د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې د هند پروړاندې نننۍ لوبه وبایلله

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې نن په نیمه پایلوبه کې هند ته لوبه بایلوده او د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلونو نړۍوال جام کې یې سفر پای ته ورسېد.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې نن په نیمه پایلوبه کې هند ته لوبه بایلوده او د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلونو نړۍوال جام کې یې سفر پای ته ورسېد.
د ۱۹ کلونو کرېکټ نړۍوال جام پایلوبه کې نن افغان لوبډله د هند د لوبډلې پروړاندې د سیالۍ دګر ته ښکته شوه. د لوبې پچه افغان لوبډلې وګتله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د لوبې په لومړۍ برخه کې په توپوهنه کې د افغان لوبډلې په ګټه فیصل شینوزاده ۱۱۰، عزیزالله ۱۰۱، عثمان سادات ۳۹ او خالد احمدزي ۳۱ منډو په مټ سیالې لوبډلې ته د ۳۱۱ منډو هدف وټاکه.
خو د لوبې په دویمه برخه کې د هند لوبډلې د ارون جورج د ۱۱۵ منډو په مټ د لوبې په ۴۱،۱ اور کې د افغان لوبډلې لهخوا ورکړل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې د ۷ ویکټو په توپیر له افغان لوبډلې څخه وګټله او له دې سره د ۱۹ کلنو په نړۍوال جام کې د افغان لوبډلې سفر پای ته ورسېد.
افغان لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو په نړۍوال جام کې شپږ لوبې ترسره کړې، چې له دې ډلې یې څلور وګټلې او ۲ یې بایلودې.