د افغانستان سوداګرۍ خونې د ایران سفیر سره د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر سید کریم هاشمي په کابل کې د ایران سفیر علي‌ رضا بېکدلي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دي. یادې خونې ویلي، چې دواړه خواوو د ټرانزیټ، سرحدي اسانتیاوو ښه‌والي، د ترانسپورټي زېربناوو پر پیاوړتیا هم بحث کړی.

یادې خونې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د ناستې موخه د دواړو هېوادونو د سوداګرو او سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.