پر غزې د اسراییل په تازه بریدونو کې لږترلږه ۱۰ فلسطینیان وژل شوي دي

نن پر غزې د اسراییل په تازه بریدونو کې د دوو ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۰ فلسطینیان وژل شوي دي. دغه بریدونه د غزې پر خان یونس، زیتون او ځینو نورو برخو شوي دي.
له بل پلوه د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اکټوبر له لسمې نېټې د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه ۵۲۳ فلسطینیان وژل شوي او ۱۴۴۳ نور بیا ټپیان شوي دي. د راپور له مخې؛ یوازې د اکټوبر په ۱۹مې او ۲۹مې نېټې بریدونو کې ټولټال ۱۵۴ کسان وژل شوي دي.
د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند تړون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ ټینګ شو. د یادې طرحې په لومړي پړاو کې یوشمېر اسراییلي او فلسطیني بندیان هم خوشې شوي وو.
