• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

واشنګټن پوسټ د خپلو کارکوونکو نږدې یو پر درېیمه برخه له دندو ګوښه کوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۶ GMT+۰

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې اعلان کړی چې د خبرخونې او نورو څانګو په ګډون به د خپلو کارکوونکو نږدې یو پر درېیمه برخه له دندو ګوښه کړي او د سپورت څانګه به وتړي. د واشنګټن پوسټ د کارکوونکو اتحادیې ویلي دي چې له کارکوونکو پرته واشنګټن پوسټ خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

د راپور له مخې، د ستونزو سره مخ واشنګټن پوسټ د چهارشنبې په ورځ د پراخو لګښتونو د کمښت عملي کول پیل کړل. په دغو بدلونونو کې د سپورټ څانګې تړل، بهرنیو هېوادونو ته د استول کېدونکو خبریالانو د شمېر کمول، د کتابونو څانګې بندېدل او د «Post Reports» پوډکاسټ ځنډول شامل دي. دا پرېکړې د ورځپاڼې د اجرايي مدیر مېټ مري له خوا د زوم له لارې کارکوونکو ته اعلان شوې دي.

د واشنګټن پوسټ چارواکو ویلي، دا ګامونه د ادارې د بیا تنظیم او راتلونکې ودې لپاره اخیستل شوي دي. د ورځپاڼې یوه ویاند ویلي چې دا پرېکنده بدلونونه د دې لپاره دي چې بنسټ پیاوړی شي او تمرکز یې پر هغه ځانګړي ژورنالېزم لا زیات شي چې واشنګټن پوسټ له نورو رسنیو بېلوي.

په همدې حال کې د واشنګټن پوسټ د کارکوونکو اتحادیې (ګیلډ) دا پرېکړه د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي چې له کارکوونکو پرته واشنګټن پوسټ خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

دا بدلونونه په داسې مهال رامنځته کیږي چې ورځپاڼه د ګډونوالو د کمښت او د مالک جېف بېزوس د ځینو پرېکړو له امله له سختو ننګونو سره مخ ده، په داسې حال کې چې د واشنګټن پوسټ سیالې ورځپاڼې نیویارک ټایمز په وروستیو کلونو کې د پام وړ وده کړې ده.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو په بند کې د امریکایي وګړي کورنۍ وايي ډینس کوایل له رسمي تور پرته زنداني دی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۰

د طالبانو په بند کې د امریکایي وګړي ډینس کوایل کورنۍ وايي، چې له یو کال زیات وخت تېر شوی، خو لا هم د طالبانو له بند څخه د هغه د خوشې کېدو هڅې بې پایلې دي. د هغه د کورنۍ په وینا، کوایل پرته له دې چې پرې کوم رسمي تور ولګول شي، طالبانو بندي کړی.

د ډینس کوایل خور مولي لانګ وايي چې ورور یې یو ژبپوه او څېړونکی دی او شاوخوا شل کاله کېږي چې افغانستان ته تګ راتګ لري.

د هغې په وینا، کوایل تل هڅه کړې چې خپله پوهه د خلکو او ټولنو د مرستې لپاره وکاروي، په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې له سختو ژوندیو شرایطو سره مخ دي.

د کورنۍ د معلوماتو له مخې، ۶۴ کلن ډینس کوایل د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست له خوا نیول شوی او له نیول کېدو وروسته نږدې په بشپړه انزوا کې ساتل شوی دی.

مولي لانګ وايي، کورنۍ یې له هغه سره څو میاشتې هېڅ اړیکه نه لرله او یوازې د بند له شپږو میاشتو وروسته یې د هغه یو لیک ترلاسه کړ، حال دا چې د هغه غږ یې نهه میاشتې وروسته واورېد.

د نوموړي د کورنۍ په وینا، همدا اندېښنې وې چې دوی یې اړ کړل د ډینس کوایل د بند په اړه په عامه توګه خبرې وکړي، څو د هغه د خوشې کېدو بهیر چټک شي.

کورنۍ یې وايي، د امریکا حکومت په وروستیو میاشتو کې د دې قضیې په تړاو جدي ګامونه پورته کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د «لېوینسن قانون» له مخې، ډینس کوایل په ناحقه بندي شوی کس اعلان کړی او د سپینې ماڼۍ چارواکو هم ویلي چې د هغه د راستنولو لپاره هڅې روانې دي.

پاکستان د سیپېک له لارو له منځنۍ اسیا سره د خپلو بندرونو د نښلونې هڅې چټکې کړې

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۳ GMT+۰

چین او پاکستان د څلور اړخیز ټرانزیټي ترانسپورټ تړون (QTTA) د پلي کېدو او پراختیا په موخه ګډه ناسته کړې. د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی محمد صادق وايي، دغه تړون د چین او د سیپک له لارې د پاکستان سمندري بندرونه له منځنۍ اسیا سره نښلوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي محمد صادق پر خپل اېکس لیکلي، چې د چینايي او پاکستاني چارواکو په دې ناسته کې ویل شوي، چې په وروستیو میاشتو کې له دې مسیره د ټرانزیټي ترافیک کچه پام وړ لوړه شوې ده.

نوموړي ویلي، چې د یاد مسیر له لارې ترانزیټي ترافیک له څو کلونو راهیسې روان و.

د صادق په وینا، د چینايي او پاکستاني چارواکو په ناسته کې ټینګار شوی، چې د ځینو تخنیکي او اداري سمونونو په عملي کېدو سره به دا مسیر لا اغیزناک شي.

پاکستاني چارواکي، دا مهال پر اړینو تعدیلاتو کار روان دی او له بشپړېدو وروسته به دغه دهلېز د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره د پاکستان له سمندري بندرونو سره د وصل تر ټولو چټکه او اغیزناکه ترانزیټي لاره وګرځي.

ترکیه او سعودي عربستان خپلې ستراتیژیکې اقتصادي او امنیتي اړیکې پراخوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۴ GMT+۰

سعودي عربستان او ترکیې په ریاض کې د رجب طیب اردوغان د سفر پرمهال په اقتصادي او امنیتي برخه کې د ستراتیژیکو اړیکو پر پراخولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دغو اړیکو په سایبر امنیت او ترهګرۍ او افراطیت ضد مبارزه کې پرمختګ کړی.

د دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې د غیر تېلي سوداګرۍ زیاتوالی، د ګډو پانګونو هڅول او د ترکیې او خلیج د همکاریو شورا د هېوادونو ترمنځ د ازاد تجارت په اړه خبرې د دواړو هېوادونو لومړیتوبونه دي.

د خبرو پر مهال دواړو لوریو د خپلو دوه اړخیزو اړیکو ژورتیا او تاریخي بنسټونه یاد کړي، چې د اعلامیې له مخې، د ګډو فرهنګي، تاریخي او ورورګلویزو اړیکو پر بنسټ ولاړ دي.

دواړو هېوادونو د پیاوړو سوداګریزواړیکو ستاینه کړې او ژمنه یې کړې چې په لومړیتوب لرونکو برخو کې همکاري پراخه کړي او د سعودي ویژن ۲۰۳۰ او ترکیې د پېړۍ ویژن فرصتونه لوړ کړي.

اعلامیه وايي، چې دواړو خواوو د تېلو، پترو کیمیاوي موادو، برېښنا او نوې انرژۍ په برخو کې د ګډې همکارۍ ژمنه کړې ده.

د دواړو خواوو مشرانو ویلي، چې د ریاض او انقرې ترمنځ دفاعي او امنیتي اړیکې لا پیاوړې شوې، په ځانګړې توګه د سایبر امنیت، ترهګرۍ او افراطیت ضد مبارزه کې یې پرمختګ کړی دی.

پوتین وايي روسیه د چین د انرژۍ په تامین کې مخکښ رول لوبوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل چینايي سیال سره په ویډیو کنفرانس کې ویلي، چې روسیه د چین مخکښ انرژي وړاندې کوونکی هېواد دی او د دواړو هېوادونو د انرژۍ شراکت دواړو ته ګټور او ستراتیژیک دی.

هغه وویل: «روسیه د چین مخکښ انرژي عرضه کوونکی دی او زموږ د انرژۍ شراکت د دواړو لپاره ګټور او په ریښتیا ستراتیژیک دی».

پوتین زیاته کړه چې دواړه هېوادونه د سوله‌ییزې اتومي انرژۍ په اړه فعال بحثونه کوي او د لوړې ټکنالوژۍ پروژې، په شمول د صنعت او فضایي سپړنې پروژې پرمخ وړي.

همدارنګه، هغه وویل، چې د کرنې په برخه کې هم همکاري چټک پرمختګ کوي.

د پوتین د معلوماتو له مخې، د کرنیزو محصولاتو تجارتي حجم له ۲۰ سلنېزیات لوړ شوی دی.

په ونزویلا کې زرګونه لاریون کوونکو له امریکا غوښتي چې مادورو او د هغه مېرمن خوشې کړي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۱۶ GMT+۰

زرګونه لاریون کوونکو په کاراکاس کې د لاریون پرمهال له امریکا غوښتي، چې د ونزویلا نیول شوی ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلورېس خوشې کړي. دغه لاریون د مادورو او د هغه د مېرمنې له نیول کېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته شوی دی.

لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې ویل: «ونزویلا نیکولاس ته اړتیا لري!» لاریون کوونکو د سې‌شنبې په ورځ د نیکولاس مادورو په ملاتړ شعارونه له ځان سره لېږدول او پر یوه یې لیکلي وو: «امپراتورۍ هغوی وتښتول؛ موږ یې بېرته غواړو».

د نیول شوي ولسمشر زوی او د ونزویلا د ملي شورا غړی نیکولاس مادورو ګوېرا د خلکو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې (د جنورۍ په ۳مه) د امریکا له‌خوا د خپل پلار «تښتول» به یې د تل لپاره پر څېره د یوه ټپ په څېر پاتې شي.

نوموړي د هغې شپې یادونه وکړه، چې امریکا پر کاراکاس برید وکړ او ویې ویل: «زموږ د وطن خاوره د یوه بهرني پوځ له‌خوا تر پښو لاندې شوه».