• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د سیپېک له لارو له منځنۍ اسیا سره د خپلو بندرونو د نښلونې هڅې چټکې کړې

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۳ GMT+۰

چین او پاکستان د څلور اړخیز ټرانزیټي ترانسپورټ تړون (QTTA) د پلي کېدو او پراختیا په موخه ګډه ناسته کړې. د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی محمد صادق وايي، دغه تړون د چین او د سیپک له لارې د پاکستان سمندري بندرونه له منځنۍ اسیا سره نښلوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي محمد صادق پر خپل اېکس لیکلي، چې د چینايي او پاکستاني چارواکو په دې ناسته کې ویل شوي، چې په وروستیو میاشتو کې له دې مسیره د ټرانزیټي ترافیک کچه پام وړ لوړه شوې ده.

نوموړي ویلي، چې د یاد مسیر له لارې ترانزیټي ترافیک له څو کلونو راهیسې روان و.

د صادق په وینا، د چینايي او پاکستاني چارواکو په ناسته کې ټینګار شوی، چې د ځینو تخنیکي او اداري سمونونو په عملي کېدو سره به دا مسیر لا اغیزناک شي.

پاکستاني چارواکي، دا مهال پر اړینو تعدیلاتو کار روان دی او له بشپړېدو وروسته به دغه دهلېز د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره د پاکستان له سمندري بندرونو سره د وصل تر ټولو چټکه او اغیزناکه ترانزیټي لاره وګرځي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۴

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۵

شهباز شریف: په بلوچستان کې د بریدونو لپاره «د افغانستان خاوره» کارول کېږي

•
•
•

نور کیسې

ترکیه او سعودي عربستان خپلې ستراتیژیکې اقتصادي او امنیتي اړیکې پراخوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۴ GMT+۰
ترکیه او سعودي عربستان خپلې ستراتیژیکې اقتصادي او امنیتي اړیکې پراخوي
100%

سعودي عربستان او ترکیې په ریاض کې د رجب طیب اردوغان د سفر پرمهال په اقتصادي او امنیتي برخه کې د ستراتیژیکو اړیکو پر پراخولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دغو اړیکو په سایبر امنیت او ترهګرۍ او افراطیت ضد مبارزه کې پرمختګ کړی.

د دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې د غیر تېلي سوداګرۍ زیاتوالی، د ګډو پانګونو هڅول او د ترکیې او خلیج د همکاریو شورا د هېوادونو ترمنځ د ازاد تجارت په اړه خبرې د دواړو هېوادونو لومړیتوبونه دي.

د خبرو پر مهال دواړو لوریو د خپلو دوه اړخیزو اړیکو ژورتیا او تاریخي بنسټونه یاد کړي، چې د اعلامیې له مخې، د ګډو فرهنګي، تاریخي او ورورګلویزو اړیکو پر بنسټ ولاړ دي.

دواړو هېوادونو د پیاوړو سوداګریزواړیکو ستاینه کړې او ژمنه یې کړې چې په لومړیتوب لرونکو برخو کې همکاري پراخه کړي او د سعودي ویژن ۲۰۳۰ او ترکیې د پېړۍ ویژن فرصتونه لوړ کړي.

اعلامیه وايي، چې دواړو خواوو د تېلو، پترو کیمیاوي موادو، برېښنا او نوې انرژۍ په برخو کې د ګډې همکارۍ ژمنه کړې ده.

د دواړو خواوو مشرانو ویلي، چې د ریاض او انقرې ترمنځ دفاعي او امنیتي اړیکې لا پیاوړې شوې، په ځانګړې توګه د سایبر امنیت، ترهګرۍ او افراطیت ضد مبارزه کې یې پرمختګ کړی دی.

پوتین وايي روسیه د چین د انرژۍ په تامین کې مخکښ رول لوبوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۰
پوتین وايي روسیه د چین د انرژۍ په تامین کې مخکښ رول لوبوي
100%

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل چینايي سیال سره په ویډیو کنفرانس کې ویلي، چې روسیه د چین مخکښ انرژي وړاندې کوونکی هېواد دی او د دواړو هېوادونو د انرژۍ شراکت دواړو ته ګټور او ستراتیژیک دی.

هغه وویل: «روسیه د چین مخکښ انرژي عرضه کوونکی دی او زموږ د انرژۍ شراکت د دواړو لپاره ګټور او په ریښتیا ستراتیژیک دی».

پوتین زیاته کړه چې دواړه هېوادونه د سوله‌ییزې اتومي انرژۍ په اړه فعال بحثونه کوي او د لوړې ټکنالوژۍ پروژې، په شمول د صنعت او فضایي سپړنې پروژې پرمخ وړي.

همدارنګه، هغه وویل، چې د کرنې په برخه کې هم همکاري چټک پرمختګ کوي.

د پوتین د معلوماتو له مخې، د کرنیزو محصولاتو تجارتي حجم له ۲۰ سلنېزیات لوړ شوی دی.

په ونزویلا کې زرګونه لاریون کوونکو له امریکا غوښتي چې مادورو او د هغه مېرمن خوشې کړي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۱۶ GMT+۰
په ونزویلا کې زرګونه لاریون کوونکو له امریکا غوښتي چې مادورو او د هغه مېرمن خوشې کړي
100%

زرګونه لاریون کوونکو په کاراکاس کې د لاریون پرمهال له امریکا غوښتي، چې د ونزویلا نیول شوی ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلورېس خوشې کړي. دغه لاریون د مادورو او د هغه د مېرمنې له نیول کېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته شوی دی.

لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې ویل: «ونزویلا نیکولاس ته اړتیا لري!» لاریون کوونکو د سې‌شنبې په ورځ د نیکولاس مادورو په ملاتړ شعارونه له ځان سره لېږدول او پر یوه یې لیکلي وو: «امپراتورۍ هغوی وتښتول؛ موږ یې بېرته غواړو».

د نیول شوي ولسمشر زوی او د ونزویلا د ملي شورا غړی نیکولاس مادورو ګوېرا د خلکو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې (د جنورۍ په ۳مه) د امریکا له‌خوا د خپل پلار «تښتول» به یې د تل لپاره پر څېره د یوه ټپ په څېر پاتې شي.

نوموړي د هغې شپې یادونه وکړه، چې امریکا پر کاراکاس برید وکړ او ویې ویل: «زموږ د وطن خاوره د یوه بهرني پوځ له‌خوا تر پښو لاندې شوه».

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بلوچستان کې وسله‌وال مرګوني بریدونه وغندل

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۳ GMT+۰
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بلوچستان کې وسله‌وال مرګوني بریدونه وغندل
100%

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وروستي بریدونه غندلي دي. دغې شورا په یوې اعلامیې کې ټینګار کړی، چې ترهګري په ټولو بڼو او ډولونو د نړۍوالې سولې او امنیت پر وړاندې له تر ټولو جدي ګواښونو څخه ده.

په هغه اعلامیه کې چې د سې‌شنبې په ورځ خپره شوې راغلي، چې د امنیت شورا غړو د دغه ناوړو ترهګریزو کړنو د عاملانو، تنظیموونکو، مالي تمویلونکو او ملاتړو د ځواب‌ویلو او عدالت ته د راکاږلو پر اړتیا ټینګار کړی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د نړۍوالو قوانینو او د امنیت شورا د اړونده پرېکړه‌لیکونو له مخې په دې برخه کې د پاکستان له حکومت سره فعاله همکاري وکړي.

امنیت شورا دارنګه له هېوادونو غوښتنه کړې، چې د نړۍوالو قوانینو له مخې خپلو ژمنو ته په پام، د ترهګریزو کړنو له امله د نړۍوالې سولې او امنیت پر وړاندې رامنځته کېدونکو ګواښونو پر ضد مبارزه وکړي.

د بلوچستان «بیلتون‌پاله» وسلوالو د شنبې په سهار (د سلواغې ۱۱مه) د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې بریدونه وکړل.

افغانستان ته د قزاقستان د غلو دانو صادرات دوه برابره زیات شوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۵ GMT+۰
افغانستان ته د قزاقستان د غلو دانو صادرات دوه برابره زیات شوي
100%

د قزاقستان د اورګاډي ملي شرکت وايي، تېر کال افغانستان ته د دغه هېواد د غلو دانو د صادراتو کچه دوه برابره زیاته شوې وه. د دوی په خبره؛ یاد صادرات له ۲۱۶زره ټنو څخه ۴۱۶زره ټنو ته لوړ شوي دي.

د قزاقستان د اورګاډي ملي شرکت ویلي، چې په سیمه کې یې د غلو دانو د سترو صادروونکو هېوادونو له ډلې خپل ځای ساتلی او په نړۍواله کچه خپل حضور پراخوي.

دوی زیاتوي، چې د ۲۰۲۵کال د سپټمبر له میاشتې څخه د ۲۰۲۶کال (د جنورۍ تر ۳۱مې) پورې قزاقستان ۵٫۸ مېلیون ټنه غله صادره کړې. دغه شمېر د تېرکال د ورته مودې پرتله شاوخوا یو مېلیون ټنه زیاتوالی ښيي، هغه مهال دغه کچه ۴٫۸ مېلیون ټنه وه.

مسوولین وایي، چې قزاقستان خپل صادرات په ځانګړي ډول د مرکزي او سوېلي اسیا دودیزو بازارونو ته کوي. د قزاقستان هېواد صادرات ازبکستان ته ۴۹ سلنه زیات شوي دي، چې له ۱٫۸۱۳ مېلیون ټنو څخه ۲٫۷۰۲ مېلیون ټنو ته رسېدلي دي.

مسوولین وايی، افغانستان ته د دغه هېواد صادرات نږدې دوه چنده شوي دي چې له ۲۱۶زره ټنو څخه ۴۱۶زره ټنو ته رسېدلي دي. د یادونې وړ ده، چې د دغه هېواد د غلو دانو صادرات درې برابره شوي دي.