو کې د څارونکو په توګه ګډون کوي.اکسیوس د دغو سرچینو په حواله زیاته کړه، که دا نوې غوښتنې د جمعې ورځې د خبرو اترو د لغوه کېدو لامل شي، ښايي ډونالډ ټرمپ له ډیپلوماټیکې لارې ووځي او پوځي انتخاب ته به نږدې شي؛ هغه هم په داسې وخت کې چې امریکا په فارس خلیج کې په پراخه کچه پوځي ځواک ځای پر ځای کړی دی.