• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ونزویلا کې زرګونه لاریون کوونکو له امریکا غوښتي چې مادورو او د هغه مېرمن خوشې کړي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۱۶ GMT+۰

زرګونه لاریون کوونکو په کاراکاس کې د لاریون پرمهال له امریکا غوښتي، چې د ونزویلا نیول شوی ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلورېس خوشې کړي. دغه لاریون د مادورو او د هغه د مېرمنې له نیول کېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته شوی دی.

لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې ویل: «ونزویلا نیکولاس ته اړتیا لري!» لاریون کوونکو د سې‌شنبې په ورځ د نیکولاس مادورو په ملاتړ شعارونه له ځان سره لېږدول او پر یوه یې لیکلي وو: «امپراتورۍ هغوی وتښتول؛ موږ یې بېرته غواړو».

د نیول شوي ولسمشر زوی او د ونزویلا د ملي شورا غړی نیکولاس مادورو ګوېرا د خلکو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې (د جنورۍ په ۳مه) د امریکا له‌خوا د خپل پلار «تښتول» به یې د تل لپاره پر څېره د یوه ټپ په څېر پاتې شي.

نوموړي د هغې شپې یادونه وکړه، چې امریکا پر کاراکاس برید وکړ او ویې ویل: «زموږ د وطن خاوره د یوه بهرني پوځ له‌خوا تر پښو لاندې شوه».

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بلوچستان کې وسله‌وال مرګوني بریدونه وغندل

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وروستي بریدونه غندلي دي. دغې شورا په یوې اعلامیې کې ټینګار کړی، چې ترهګري په ټولو بڼو او ډولونو د نړۍوالې سولې او امنیت پر وړاندې له تر ټولو جدي ګواښونو څخه ده.

په هغه اعلامیه کې چې د سې‌شنبې په ورځ خپره شوې راغلي، چې د امنیت شورا غړو د دغه ناوړو ترهګریزو کړنو د عاملانو، تنظیموونکو، مالي تمویلونکو او ملاتړو د ځواب‌ویلو او عدالت ته د راکاږلو پر اړتیا ټینګار کړی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د نړۍوالو قوانینو او د امنیت شورا د اړونده پرېکړه‌لیکونو له مخې په دې برخه کې د پاکستان له حکومت سره فعاله همکاري وکړي.

امنیت شورا دارنګه له هېوادونو غوښتنه کړې، چې د نړۍوالو قوانینو له مخې خپلو ژمنو ته په پام، د ترهګریزو کړنو له امله د نړۍوالې سولې او امنیت پر وړاندې رامنځته کېدونکو ګواښونو پر ضد مبارزه وکړي.

د بلوچستان «بیلتون‌پاله» وسلوالو د شنبې په سهار (د سلواغې ۱۱مه) د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې بریدونه وکړل.

افغانستان ته د قزاقستان د غلو دانو صادرات دوه برابره زیات شوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۵ GMT+۰

د قزاقستان د اورګاډي ملي شرکت وايي، تېر کال افغانستان ته د دغه هېواد د غلو دانو د صادراتو کچه دوه برابره زیاته شوې وه. د دوی په خبره؛ یاد صادرات له ۲۱۶زره ټنو څخه ۴۱۶زره ټنو ته لوړ شوي دي.

د قزاقستان د اورګاډي ملي شرکت ویلي، چې په سیمه کې یې د غلو دانو د سترو صادروونکو هېوادونو له ډلې خپل ځای ساتلی او په نړۍواله کچه خپل حضور پراخوي.

دوی زیاتوي، چې د ۲۰۲۵کال د سپټمبر له میاشتې څخه د ۲۰۲۶کال (د جنورۍ تر ۳۱مې) پورې قزاقستان ۵٫۸ مېلیون ټنه غله صادره کړې. دغه شمېر د تېرکال د ورته مودې پرتله شاوخوا یو مېلیون ټنه زیاتوالی ښيي، هغه مهال دغه کچه ۴٫۸ مېلیون ټنه وه.

مسوولین وایي، چې قزاقستان خپل صادرات په ځانګړي ډول د مرکزي او سوېلي اسیا دودیزو بازارونو ته کوي. د قزاقستان هېواد صادرات ازبکستان ته ۴۹ سلنه زیات شوي دي، چې له ۱٫۸۱۳ مېلیون ټنو څخه ۲٫۷۰۲ مېلیون ټنو ته رسېدلي دي.

مسوولین وايی، افغانستان ته د دغه هېواد صادرات نږدې دوه چنده شوي دي چې له ۲۱۶زره ټنو څخه ۴۱۶زره ټنو ته رسېدلي دي. د یادونې وړ ده، چې د دغه هېواد د غلو دانو صادرات درې برابره شوي دي.

سعودي عربستان په سوریه کې خپله پانګونه پراخوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۶ GMT+۰

سعودي عربستان پرېکړه کړې، چې جګړه ځپلې سوریه کې خپله پانګونه په بې‌ساري ډول پراخه کړي او د هوايي چلند د یوې خصوصي کمپنۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې څو مېلیارد ډالره نوې پانګونې وکړي.

د سوریې د پانګونې ادارې مشر طلال الهلالي د دوبۍ د «نړۍوالو حکومتونو غونډې» په څنډه کې رویټرز ته ویلي، چې د دغه پانګونو تفصیل به د روانې میاشتې (د سلواغې په ۱۸مه) اعلان شي. د هغه په وینا؛ دا تر ټولو ستره بهرنۍ پانګونه ده، چې د امریکا له‌خوا د سختو بندیزونو تر لرې کېدو وروسته په سوریه کې اعلانېږي.

الهلالي زیاته کړې، چې دغه پانګونې به په مخابراتي شبکو، املاکي پروژو او تاریخي ودانیو کې ولګول شي؛ څو د جګړو له امله زیانمنې شوې برخې بېرته ورغول شي.

په همدې حال کې دوو باخبره سوریایي سرچینو رویټرز ته ویلي، چې په دغه پانګونه کې به د حلب د نړۍوال هوايي ډګر پراختیا هم شامله وي او تمه ده نوې خصوصي هوايي کمپنۍ به خپل فعالیت د څه باندې ۱۲ الوتکو په لرلو سره پیل کړي.

یو سوریایي سوداګر هم ویلي، چې سعودي عربستان غواړي د دغه پروژو بیمه وکړي څو سعودي شرکتونه د سوریې بازار ته د ننوتلو لپاره وهڅول شي. دغه پرمختګونه په داسې حال کې کېږي، چې شاوخوا ۱۴ میاشتې وړاندې د بشار الاسد حکومت نسکور شو او نوموړی روسیې ته وتښتېد.

تر هغه وروسته، ریاض د سوریې د لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع له نږدې متحدینو څخه ګرځېدلی دی. سعودي عربستان مخکې هم اعلان کړی و، چې یوازې په ۲۰۲۵کال کې یې د ۴۷ قراردادونو له لارې له سلو زیات سعودي شرکتونه په سوریه کې په املاکي، بنسټیزو پروژو او مخابراتي برخو کې د ۶.۴ مېلیارد ډالرو په ارزښت پانګونې ته هڅولي دي.

د یونان د ساحلي ګارډ له کښتۍ سره د کډوالو د کښتۍ د ټکر له امله ۱۴ تنه مړه شوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۹ GMT+۰

د یونان ساحلي ساتونکو ویلي، چې د سې‌شنبې په ورځ په ایجه سمندرګي کې د "خیوس" ټاپو ته نږدې د کډوالو یوه کښتۍ د ساحلي ګارډ له یوې کښتۍ سره ټکر شوې، چې له امله یې ۱۴ کډوال مړه شوي دي.

د ساحلي ګارډ د یوه چارواکي په وینا، د دې ادارې ځواکونو هغه ربړي کښتۍ وموندله چې کډوال په‌کې سپاره وو او د خیوس ټاپو پر لور روانه وه. خیوس ټاپو د ترکیې له ساحل څخه یوازې څو میله واټن لري. چارواکو یادې کښتۍ ته د بېرته ګرځېدو امر کړی و.

یاد چارواکي وویل: «د انسان قاچاق کوونکو په قصدي توګه کښتۍ د ساحلي ګارډ د کښتۍ پر لور وچلوله، چې له امله یې ټکر رامنځته شو». د رویټرز خبري اژانس ونه شوای کولای چې د دې ټکر د دقیق څرنګوالي جزییات په خپلواکه توګه تایید کړي. تر دې دمه د وژل شویو او ژغورل شویو کډوالو هویت هم نه دی څرګند شوی.

د یوه بل چارواکي د معلوماتو له‌مخې، په دې پېښه کې د ساحلي ګارډ دوه افسران ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي او ۲۴ کډوال ژغورل شوي دي. د یونان د یوه دولتي چارواکي په وینا چې د عیني شاهدانو خبرې یې نقل کړې، په کښتۍ کې شاوخوا ۳۰ تر ۳۵ کسانو پورې حضور درلود.

د یونان ساحلي ګارډ اعلان کړی، چې د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي چې په‌کې د ساحلي ګار‌ کښتۍ، شخصي کښتۍ او غوټه‌وهونکي برخه لري.

یونان چې د اروپایي ټولنې په سوېل ختیځ کې موقعیت لري، له کلونو راهیسې د منځني ختیځ، افریقا او اسیا څخه اروپا ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د تګ یوه له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي. په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې دغه هېواد د اروپا د کډوالۍ د بحران په لومړۍ کرښه کې و او نږدې یو میلیون کسان د ترکیې له لارې د یونان ټاپوګانو ته ورسېدل.

خو په وروستیو کلونو کې د کډوالو د ورتګ شمېر کم شوی او د یونان حکومت سختې تګلارې خپلې کړې دي. له ۲۰۱۹ کال راهیسې، د دغه هېواد منځ‌لارې ښي‌پاله حکومت د سرحدونو ساتنه پیاوړې کړې، چې په‌کې د اغزن سیم غځول او سمندري ګزمې شاملې دي.

سره له دې، یونان د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو سره د چلند له امله تر سختو نیوکو لاندې دی، چې د سمندر له لارې دغه هېواد ته ننوځي. د بېلګې په توګه، په ۲۰۲۳ کال کې سلګونه کډوال د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ووژل شول؛ داسې پېښه چې شاهدانو یې لامل د ساحلي ګارډ له‌خوا د کښتۍ د کشولو هڅه بللې وه.

د اروپایي اتحادیې د سرحدي ادارې (فرونټیکس) تېر کال اعلان وکړ، چې د یونان پر ضد د بشري حقونو د احتمالي سرغړونو په تړاو ۱۲ دوسیې څېړي، چې په‌کې د کډوالو د جبري بېرته ستنولو تورونه هم شامل دي. خو د یونان حکومت دا تورونه رد کړي او ټینګار کوي، چې بشري حقونه نه تر پښو لاندې کوي او پناه غوښتونکي په زور له خپلې خاورې نه باسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: د امریکا-ایران خبرو کې اسلام‌اباد ته د ګډون بلنه ورکړل شوې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۲ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې، چې پاکستان ته د امریکا او ایران ترمنځ په روانو خبرو اترو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. د یاد وزارت ویاند طاهر اندرابي له یوې ټلوېزیوني شبکې سره خبرو کې ویلي، پاکستان ته په رسمي ډول د امریکا-ایران په مذاکراتو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

سرچینې وایي، د امریکا او ایران ترمنځ دا مذاکرات د روانې اوونۍ په ترڅ کې د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې اکسیوس بیا د دوو باوري سرچینو په حواله خبر ورکړی چې ایران له استانبول څخه عمان ته د مذاکراتو د ځای د بدلولو او همداراز یوازې له امریکا سره د دوه اړخیزو خبرو اترو غوښتنه کړې ده. له دې وړاندې پرېکړه شوې وه، چې د یو شمېر عربي او اسلامي هېوادونو استازي به هم د څارونکو په توګه په دې مذاکراتو کې ګډون ولري.

پاکستانۍ جیونیوز ټلوېزیوني شبکې په خپل راپور کې ویلي، چې کېدای شي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په دغو مذاکراتو کې د پاکستان استازولي وکړي.

یوې نړۍوالې رسنۍ د ایراني چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام اړوند خبرې به د جمعې په ورځ یو ځل بیا په ترکیه کې پیل شي. دغه اټومي مذاکرات تر پنځو پړاوونو وروسته د ۲۰۲۳م کال د مې له میاشتې راهیسې ځنډېدلي وو.

د یوې سیمه‌ییزې سرچینې په وینا، د استانبول دغو خبرو ته سعودي عربستان، قطر، عمان، مصر او متحده عربي امارات هم وربلل شوي دي. ایراني سفارتي سرچینې وایي، ایران د استانبول د مذاکراتو په اړه نه ډېر خوشبین دی او نه هم ناامیده. د دوی په وینا، له دغو خبرو به روښانه شي چې ایا امریکا رښتیا هم جدي او د پایلې وړ خبرې غواړي او که نه.

ایراني سفارتي سرچینو دا هم ویلي، چې د ایران دفاعي چمتووالی تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی او تهران هر ډول حالت لپاره بشپړ چمتو دی او د ایران پر دفاعي وړتیاوو هېڅ ډول خبرې اترې نه شي کېدای.