• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هواپوهنې اداره: په ۲۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې د پنجشنې او جمعې په ورځو د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی. دغه ادارې د سیندونو پر غاړه مېشتو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د سېندونو په غاړه له هر ډول تګ‌راتګ ډډه وکړي.

د طالبانو یادې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) ویلي، چې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو برخو کې د اوبو د کچې لوړوالي او د سېلابونو راوتلو اټکل شوی.

د دوی په خبره؛ د ورښتونو له امله د سېلابونو او د اوبو د کچې لوړوالي وړاندوینه هرات، غور، بادغیس، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، روزګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، سمنګان، بغلان، غزنی، لوګر، میدان وردګ، کابل، پنجشېر، کاپیسا، پروان، پکتیکا، پکتیا، خوست، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو لپاره شوې ده.

طالبانو د یادو سیمو اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې، چې د ځانونو او ماشومانو د خوندیتوب لپاره د سېندونو پر غاړه له تګ‌راتګ ډډه وکړي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۴

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۵

شهباز شریف: په بلوچستان کې د بریدونو لپاره «د افغانستان خاوره» کارول کېږي

•
•
•

نور کیسې

د روسیې ټرانسپورت وزارت: روسي هوايي شرکتونه افغانستان ته د الوتنو لېوالتیا نه‌لري

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۰ GMT+۰
د روسیې ټرانسپورت وزارت: روسي هوايي شرکتونه افغانستان ته د الوتنو لېوالتیا نه‌لري
100%

د روسیې ټرانسپورټ وزارت ویلي، چې اوس‌مهال د اریانا افغان هوایي شرکت یوازینی شرکت دی چې د روسیې او افغانستان ترمنځ الوتنې ترسره کوي. د مسکو چارواکو ویلي، چې دامهال د دواړه هېوادونو څخه بل هیڅ شرکت د الوتنو لپاره غوښتنه نه‌ده کړې.

ریانووستی ورځپاڼې د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۴مه) د روسیې د ټرانسپورټ وزارت چارواکو له حوالې راپور ورکړی، چې نه د افغانستان هوایي شرکتونو روسیې ته او نه د روسیې هوایي شرکتونو افغانستان ته د الوتنو لېوالتیا ښودلې.

اوس‌مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ یوازي د اریانا افغان هوایي شرکت په اونۍ کې یو ځل الوتنه لري.

تر دې وړاندې په مسکو کې د طالبانو سفیر د روسیې ټاس دولتي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و، د روسیې او طالبانو ترمنځ د سوداګرۍ او ګرځندوی اړیکې مخ په پراخېدو دي او دواړه اړخونه هڅه کوي چې په دې برخو کې خپله همکاري لاپراخه کړي.

طالبان: د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه د سیمې له هېوادونو سره همغږي پیاوړې کوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۳ GMT+۰
طالبان: د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه د سیمې له هېوادونو سره همغږي پیاوړې کوي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین عبدالرحمان منیر د منځنۍ اسیا د سیمه‌ییزو معلوماتو او همغږۍ مرکز (CARICC) له لوړپوړو مسوولینو سره لیدلي او د ګډو اقداماتو او د مبارزې د لا اغېزمنتیا په اړه یې خبرې سره کړې دي.

عبدالرحمان منیر په یاده ناسته کې د منځنۍ اسیا د سیمه‌ییزو معلوماتو او همغږۍ مرکز مسوولینو ته وویل: «طالبان د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د سیمې له هېوادونو سره نږدې او دوامداره همکاري لري. د سرحدي همغږۍ له لارې د قاچاق د مخنیوي او د قاچاق وړونکو د نیولو لپاره ګډ اقدامات ترسره کوو».

د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه ناسته کې دواړه خواوو د نشه‌يي توکو د مخنیوي، د روږدو کسانو د ساتنې، درملنې او د مبارزې د ګډو اقداماتو د پراختیا په اړه تفصیلي بحث او خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د منځنۍ اسیا د سیمه‌ییزو معلوماتو او همغږۍ مرکز سلاکار عزیزبېک ارکابویف په حوالې راغلي: «موږ هڅه کوو، چې د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه کې د همکارۍ او همغږۍ کچه نوره هم لوړه کړو».

د خبرپاڼې له مخې؛ د یادې ناستې په پای کې دواړه خواوو په ګډه ژمنه وکړه، چې د قاچاق د مخنیوي، د روږدو کسانو د ساتنې او درملنې چارې به لا اغېزمنې کړي او د سیمې هېوادونو سره به د همکارۍ لارې لا پراخې کړي.

یونسکو: کونړ او ننګرهار کې د زلزلې له امله ۲۳ سلنه ښوونځي بېړنۍ بیارغونې ته اړتیا لري

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۴ GMT+۰
یونسکو: کونړ او ننګرهار کې د زلزلې له امله ۲۳ سلنه ښوونځي بېړنۍ بیارغونې ته اړتیا لري
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (یونسکو) وایي، د ۲۰۲۵کال د اګست میاشتې په زلزله کې د کونړ او ننګرهار ولایتونو ښوونځي زیانمن شوي او د ارزونو له مخې ۲۳ سلنه ودانۍ بېړنۍ رغونې ته اړتیا لري.

دغه ادارې پر اېکس پاڼه لیکلي، د یونسکو افغانستان دفتر د ساینس اضطراري صندوق په ملاتړ او د جاپان په مرسته په ۲۶ښوونځیو کې ۸۲ ودانۍ ارزول شوې. راپور ښيي، چې ۷۷ سلنه ودانۍ خوندي پاتې دي؛ خو پاتې ۲۳ سلنه ودانۍ بېړنۍ بیارغونې ته اړتیا لري، څو زده‌کوونکي په خوندي چاپېریال کې زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د یونسکو ادارې ویلي: «د زلزلې له امله د ښوونځیو زیان ارزول د زده‌کوونکو د خوندیتوب او ښوونیزو فعالیتونو د دوام لپاره لومړنی او حیاتي ګام دی». خبرپاڼه ټینګار کوي، چې د بېړنیو بیارغونو او رغونې ملاتړ نه یوازې د زده‌کوونکو خوندیتوب تضمینوي؛ بلکې د ټولنې ثبات او د ښوونځي چاپېریال د ښه‌والي لپاره هم مهم دی.

یونسکو په افغانستان کې د ښوونځیو د بیارغونې او د زده‌کړې د دوام لپاره له نړۍوالو شریکانو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ لنډي کوتل کې د ستنېدونکو کډوالو لارۍ اوښتو پېښه کې ۱۴ کسان ټپیان شوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۰ GMT+۰
له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ لنډي کوتل کې د ستنېدونکو کډوالو لارۍ اوښتو پېښه کې ۱۴ کسان ټپیان شوي
100%

د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل سیمه کې د ستنېدونکو کډوالو یوه لارۍ اوښتې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې؛ په ټپیانو کې درې ښځې او ۱۱ ماشومان شامل دي.

ځایي چارواکو ویلي، چې ټپیان د درملنې لپاره د لنډي کوتل روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي. دغه پېښه داسې مهال شوې، چې په دې وروستیو کې له همدې لارې افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو شمېر د پام وړ زیات شوی. یوازې پرون تر ۲زره ډېر افغان کډوال له پاکستان او ایران نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

له بل پلوه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ بیا ویلي، پاکستان هره ورځ نږدې ۲زره افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستنوي. دغه اداره وایي، افغانستان کې د ژوند شرایط خورا سخت دي، زده‌کړو ته لاسرسی محدود دی او پر ښځو پراخ بندیزونه لګېدلي چې د راستنېدونکو لپاره یې وضعیت لا کړکېچن کړی.

یادې ادارې پر اېکس پاڼه لیکلي، تېر کال یوازې له پاکستان نه تر یو مېلیون ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شي.

له ایران او پاکستان نه تر ۲زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۵ GMT+۰
له ایران او پاکستان نه تر ۲زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د سلواغې ۱۴مه) ۴۲۶ کډوالې کورنۍ چې ټول‌ټال ۲۴۶۶ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ له راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۳۶۸ کورنۍ د تورخم له لارې، ۲۳کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۲۱ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې او ۱۴کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ بیا ویلي، پاکستان هره ورځ نږدې ۲زره افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستنوي. دغه اداره وایي، افغانستان کې د ژوند شرایط خورا سخت دي، زده‌کړو ته لاسرسی محدود دی او پر ښځو پراخ بندیزونه لګېدلي چې د راستنېدونکو لپاره یې وضعیت لا کړکېچن کړی.

یادې ادارې پر اېکس پاڼه لیکلي، تېر کال یوازې له پاکستان نه تر یو مېلیون ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شي.