خامنهيي پوتین ته پیغام لېږلی چې تهران چمتو دی روسیې ته غني شوي یورانیم واستوي

نیویارکټایمز د دوو باخبرو چارواکو په حواله لیکلي، چې علي خامنهيي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته پیغام لېږلی، چې تهران چمتو دی روسیې ته غني شوي یورانیم واستوي.

نیویارکټایمز د دوو باخبرو چارواکو په حواله لیکلي، چې علي خامنهيي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته پیغام لېږلی، چې تهران چمتو دی روسیې ته غني شوي یورانیم واستوي.
د راپور لهمخې، علي لاریجاني په وروستیو ورځو کې له پوتین سره په لیدنه کې د علي خامنهيي یو پیغام رسولی، چې پر بنسټ یې اسلامي جمهوریت کولای شي د برجام هوکړې په څېر روسیې ته د خپل غني شوي یورانیمو له استولو سره موافقه وکړي.دا په داسې حال کې ده، چې نیویارک ټایمز د دوو باخبرو چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې ایران د وضعیت د ارامولو لپاره چمتو دی څو خپل اټومي پروګرام ودروي یا یې وځنډوي، چې دا ګام یو مهم امتیاز ګڼل کېږي.
د دغې ورځپاڼې په لیکنه کې راغلي، چې ایران غوره ګڼي څو د اټومي انرژۍ د تولید په موخه د یوه سیمهییز کنسرسیوم د جوړولو لپاره د امریکا د تېر کال وړاندیز ومني.