د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د باران، واورې او سېلابونو اټکل شوی

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ریاست او ځینو معتبرو نړیوالو بنسټونو د وړاندوینو له مخې، په کابل او ۲۶ نورو ولایتونو او همداراز سالنګونو کې د باران، واورې، تالندې او برېښنا د ورېدو او په ګرمو سیمو کې د سېلابونو راوتلو اټکل دی.